10/03/2026
د فاتحې او دعا مراسم
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېرې خواشینۍ او ژورې خواخوږۍ سره خبر ورکول کېږي چې مرحومه مغفوره بيبي حاجۍ، د محترم محمد عمر داودزي مېرمن او د احمد سیر داودزي، احمد نصیر داودزي او سمیر داودزي مور، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د حق تعالی رحمت ته یې لبیک ویلی دی.
په کاناډا، په ځانګړې توګه د لوی ټورنټو په سیمه کې مېشتو قدرمنو دوستانو، خپلوانو او هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د مرحومې د فاتحې او دعا مراسم په لاندې وخت او ځای کې ترسره کېږي:
نېټه: یکشنبه، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۴مه
وخت: د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر غرمې ۱۲:۰۰ بجو پورې
ځای: مسجد امت نبوي
پته: 2074 Kipling Ave, Toronto, ON M9W 4J9
له ټولو درنو دوستانو، خپلوانو او آشنایانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې په دې مراسمو کې په ګډون او د مرحومې روح ته په دعا کولو سره، له غمجنې کورنۍ سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړي.
د فاتحې کورنۍ او استازي:
• حبیبالله امیري — باجه
• سهیل امیري — د مرحومې خورزوی
• احمد علي — د مرحومې د ماما زوی
• محبوبالرحمن داودزی او بلال قاضي — د مرحومې د ماما زامن
الله تعالی دې مرحومې ته جنت الفردوس، او درنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته یې صبر جمیل او اجر عظیم نصیب کړي. آمین.