28/03/2026
د چهارشنبې په ورځ، 25.03.2026 نېټه، په جینوا، سویس کې د نړیوال پارلمان په تالار کې، د اروپا د بېلابېلو ټولنو مشرانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون یوه مهمه غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې، په فرانسه کې د افغانانو د خدمتي ټولنې رئیس حاجي هارون ابراهیمي هم وینا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ له خوا د وروستیو بمباریو په کلکه غندنه وکړه او دا یې د بشري حقونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو پېښو په وړاندې جدي اقدام وکړي او د بېګناه خلکو د ژوند ساتنه یقیني کړي