18/01/2024
د ACBAR دفتر د Twinning برنامي د غړیتوب او Save the Children سره د شریک کار کولو یا پارتنرشیپ په اساس د AWARD دفتر کارمندانو هر یو عبدالعظیم حقمل او میوند افضلی کندهار ولایت ته د SGOA موسسی دارزونی او نظارت په پار د ۸ جنوری ۲۰۲۴ څخه تر ۱۱ د جنوری ۲۰۲۴ پوری کاری سفر درلود د یاد سفر موخه د تخنیکی ظرفیت لوړوالی او د داخلی موسساتو تر منځ اړیکی او نیټورک جوړونه ښودل شویده.
د نوموړی سفر په دوران کی د AWARD ټیم په کندهار کی د پاکستان نه تازه راستانه شویو مهاجرینولپاره د داخلی او بین المللی موسساتو له روغتیایی او ښوونیځو خدماتو له عرضه کولو له څرنګوالی څخه هم لیدنه تر سره شوه.