Afghan Foundation USA

Afghan Foundation USA The official page of the Afghan Foundation USA.

نن، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۵مه، د امریکا ورجینیا ایالت کې د افغانستان د لومړي ستور مزلي ، ارواښاد عبدالحد مومند د یادغون...
07/26/2026

نن، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۵مه، د امریکا ورجینیا ایالت کې د افغانستان د لومړي ستور مزلي ، ارواښاد عبدالحد مومند د یادغونډې مراسم ترسره شول.

په دې درنه غونډه کې د افغانستان د پوځ پخواني لوی درستیز، ستر جنرال شیر محمد کریمي، د افغانستان د هوايي ځواک پخوانیو پیلوټانو، علمي کدرونو او ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال د ارواښاد عبدالحد مومند په ژوند، ملي خدمتونو، تاریخي لاسته راوړنو او د افغانستان لپاره د هغه د ارزښتناکو هڅو په اړه خبرې وشوې. ویناوالو ټینګار وکړ چې د داسې ملي شخصیتونو یاد ساتل او د هغوی د خدمتونو درناوی د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام او ملي یووالي مهمه سرچینه ده.

الله تعالی دې ارواښاد عبدالحد مومند وبښي، جنت الفردوس دې یې په نصیب کړي، او کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته دې صبر جمیل ورکړي.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

07/14/2026
تېره ورځ د امریکا د ویرجینیا ایالت کې د ملي اتل، ارواښاد شاپور ځدراڼ، د یاد غونډه او د دعا مراسم ترسره شول.په دې مناسبت ...
07/13/2026

تېره ورځ د امریکا د ویرجینیا ایالت کې د ملي اتل، ارواښاد شاپور ځدراڼ، د یاد غونډه او د دعا مراسم ترسره شول.

په دې مناسبت د ارواښاد شاپور ځدراڼ د یاد غونډه او فاتحه ترسره شوه. الله تعالی دې هغه وبخښي او جنت الفردوس دې یې په نصیب کړي.

په غونډه کې د ارواښاد شاپور ځدراڼ د لوبیز ژوند، ملي خدمتونو او د ژوند د بېلابېلو پړاوونو په اړه ویناوې وشوې. ګډونوالو د هغه د مغفرت لپاره دعاوې وکړې او د هغه خدمتونه یې په درناوي یاد کړل.

ارواښاد شاپور ځدراڼ به د خپلو ملي او ورزشي خدمتونو له امله د خلکو په زړونو کې تل ژوندی پاتې وي.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

امریکا کې د افغان بنسټ د خواشینۍ پیغام!په ژورې خواشینۍ سره مو د هېواد د ملي اتل شاپور ځدران د مړینې خبر واورېد.امریکا کې...
07/07/2026

امریکا کې د افغان بنسټ د خواشینۍ پیغام!

په ژورې خواشینۍ سره مو د هېواد د ملي اتل شاپور ځدران د مړینې خبر واورېد.
امریکا کې افغان بنسټ د ارواښاد درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټولو افغانانو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي.

ارواښاد شاپور ځدران خپل ژوند د هېواد او ولس خدمت ته وقف کړی و، او د هغه خدمتونه او قربانۍ به د افغانانو په زړونو کې تلپاتې پاتې وي.

موږ د لوی الله تعالی له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، او د هغه درنې کورنۍ او ټولو خواخوږو ته د جمیل صبر او اجر غوښتنه کوو.

إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

په درنښت،
امریکا
افغان بنسټ

05/29/2026

اختریزه میله 🎉
جشن عیدی 🎉

کباب‌های خوشمزه و غذاهای لذیذ، شور و شوق کودکان و مجالس صمیمانه بزرگان. لطفا همراه با فامیل و دوستان اشتراک نمایید.

د کبابونو او خوندورو خوړو میله، د ماشومانو شور او د مشرانو صمیمانه مجلسونه. له کورنیو او دوستانو سره یو ځای راشئ او خوښۍ شریکې کړئ.

05/27/2026

د لوي اختر د لمونځ نه وروسته خطبه :
قاري ذاکرالله صافي
ویرجینیا ایالت، فریډریکسبرګ ښار

05/27/2026

د لوی او بخښونکي ذات په سپيڅلي نامه

د نېکمرغه د را رسېدو په مناسبت د افغان بنسټ د مبارکۍ پيغام

د امريکا متحد ايالاتو کې افغان بنسټ د نيکمرغه لوی اختر د را رسېدو له آمله د هيواد دننه او بهر ټولو افغانانو او دنړۍ مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي.

!

د یو پرمختللي او سرلوړي افغانستان په هیله


امريکا متحده ایالات
#اخترمبارک

Address

Washington D.C., DC
20005

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Foundation USA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Afghan Foundation USA:

Shortcuts

Featured

Share