Afghan Community Association-ACA

Afghan Community Association-ACA Afghan Community Association

د لوی او بښونکي څښتن تعالی په سپېڅلې نامهلکه څرنګه چې په کلیولینډ کې د افغان کمېونېټي لپاره نوی تعمیر اخیستل شوی دی، تېر...
12/03/2024

د لوی او بښونکي څښتن تعالی په سپېڅلې نامه
لکه څرنګه چې په کلیولینډ کې د افغان کمېونېټي لپاره نوی تعمیر اخیستل شوی دی، تېره ورځ یې د پاک کارۍ چارې خپله د افغان کمېونېټي غړو له خواتر سره شوې. دا چې تعمیر نوی دی او ډېرو اسبابو او لوازمو ته په کې اړتیا لیدل کېږي.
د کمېونېټي مرکز اسبابو او وسایلو اخیستلو دنده افغانانو خپله په غاړه واخیستله چې په لړ کې یې افغان پانګوال او په کلیولینډ کې د نور مارکېټ څښتن حاجي صیب نور الله نجیمي دېرش بابه نوې قالینې د کمېونېټي مرکز ته د مرستې په توګه ورکړې او د لا نورې همکارۍ ژمنه یې وکړله.
د دې تر څنګ په کلیولینډ کې د اریانا مارکېټ مالک حاجي صیب حفیظ الله سلیمان شاه د یاد مرکز سره د یو تعداد توشکونو مرسته وکړله.
د یادونې وړ ده چې په کلیولېنډ ښار کې د کابل مارکېټ مالک نصر الله صافي هم د نوموړي مرکز سره د درې بابه نوې قالینو مرسته وکړله.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر انجینر ضیاء نواز د تل په څېر یو ځل بیا د افغان کمېونېټي سره مرسته تر سره کړه او د مرکز د فرش کولو چارې په خپله غاړه واخیستلې.
په کلیولینډ کې د افغان کمیونېټي رهبري هیئت، د بورد غړي او په مجموع کې د کمېونېټي ټول غړي د نوموړیو مرسته کوونکو منندوی دي، د الله له درباره ورته نور موفقیت او بریالیتوب غواړي او په راتلونکي کې د نورو مرستو هیله ورڅخه لري.
په نورو افغانانو هم غږ کېږي چې د یاد کمېونېټي مرکز په جوړولو او ابادولو کې مرسته وکړي تر څو کمېونېټي مرکز زر تر زره د پرانېستې جوګه شي او د افغانانو د راټولېدو یو مرکز شي او تر څنګ یې افغان کوچنیان په کې په اسلامي او افغاني روحیه وروزل شي.
د افغانانو د یووالي او یو موټي کېدو په هیله!

12/02/2024

به صفحه فیسبوک کمیونیتی افغان در کلیفلاند خوش امدید!

12/02/2024

په کلیولینډ کې د افغان کمیونېټي فیسبوکپاڼې ته ښه راغلاست.

Address

9811 Denison Avenue
Cleveland, OH
44102

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Community Association-ACA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Afghan Community Association-ACA:

Share