New Afghan Community of Massachusetts

New Afghan Community of Massachusetts Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from New Afghan Community of Massachusetts, Nonprofit Organization, Boston, MA.

10/25/2024
هارورډ میدیکل سکول
09/30/2024

هارورډ میدیکل سکول

09/23/2024

نوی څیړنې :
ژباړه:
ډاکټر سید حبیب آروال
د جورج واشنګټن پوهنتون دطب پوهنځي رئیس په دې باور دی چې دلویانو مغز د عامو خلکو په پرتله ډیر غښتلي دي.
په دې عمر کې د ټول مغز یعنی دمغز دکري دکیڼ اوښي اړخ دواړه برخې همغږي کیږي، کوم چې زموږ ابتکاري او فکري امکانات زیاتوي.
له همدې امله د 60 کالو څخه پورته خلکو کې تاسو کولی شئ ډیری شخصیتونه او نوختونه ومومئ چې خپل تخلیقي فعالیتونه یې پیل کړي دي او ښکلي نظریات وړاندې کوي.
هو،دماغ په زړخښت کې هغومره ګړندی او چټک نه دی لکه څنګه چې په ځوانۍ کې و.
خو، مغز د انعطاف وړتیا ترلاسه کوي.
لکه څنګه چې موږ ډیر عمر ولرو هغومره به د ښوو پریکړو کولو امکانات ولرو، او منفي احساساتو ته به لږ وخت ورکوو.
د انسان د فکري فعالیت لوړوالی د ۷۰ کلنۍ په شاوخوا کې ځکه منځ ته راځي چې مغز په پوره ځواک سره کار پیل کړی وي.

د وخت په تیریدو سره، په مغز کې د مایلین مقدار زیاتیږي، هغه ماده چې د نیورونونو ترمنځ د سیګنالونو چټک انتقال اسانوي. له همدې امله، فکري وړتیاوې د اوسط په پرتله 300٪ زیاتیږي.

همدارنګه په زړه پورې حقیقت دا دی چې د 60 کلونو وروسته یو سړی کولی شي په ورته وخت کې د مغز ټوله کره وکاروي. دا تاسو ته اجازه درکوي څو ډیری پیچلې ستونزې هم حل کړئ.

• د مونټریال پوهنتون پروفیسور مونچي ایوري په دې باور دی چې د لویانو دماغ داسې لاره غوره کوي چې لږ انرژي مصرف کړي، غیر ضروري توکي له منځه یوسي او د ستونزو د حل لپاره مناسبې پریکړې وکړي .
• په دې اړه یوه څیړنه ترسره شوه چې د مختلف عمر وګړو په کې برخه اخیستې وه.
• ځوانان د ازموینې اخیستو پر مهال ډیر مغشوش وه، پداسې حال کې چې د 60 کلونوڅخه پورته خلکو سمې پریکړې کولې.

راځئ چې د 60 څخه تر 80 کلونو عمر کې د دماغ ځني ځانګړتیاوې وګورو.

1. لکه څنګه چې پوهیږئ، د دماغ نیورونونه نه مري، خو د دوی ترمنځ اړیکې په ساده ډول له لاسه ورکول اویا ضعیفه کیدای شي. یعنې چټکتیا د لاسه ورکوي.

2. په دماغ کې ګډوډي او هیرول د معلوماتو د زیاتوالي له امله رامینځته کیږي.
نو، تاسو اړتیا نلرئ په خپل ټول ژوند کې په کوچنیو شیانو تمرکز وکړئ، او ټول معلومات مغز ته وسپارئ.

3. د 60 کلنۍ څخه، یو سړی د ځوانانو په څیر د تصمیم نیولو په وخت کې یوازې د دماغ نیمه برخه نه کاروي، بلکې دواړه نیمې کرو څخه کار اخلي یعنی ټول مغز کاروي.


پایله:
که یو څوک سالم ژوند ولري، فعال کس وي، ښه فزیکي فعالیت ولري او په ذهني توګه په بشپړه توګه فعال وي، نو ددوی فکري وړتیاوې د عمر په تیریدو سره نه کمیږي، بلکه وده کوي،
اودوی د 80-90 کلونو په عمر کې د فکر لوړې درجې ته رسيږي.

روغتیایي لارښوونې:
1) د سپینګیریتوب یازړخښت څخه مه وېرېږئ.
2) د فکري ودې لپاره هڅه وکړئ
3) نوي هنرونه زده کړئ .
4) د ژوند سره علاقه وښایاست
د خپلو ملګرو دوستانو او خپلاونو سره لیدنې وکړئ او اړیکې وساتئ، د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړئ، څومره چې کولای شئ سفرونه وکړئ.
5) مارکیټونو، نندارتونونو او پارکونو ته تلل مه هیروئ.
6) یوازې وخت مه تیروئ، ځکه یوازیتوب د هر چا لپاره ویجاړونکی دی.
7) مثبت فکر ولرئ، تل په دې فکر کې ژوند وکړئ چې،
" ښه شیان او نتایج لاهم زما په وړاندې انتظار کوي!"

راځئ چې خوشحاله اوسو، خوښئ سره ژوند وکړو او زړه خوشحاله وساتو.

ډیر مې خوښ شوو،  رحمن باباوايي !
09/21/2024

ډیر مې خوښ شوو، رحمن باباوايي !

د سیپتمبر ۱۳ کال ۲۰۲۴ډاکټر سید حبیب آروال نن مې د ستر امریکايي انتروپولوجیست د باسټن پوهنتون د انتروپولوژی استاد چاچې په...
09/13/2024

د سیپتمبر ۱۳ کال ۲۰۲۴
ډاکټر سید حبیب آروال
نن مې د ستر امریکايي انتروپولوجیست د باسټن پوهنتون د انتروپولوژی استاد چاچې په افغانستان کې د ظاهر شاه له وخته په هر رژیم کي ډیر وخت افغانستان په ځانګړی توګه د افغانستان په شمال کې تیرکړی دی، نوم ئی پروفیسورتوماس دی، د افغانستان په اړه ډیرکتابونه او لیکنې لري د یونیم ساعت لپاره خبری او مجلس درلود.
دوی څو ځلی په خپلو مصاحبو او لیکنو کي دافغانستان قومې اختلافاتو ته اشاری کړی وی، ما پر دوی اعتراض کاوه او وکړچې داخبره درست نه ده دا اختلافات د ځنو سیاسی کړیو ځیګنده ده اصلاْ د قومونوتر منځ اختلاف نشته، نوځکه مو نن سره وعده کړی وه څو په دی هکله خبری وکړو، د افغانستان حقایق او قومې ورورولی مې ورته تشریح او بیان کړه. د نیکه مرغه چې دوي ځما سره په ډیرو خبرو توافق وکړ، توماس یو ښه څیړونکی دی، خو ټول محققین رښتنې معلوماتو ته ضرورت لرئ. که خدای کول د وعدی پر اساس به ځموږ دغه رازخبری اتری دوام ولرئ!
د متحد او پرمختللی افغانستان په هیله.
وسلام.

09/04/2024

ډآکټر سید حبیب آروال
په یاد ولرئ چې ستاسې ماشومان د لاندې څو کارونو سره بې ادبه تربیه کیدلاي شي:
1- که په کور کې یو تن يې د بد کار څخه منع کړي او بل يې دفاع وکړي، مثلاً مور، پلار، نیا یا نیکه يې د بدو کړوڅخه دفاع وکړي. یو یې منع کړي بل وایي خیر دی ماشوم دی! دا پر ماشوم ډیر منفي اثرکوي.
2- ماشوم ته دروغ مه وایاست او وعده خلافي ورسره مه کوئ. مثلاً، سبا تا پارک ته بیایم خو ته پوهیږې چې ته نه شې کولئ او سبا یې پارک ته نه بیایې! ماشوم وعده خلافي او دروغ زده کوي او بې باوري پیداکوي.
3- د بی ادبه ماشومانواوچاپریال سره د تعلقاتو اجازه ورکول. که تاسې د ځان د آرامتیا لپاره خپل ماشوم ته په کوڅه او ګاونډ کې د بی ادبه ماشومانو سره د لوبو اجازه ورکړئ دا ډیرخطر ناک او د ماشوم سره ستا خیانت دی!
4- د ماشوم هره نا معقوله غوښتنه منل. مثلاً، ماته مبایل راکړه، یا د شپې ناوخته وايي ماته کارتوني ونیسه، ماته دا اوهغه، ته هم داخبره ومنې دا غلط کاردی! د ماشوم راتلونکې ته ضرررسوئ.
5- ماشوم ستاسې څخه زده کړه کوي. که کورنئ کې اخلاق نه وي ماشوم هم بد اخلاقه روزل کیږي. د ماشومانو مخکې ګډا کول، جنګ جدال، شوراو داسي نورناجایزه اعمال تر سره کول د ماشوم په روح او روان بد تاثیر لري دوی هم ستاسې څخه زده کړه کوئ.

نوټ: هیله ده دا ټکي د خپلو ماشومانو په تربیه کې تر نظر لاندې ولرئ! د ماشومانو د ښې راتلونکې په هیله!

باور وکړئ ډیر خوند يي کاوه، کله مو چي دژمن ټیم سره یوځای د خوسټ په غرونو کې دزلزله زپلو مجبورو کورنیو لپاره دروغتیايي خد...
08/31/2024

باور وکړئ ډیر خوند يي کاوه، کله مو چي دژمن ټیم سره یوځای د خوسټ په غرونو کې دزلزله زپلو مجبورو کورنیو لپاره دروغتیايي خدماتو هلي ځلي کولي، دا مو په زړه تیریدل چې اوس مود خپل مسلک پراساس دولس یوڅه حق آداء کړ !

08/29/2024

ډاکټر سید حبیب آروال : مخکې د ویده کیدو دا څلوراصول مراعت کړئ!
1- دویدوه کیدوتردوه ساعته مخکې ګازاوانرژی لرونکې مشروباتو څښل منع دی.
2- قهوه اودرمل، د ویده کیدو نه لږ وخت مخکی درمل مه اخلی، بعضی کسان عادت لری چې څو ډوله تابلیت یا کپسول په یوځل یا ژرژر خولی ته اچوی چې دا کارد ټولواصولوخلاف دی، کیدای شي ستاسي په جګراو پښتورګو بد تاثیروکړئ او نوی ناروغی وزیږوي، که څوډوله درمل د ډاکټر په مشوره په یو وخت کې اخلئ، لږ ترلږه ۱۵ دقیقوڅځه زیاته فاصله ئی ترمنځ مراعت کړئ.
3- په ماړه یا ډک نس مه ویده کیږئ،
4- کوښښ وکړئ چې دتشویش سره ویده نه شئ، تشویش د مرضونومورده ، تشویشي کسان نه شی کولای حتی د ریزش مقابله هم وکړي!

08/24/2024

ډاکټرسید حبیب آروال
د نړۍ څیړونکي وايي:
کله چې چینایانو د خپل هیواد د ساتنې فکرکاوه دچین دیوال جوړول يې پیل کړل، خو دې کارهم ښه نتیجه ورنه کړه، ځکه چې دی دوران کې درې ځلې پرچین حمله وشوه، دی درې وارو حملو کې ضرورت نه و چی دښمن پردیوال راواوړي، ځکه چې دښمن څوکیدارانو ته رشوت ورکولواو په اسانه توګې سره د دروازو له لارې چین ته داخلیدل. چینایانو دا هیرکړي وو چې انګیزه لرونکي څوکیداران جوړکړي، خو خپل ډیر وخت يي په دیوال جوړولوتیرکړ.
معنی داچې د یو انسان جوړول د یو تعمیریا دېوال ترجوړولو ډېرمهم دی.
وايي که غواړئ چې یو تمدن نابود کړئ، درې لارې لرئ :
اول: د کورنیو نابودئ، ددې کارلپاره د موراو پلارارزښت له منځه یوسئ نو کورنۍ ضرورختمیږي.
دوهم: د زده کړوله منځه وړل، ددې کار لپاره د معلم ارزښت له منځه یوسئ.
درېم: د ټولنې دژمنوکسانو، استعدادونو، مشرانو او پوهانو له منځه وړل، ددې کار لپاره پوهان او مشران بې ارزښته کړئ چې څوک یې خبروته هم غوږ کښینږدي.
که چیری مود دغه درې ګروپونه مورپلار، ښونکي اوژمن پوهانو ارزښت له منځه یووړل، څوک بیا نه شي کولای چې ارزښتونو ته وده ورکړي نو ټولنه په خپله له منځه ځی.
ځما ددې لیکنې موخه داده راځئ چې په انسانانواو استعدادونو کار وکړو،انسان جوړونه پیل کړو!
که خدای کول چې موږ ژمن اوپوه استازي ولروخپل ځوانان وروزو، هیواد به مووساتل شې او پرمختګ به هم وکړي. وسلام.

درحمان بابا ټول شعرونه دپند نه ډک دی خو دا بیتونه مې ډیر خوښ شول!
08/17/2024

درحمان بابا ټول شعرونه دپند نه ډک دی خو دا بیتونه مې ډیر خوښ شول!

Address

Boston, MA
02124

Telephone

+18577461694

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when New Afghan Community of Massachusetts posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share