14/09/2026
د کاناډا په ټورنټو ښار کې به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۱مه د پي ټي ایم کاناډا له خوا د “PTM International Conference, Unmasking Pakistan’s Atrocities” تر عنوان لاندې کانفرنس کېږي، چې د نورو محکومو قامونو غړي او یو شمېر کاناډايي سیاستوال به هم پکې ګډون کوي.
———————
په روانه سپتمبر میاشت کې د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو (UN) مهمه غونډه کېږي، چې پکې د پاکستاني ریاست لوړپوړي چارواکي هم ګډون کوي. د سپتمبر په ۲۵مه به د همدې غونډې د United Nations Headquarters مخې ته د پي ټي ایم امریکا له خوا د پاکستاني ریاست د وحشتونو او ترهګریزو پالیسیو پر خلاف احتجاجي مظاهره کېږي.
——————————
همدارنګه په همدې سپتمبر میاشت کې د جنیوا، سویزرلینډ، کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کلنۍ غونډه کېږي. د سپتمبر په ۲۵مه به د دې غونډې د ملګرو ملتونو د جنیوا دفتر، (پالېس ډي نیشنز) مخې ته زموږ د ټولو اولسونو سره د روانو بشري حقونو د سرغړونو پر خلاف احتجاج کېږي او هم به دې غونډې ته تفصیل ورکول کېږي.
——————
د تحریک هغو ملګرو ته چې په دې غونډو کې ګډون کول ورته ممکن وي، له هغوی څخه د ګډون هیله کوو، او کوم ملګري چې ګډون نشي کولی، هغوی دې حتماً میډیایي کمپاین وکړي.
د خپل اولس او وطن سره وفادارو، زموږ محترمو ملګرو!
تل دې د خپل ملت او اولس لپاره داسې تکړه، په خپل ملي نظر او فکر مستقل مزاج او هر ګام ته چمتو وئ. آمین
@
On the occasion of the 81st Session of the United Nations General Assembly, PTM United States will hold a peaceful global protest outside UN Headquarters to expose Pakistan’s atrocities and demand international accountability.
We respectfully urge all Afghans to join us and help bring this issue before the international community.
Date and Time:
Friday, September 25, 20263:00 PM
Address :
East 47th Street, between 1st and 2nd Avenues, New York, NY 10017
پشتون ژغورنې غورځنګ ملاکنډ PTM National Resistance Pashtun Tahafuz Movement Swat Manzoor Ahmad Pashteen PTM Khyber Pakhtunkhwa پښتون تحفظ مومنټ شانګله PTM Barikot Swat PTM Matta Swat PTM Killasaifullah PTM Updates PTM Kabal Swat Ptm Sarkash Yaar