Afghan Cultural Society California

Directions Website Contact the organization

Afghan Cultural Society California Afghan Cultural Society California (now Afghan American Home) is a nonprofit celebrating Afghan heritage through events, education & art.

Building community since 1994. All are welcome! 🌍🎉 Afghan Cultural Society California | Afghan American Home

Since 1994, our non-profit has proudly promoted the rich, diverse culture of Afghanistan. Founded by passionate community members, we’re now legally known as Afghan American Home, but continue to use our original name online — a name recognized and cherished by our community. We believe culture builds bridges. That’s why we host year-round events like:

Cultural festivals & art exhibitions

Music performances

Eid & Nawroz celebrations

Educational seminars & language classes

We also share resources online — through our blog, social media, and website — to celebrate Afghan history, culture, and current affairs. Our mission is rooted in diversity, inclusivity, respect, and community. Whether you're Afghan or simply curious to learn, you’re welcome here.

10/22/2026
10/18/2026

November 3rd- Eligible voters of California’s 14th Congressional District, vote for Congresswoman Dr. Aisha Wahab!

خپله رایه ډاکټرې عایشې وهاب ته ورکړئ!

رأی خود را به داکتر عایشه وهاب بدهید!

Afghan Culture Society, California


Supporting Afghan Talent and Leadership! 🇦🇫🇺🇸The Afghan Cultural Society of California (ACS) proudly and strongly endors...
10/14/2026

Supporting Afghan Talent and Leadership! 🇦🇫🇺🇸

The Afghan Cultural Society of California (ACS) proudly and strongly endorses Alaha Ahrar, an Afghan-American candidate running for Congress in Virginia’s 7th Congressional District.

We believe in supporting and uplifting Afghans everywhere, whether in politics, business, education, or community service. When members of our community step forward to lead, serve, and make a positive difference, we should stand together and support their efforts.

We encourage all eligible voters in Virginia’s 7th Congressional District to exercise their right to vote and support this talented Afghan daughter.

Together, let’s uplift Afghan American voices, empower our talent, and build a stronger future for our community!

California State Assembly Member Rhodesia Ransom Visits Afghan Cultural Society OfficeCalifornia State Assembly Member R...
10/09/2026

California State Assembly Member Rhodesia Ransom Visits Afghan Cultural Society Office

California State Assembly Member Rhodesia Ransom visited the Afghan Cultural Society (ACS) office and met with its President Abdul Naseer Yasini, to discuss key challenges facing Afghan American families and immigrant communities in California.

The meeting focused on immigration and refugee concerns, community integration, language barriers, and discrimination, particularly bullying faced by Afghan American children in schools due to their accents, skin color, and cultural backgrounds. Other challenges, including access to education, employment opportunities, and essential community services, were also discussed.

Assembly Member Ransom expressed her appreciation for the Afghan Cultural Society’s ongoing efforts to support Afghan families, promote cultural understanding, and help newcomers integrate into American society.

She reaffirmed her commitment to bringing these concerns to the attention of the California State Assembly and continuing to advocate for immigrant and refugee communities, particularly Afghan Americans.

The Afghan Cultural Society extends its sincere appreciation to Assembly Member Rhodesia Ransom for her visit, support, and commitment to addressing the concerns of the Afghan American community.

10/08/2026
Stockton, California

Congresswoman Dr. Aisha Wahab and Melissa Hernandez Debate.Here is the link:
10/08/2026

Congresswoman Dr. Aisha Wahab and Melissa Hernandez Debate.
Here is the link:

The Dublin Chamber of Commerce will host a public debate for the 14...

Historic news for California Muslims!Governor Gavin Newsom has signed AB 2017, formally recognizing Eid al-Fitr and Eid ...
09/29/2026

Historic news for California Muslims!

Governor Gavin Newsom has signed AB 2017, formally recognizing Eid al-Fitr and Eid al-Adha in California state law. The law also allows schools and community colleges to close for Eid through local agreements and gives eligible public employees options to use existing leave to observe the holidays.

It is also important to recognize Congresswoman Dr. Aisha Wahab, who co-authored the legislation while serving in the California State Senate and was among those supporting this effort alongside Assemblymember Matt Haney and community organizations.

A meaningful milestone for California’s Muslim community.

په سکرامنټو کې د شفیع‌الله هوتک په ملاتړ د افغان ټولنې غونډه او میلمستیاد سکرامنټو په ښار کې د ملک شفیق الله توحیدي په ک...
09/28/2026

په سکرامنټو کې د شفیع‌الله هوتک په ملاتړ د افغان ټولنې غونډه او میلمستیا

د سکرامنټو په ښار کې د ملک شفیق الله توحیدي په کوربتوب د افغان کلتوري ټولنې د غړو او مشرانو، د سیمې نورو مخورو او یو شمېر افغان‌امریکایانو په ګډون د ښاغلي شفیع‌الله هوتک په ملاتړ یوه دوستانه غونډه جوړه شوه.

شفیع‌الله هوتک د ۲۰۲۶ کال د نومبر د ۳مې په ټاکنو کې د Fulton-El Camino Recreation and Park District Board د غړیتوب لپاره نوماند دی. نوموړی له کلونو راهیسې د کډوالو د ملاتړ، ټولنیزو خدمتونو او رضاکارانه فعالیتونو په برخه کې کار او خدمت کړی دی.

په غونډه کې د افغان کلتوري ټولنې مشرانو د افغان‌امریکايي ټولنې پر مدني او سیاسي مشارکت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په امریکا کې د افغانانو د ټولنې د پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې زموږ خلک په سیمه‌ ییزو ادارو، رضاکارانه فعالیتونو او نورو مدني او سیاسي ډګرونو کې فعاله ونډه واخلي.

شفیع‌الله هوتک د کوربه او مشرانو او ګډونوالو څخه مننه وکړه او د افغانانو ترمنځ یې پر یووالي، متقابل ملاتړ او مدني مشارکت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، څومره چې افغان‌امریکایان په ټاکنیزو او مدني بهیرونو کې منظم او فعال حضور ولري، هومره به وکولای شي خپل غږ په اغېزمن ډول تر اړوندو ادارو ورسوي او د خپلې ټولنې د اړتیاوو استازیتوب وکړي.

د افغان کلتوري ټولنې د کالیفورنیا مشر عبدالنصیر یاسیني هم د ښاغلي هوتک د نوماندۍ ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې افغان کلتوري ټولنه د هغو افغان‌امریکایانو مدني او سیاسي مشارکت هڅوي او پوره ملاتړ یې کوي چې د خلکو د خدمت لپاره وړاندې کېږي.

د غونډې نورو مشرانو او ګډونوالو هم خبرې وکړې او د افغان‌امریکايي ټولنې پر یووالي، متقابل ملاتړ او په مدني بهیرونو کې پر پراخ حضور یې ټینګار وکړ.

په سټاکټن کې د افغان کډوالو لپاره وړیا حقوقي کلینیکد یکشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۰مه، د سټاکټن ښار په Hilton Stockton هو...
09/21/2026

په سټاکټن کې د افغان کډوالو لپاره وړیا حقوقي کلینیک

د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۰مه، د سټاکټن ښار په Hilton Stockton هوټل کې د افغان کډوالو لپاره د حقوقي او سرچینو ځانګړی کلینیک جوړ شو. په دې پروګرام کې د مهاجرت وکیلانو، حقوقي سلاکارانو، د DOJ تصدیق شوو استازو، بېلابېلو مرستندویه ادارو او رضاکارانو ګډون کړی و او افغان کډوالو ته یې په وړیا ډول حقوقي مشورې، معلومات او اړینې سرچینې وړاندې کړې.

په دې کلینیک کې ګڼ شمېر افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د SIV او نورو مهاجرتي قضیو لرونکو کسانو، فرصت درلود چې له وکیلانو او حقوقي استازو سره مخامخ خبرې وکړي، خپلې دوسیې، اسناد، ځنډونه او ستونزې ورسره شریکې کړي او د خپلو قضیو د تعقیب او راتلونکو ګامونو په اړه مسلکي لارښوونې ترلاسه کړي. د پروګرام په ترڅ کې د مهاجرت اړوند مهمو موضوعاتو په اړه ځانګړې غونډه هم ترسره شوه، چې ګډونوالو پکې خپلې پوښتنې او اندېښنې له حقوقي متخصصینو سره شریکې کړې.

د افغان کلتوري ټولنې مشر ښاغلي عبدالنصیر یاسیني هم په دې پروګرام کې ګډون وکړ او له حقوقي ټیم، وکیلانو او د مهاجرت له سلاکارانو سره یې د افغان کډوالو د مهاجرتي ستونزو، په ځانګړي ډول د SIV قضیو د اوږده ځنډ او نورو خنډونو په اړه خبرې وکړې.

حقوقي ټیم د افغان کلتوري ټولنې د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د کانګرس له غړو سره یې د افغان کډوالو د مهاجرتي ستونزو په اړه اړیکې نیولې او د هغوی غږ یې تر کانګرسه رسولی دی. هغوی افغان کلتوري ټولنه او نورې افغانې ټولنیزې ادارې وهڅولې چې په یووالي او ګډه همغږۍ سره دغو هڅو ته دوام ورکړي، له لا ډېرو کانګرس غړو او سناتورانو سره وګوري او د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د SIV غوښتونکو، ستونزې او اندېښنې ورسره شریکې کړي، څو دا موضوعات د کانګرس او اړوندو ادارو تر پاملرنې ورسېږي او د ځنډېدلو قضیو د تعقیب لپاره لا زیاتې هڅې وشي.

همدارنګه، حقوقي سلاکارانو د SIV غوښتونکو لپاره سپارښتنه وکړه چې که د خپلو پخوانیو سوپروایزرانو، HR یا کارځایونو څخه د تایید او ملاتړ لیکونه لري، له هغوی سره دې بیا اړیکه ونیسي او ترې وغواړي چې د امکان په صورت کې له اړوندو امریکايي ادارو سره هم د دوی د قضیو د وضعیت او ځنډ په اړه تعقیب وکړي. د دوی په وینا، منظم او قانوني تعقیب، د اړوندو اسنادو بشپړول او له حقوقي متخصصینو سره مشوره کولی شي د قضیو د وضعیت په روښانه کولو او د ستونزو په مطرح کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي عبدالنصیر یاسیني د پروګرام له تنظیموونکو، حقوقي ټیم، وکیلانو، سلاکارانو او رضاکارانو څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني وکړه. نوموړي په ځانګړې توګه د افغان امریکن کمیونټي ارګنایزېشن (AACO) مشرې سپوږمۍ نصیري او د CARE ټیم هڅې وستایلې، چې د داسې مهمو او ګټورو پروګرامونو په تنظیم او افغان کډوالو ته د وړیا حقوقي خدمتونو او اړینو سرچینو په برابرولو کې مهم رول لوبوي. ښاغلي یاسیني د دوی د خدمتونو او دوامدارو هڅو قدرداني وکړه او د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یې د دا ډول پروګرامونو پر دوام او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

په ټوله کې، دا یو ګټور او د افغان کډوالو لپاره مهم پروګرام و، چې ګڼو افغانانو ته یې زمینه برابره کړه څو د خپلو SIV او نورو مهاجرتي قضیو په اړه مستقیمې حقوقي مشورې، معلومات او اړینې سرچینې ترلاسه کړي. د حقوقي متخصصینو، ټولنیزو ادارو او افغان ټولنې ترمنځ دا ډول همکاري کولی شي د افغان کډوالو ستونزې په منظم ډول مطرح کړي، د هغوی غږ اړوندو ادارو ته ورسوي او د حل لارو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

09/20/2026

Afghan Cultural Society of California President Abdul Naseer Yasini’s Remarks at the Fremont Community Gathering in Support of Congresswoman Dr. Aisha Wahab.

9/18/2026
Fremont, California

Address

Stockton, CA
95203

Opening Hours

Monday 9am - 4pm

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Cultural Society California posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Afghan Cultural Society California:

Shortcuts

Sponsored

Share