Altaqwa Community Center

Altaqwa Community Center Provide awareness to Afghan children regarding cultural, language, and teaching Holy Quran on simple and successful method.

07/28/2026
06/23/2026

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ګرانو او محترمو والدینو
که تاسو غواړئ خپل ماشومان د قرآن کریم، حفظ، ترجمه او تفسیر، اسلامي زده کړو، او د پښتو او دري ژبو په پروګرامونو کې شامل کړئ.
د راجستریشن پروسه ډېره ساده او اسانه ده.
لومړی، د اکاډمۍ د راجستریشن فورمه پرانیزئ، د ماشومانو شمېر او د درس مناسب وخت وټاکئ. له هغې وروسته، د والدینو اړوند معلومات په سمه توګه ډک کړئ. په دې معلوماتو کې د والدینو نوم، د اړیکې شمېره، برېښنالیک پته، او نور اړین معلومات شامل دي. کله چې ټول معلومات بشپړ شي، د فورمې د سپارلو تڼۍ کېکاږئ.
له راجستریشن وروسته، زموږ اداره به ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړي او د ماشوم د علمي کچې د معلومولو لپاره یوه لنډه انلاین ارزونه ترسره کړو، ترڅو د ماشوم د وړتیا او اوسني حالت مطابق مناسب ټولګي ته شامل شي.
له ارزونې وروسته، د ټولګي مهالویش او د زده کړو د پیل نېټه به له تاسو سره شریکه شي، او ستاسو ماشوم به په رسمي ډول خپل علمي سفر پیل کړي.
په اقراء اکاډمۍ کې زموږ هڅه یوازې د قرآن کریم او اسلامي علومو تر تدریس پورې محدوده نه ده، بلکې موږ خپلو زده کوونکو ته د لوېدیځې نړۍ د شته ننګونو، فرصتونو او ټولنیزو مسایلو په اړه هم مناسبه پوهه او سالمه روزنه ورکوو، ترڅو زموږ او ستاسو اولادونه وکولای شي د لوېدیځې نړۍ له شته فرصتونو څخه په سمه او بشپړه توګه ګټه پورته کړي، او په عین حال کې د منفي اغېزو او ناسمو لارو څخه خوندي پاتې شي.
دا زموږ هیله او هڅه ده چې داسې یو نسل وروزو چې د خپل دین، اخلاقو او هویت ساتونکي وي او په هره ټولنه کې د خیر، علم او خدمت استازي وګرځي.
که تاسو کومه پوښتنه لرئ او یا د راجستریشن په برخه کې مرستې ته اړتیا لرئ، نو له موږ سره اړیکه ونیسئ.

اقراء اکاډمي
📍 آسټین، ټیکساس، امریکا
📞 210-966-6519
www.atxiqraacademy.org

06/22/2026

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

درنو او محترمو والدینو!

الحمد لله، د الله تعالی په فضل او ستاسو د دعاوو، باور او ملاتړ په برکت، د اقراء اکاډمۍ د چمتووالي چارې تر ډېره بریده بشپړې شويدي او زموږ عملي درسي پروګرامونه پیل شويدي.

اقراء اکاډمي په پوره اخلاص او ژمنتیا سره هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته یو جامع، معیاري او اغېزمن تعلیمي نصاب وړاندې کړي، ترڅو زموږ ګلالي ماشومان په غربي ټولنه کې د اسلامي عقایدو، نېکو اخلاقو او خپل ملي هویت په رڼا کې په سالمه او متوازنه توګه وروزل شي.

الحمد لله، د اکاډمۍ د تعلیمي نصاب د جوړولو او ترتیب چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوي دي، او اوس عملي زده‌کړې او درسي فعالیتونه پیل شوي دي. زموږ نصاب د غربي ټولنې له اړتیاوو او واقعیتونو سره سمون لري، او په عین حال کې د اسلامي او کلتوري ارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا تضمینوي.

زموږ موخه دا ده چې زده‌کوونکي نه یوازې په علمي ډګر کې پرمختګ وکړي، بلکې د خپل دین، کلتور او هویت په پېژندنه او ساتنه کې هم پیاوړي شي.

موږ باور لرو چې د والدینو او اکاډمۍ ګډه همکاري به زموږ د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره یو مهم او اغېزمن ګام وي.

ستاسو د باور، صبر او دوامدار ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه. الله تعالی دې زموږ ټولې هڅې د خپلو اولادونو د دیني، علمي او اخلاقي روزنې لپاره قبول او بابرکته وګرځوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ ویب‌پاڼه وګورئ : www.atxiqraacademy.org

په درنښت،

د اقراء اکاډمۍ اداره ، آسټن ټیکساس

جزاکم الله خیراً

06/10/2026

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، درنو او محترمو والدینو!
اقراء اکاډمي په پوره اخلاص او ژمنتیا سره هڅه کوي چې یو داسې جامع، معیاري او اغېزمن تعلیمي نصاب خپلو هیواد والو ته وړاندې کړي تر څو زموږ ګلالي ماشومان په غربي ټولنه کې د اسلامي عقایدو، نېکو اخلاقو او ملي هویت په رڼا کې په سالمه او متوازنه توګه وروزل شي.

د ډېرو محترمو والدینو له لوري دا پوښتنه کېږي چې د عملي زده‌کړو بهیر یا لړۍ به کله پیلیږي؟. په دې اړه موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې، ان شاء الله، ډېر ژر به عملي پروګرامونه او فعالیتونه پیل شي.

د اکاډمۍ اداره د داسې تعلیمي نصاب پر جوړولو کار کوي چې د غربي ټولنې له واقعیتونو او اړتیاوو سره سمون ولري، او په عین وخت کې زموږ د دیني او کلتوري ارزښتونو ساتنه هم تضمین کړي. زموږ موخه دا ده چې زده‌کوونکي نه یوازې علمي وده وکړي، بلکې د خپل دین، کلتور او هویت په درک او پالنه کې هم پیاوړي شي.

موږ باور لرو چې د والدینو او اکاډمۍ ګډه همکاري به زموږ د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره مؤثر تمامه شي.

ستاسو د باور، صبر او دوامدار ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه.

په درنښت،
د اقراء اکاډمۍ اداره
جزاکم الله خیرا
https://atxiqraacademy.org

Address

9400 Fredericksburg Road
San Antonio, TX
78229

Opening Hours

Monday 5:30pm - 7pm
Tuesday 5:30pm - 5pm
Friday 5:30pm - 7pm
Saturday 3pm - 4:30pm
Sunday 3pm - 4:30pm

Telephone

+12109666519

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Altaqwa Community Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share