01/27/2024
د افغانستان مشهور حافظ قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په کابل کې وفات شوی دی.
قاري برکت الله سلیم د ننګرهار په هسکه مېنه (ده بالا) کې زېږېدلی و، په افغانستان او مصر کې یې د قرائت زدکړې کړې وې او نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ په کچه له خورا مشهورو حفاظ القران کسانو یو بلل کېده.
روح دې ښاد وې او جنت الفردوس دې ځاې شي!