DFW ORGUN UNION

DFW ORGUN UNION اتحادیه ارګون دالاس پورت ورت

10/19/2025

اعلان‌ فاتحه
بِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم.
الَّذِینَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِیبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَیْهِ رَاجِعون

به اطلاع دوستان و آشنایان رسانیده می‌شود‌، در نتیجهٔ حمله وحشیانه بی پیلوت پاکستانی بر افراد ملکی در ولسوالی ارگون ولایت پکتیکا که بازیکنان کرکت. استادان محترم و دانشجویان به شهادت رسیده بودند، فاتحه خوانی شهدا صبح روز یکشنبه تاریخ ۱۹ اکتوبر از ساعت ۲:۰۰ بعدازظهر الی ۴:۰۰ بعدازظهر در مسجید لدیره برگذار می‌گردد تشریف آوری شما خوبان باعث شادی روح شهدا خواهد شد.
با احترام
ادرس فاتحه
1709 Cathedral Dr Fort Worth TX Zip 76119

از طرف رهبری اتحادیه دلاس پورت وارت اورګون

د DFW اورګون ټولنې لخوا د اورګون ولسوالي د قربانیانو لپاره د مرستی ټولولو کمپاین پیل شوله تاسو ټولو څخه هیله کیږی چی په ...
10/18/2025

د DFW اورګون ټولنې لخوا د اورګون ولسوالي د قربانیانو لپاره د مرستی ټولولو کمپاین پیل شو
له تاسو ټولو څخه هیله کیږی چی په دی کمپاین کی موږ سره مرسته وکړی

د پکتیکا غمیزهٔ سلامومنه نیکې هیلې او درنښت لکه څنګه چې موږ او ت… DFW ORGUN UNION needs your support for Help Paktika Families Affected by Drone Attack

د غمشریکۍ پیغامد DFW ټولنې له لوريپه ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ په سیمه کې د پ...
10/18/2025

د غمشریکۍ پیغام
د DFW ټولنې له لوري

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ په سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري پر ملکي وګړو ظالمانه برید شوی دی، چې په پایله کې یې د استاد ذکي روان په ګډون ګڼ شمېر بې‌ګناه ولسي وګړي شهیدان شوي، او د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور هېوادوال ټپیان شوي دي.

د DFW ټولنه دغه وحشیانه او غیرانساني عمل په کلکو ټکو غندي او دا د بشریت، انساني کرامت او ملي حاکمیت پر وړاندې یو ښکاره تېری بولي. موږ د ټولو شهیدانو درنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، او د ټپیانو د ژر تر ژره روغېدو هیله کوو.

موږ له نړیوالو بشري بنسټونو، د بشري حقونو او سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي، او عاملین یې محاکمه کړي، په ژوره خواخوږي او درناوي سره د DFW ټولنه

د ډلاس پورت وارت اورګون ټولنې د غمشریکۍ پیغامانا لله و انا الیه راجعوند ډلاس پورت وارت، اورګون ټولنه د ژورې خواشینۍ سره ...
09/25/2025

د ډلاس پورت وارت اورګون ټولنې د غمشریکۍ پیغام

انا لله و انا الیه راجعون

د ډلاس پورت وارت، اورګون ټولنه د ژورې خواشینۍ سره د ښاغلي ابراهیم انتظار د ورور مرحوم نورعلي د مړینې خبر تر لاسه کړ ټولنه د مرحوم د کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي څرګندوي. د لوی خدای (ج) دربار ته دعا کوو چې مرحوم ته جنت الفردوس او د کورنۍ غړو ته صبر جمیل او اجر عظیم نصیب کړي

د غمشریکۍ پیغامد انجنیر سیدوالي د شهادت په مناسبتد ژورې خواشینۍ او درد سره مو خبر ترلاسه کړ چې ارواښاد انجنیر سیدوالي د ...
07/05/2025

د غمشریکۍ پیغام
د انجنیر سیدوالي د شهادت په مناسبت

د ژورې خواشینۍ او درد سره مو خبر ترلاسه کړ چې ارواښاد انجنیر سیدوالي د یوې ناوړه ترافیکي پېښې له امله خپل قیمتي ژوند له لاسه ورکړ. دا ستره ضایعه نه یوازې د نوموړي د دردېدلي کورنۍ لپاره، بلکې د ټول اورګون، مسلکي ټولنو او د هېواد د پرمختګ لپاره یو نه جبرانېدونکی تاوان دی.

ارواښاد یو ژمن، وطن‌پال، د خدمت، صداقت، او انسانیت ښکلی مثال و. د هغه پاک ژوند، ښو اخلاقو او مسلکي صداقت به تل د قدر او درناوي وړ وي.

اورګون ډلاس ټولنه د زړه له تله د نوموړي د شهادت له امله خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي د دردېدلې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو خواخوږو سره شریکوي. موږ له لوی خدای (ج) څخه د نوموړي اروا ته د جنت الفردوس دعا کوو، او پاتې شویو ته د صبر، اجر او تسلیت هیله لرو.

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې

په درنښت
د اورګون ډلاس ټولنه

04/04/2025

د US BLUE SKY transportation
مشر ښاغلی حاجی سخی دستګیرزۍ له تاسو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د DFW رهبری غړو ته مو لونګې او ستاینلیکونه ورکړل. دا ستاینه زموږ لپاره د ویاړ، خوښۍ او لا هڅونې الهام دی. ستاسو دا قدر داني موږ ته دا احساس راکوي چې زموږ زحمتونه بې ځایه نه دي.هیله ده زموږ دا اړیکه لا پیاوړې شي او یو بل ته د لا زیاتو خدمتونو زمینه برابره کړو.له درنښت،

03/30/2025

د ډلاس پورت وارت اورګون ټولني مشر محمد نبی محمدی اختریز پیغام !

03/18/2025

🎟 آنلاین ټکټونه اوس موجود دي!

په اسانۍ سره خپل د کنسرت ټکټ آنلاین واخلئ او د انتظار زحمت مه باسئ!

🌐 [ویب‌سایټ یا لینک]

https://www.tix.com/ticket-sales/tix/7734/event/1422794

📞 د معلوماتو لپاره: [د اړیکې شمیری

+1 (682) 444-1289

+1 (417) 860-9860

خپل ځای خوندي کړئ او د موسیقۍ نه هېرېدونکی ماښام تجربه کړئ!
ټکټونه محدود دي.

ارواښاد ګيله من وزیر خواخوږی، مهربانه، زړور انسان وو. په شهادت یې نهایې خواشینی یو. الله دې جنت کې له نبیانو، صدیقینو، ش...
07/10/2024

ارواښاد ګيله من وزیر خواخوږی، مهربانه، زړور انسان وو. په شهادت یې نهایې خواشینی یو.
الله دې جنت کې له نبیانو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره یو ځای ورکړي.
کورنې همفکره او انقلابی ملګرو ته یې تسلیت 🤲🏻

د ډلاس پورت وارت ټولنې مرستیال غفار خان جورجیا ایالت کی میشتو پکتیکاوالو سره لیدنه ترسره کړهد یادی ټولنې مرستیال غفار خا...
06/24/2024

د ډلاس پورت وارت ټولنې مرستیال غفار خان جورجیا ایالت کی میشتو پکتیکاوالو سره لیدنه ترسره کړه
د یادی ټولنې مرستیال غفار خان خپلو خبرو کی ټولو ته ډاډ ورکړ چی موږ په هر حالت کی د خپلو هیوادوالو تر څنګ ولاړ یو او همیشه به د ټولو ستونزو ته رسیدګې کوو
جورجیا کی میشتو پکتیکاوالو د ښاغلې غفار خان څخه مننه وکړه چی د پکتیکاوالو د یووالې لپاره هلې ځلې کوی او ډاډ یې ورکړ چی موږ به د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار کوو
او په ټولو یې د یووالې غږ وکړ

د ډلاس پورت وارت ټولنې مشر او ورسره مل پلاوی په کلوراډو ایالت کی د یادی ټولنې له غړو سره لیدنه ترسره کړه کلوراډو کی د یا...
06/22/2024

د ډلاس پورت وارت ټولنې مشر او ورسره مل پلاوی
په کلوراډو ایالت کی د یادی ټولنې له غړو سره لیدنه ترسره کړه
کلوراډو کی د یادی ټولنې مشر شیر خان او د ټولنې غړو خپلی ستونزی د ورغلې پلاوی سره شریکی کړی
د غوښتنې سربیره یې د ټولنې رهبری ته ډاډ ورکړ چی موږ به په هر حالت کی د يادی ټولنې د قوی کولو او یووالې لپاره کار وکړو
او د شته ستونزو د لمنځه وړلو لپاره به متحده ایالتونو کی میشت پکتیکاوال سره یو کیږو
د یادی ټولنې رهبری د ټولو ستونزو د حل ډاډ ورکړ
او په ټولو یې د یووالې غږ وکړ
وروستیو کی د ټولنې رهبری د کلوراډو ایالت د یادی ټولنې له غړو څخه مننه وکړه چی په هر حالت کی د خپلو ولسونو لاسنیوی کوی

DFW ORGUN UNION د اورګون ډلاس فورت وارت ټولنې رهبری او غړو په روان نړیوال شل اوریز جام کی د نیوزلینډ په وړاندی ددغه ستری...
06/08/2024

DFW ORGUN UNION
د اورګون ډلاس فورت وارت ټولنې رهبری او غړو په روان نړیوال شل اوریز جام کی د نیوزلینډ په وړاندی ددغه ستری بریا مبارکې ټول افغان ولس ته وړاندی کوی
خدای (ج) دی هره ورځ په هیواد کې همداسی د خوښیو ډک سهار پیل کړی

Address

2305 Galleria Drive
Fort Worth, TX
RAHIM

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when DFW ORGUN UNION posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to DFW ORGUN UNION:

Share