09/13/2025
د اطلاعیه لیک
په ډېر درناوي،
نن د افغان کمیونټي کرونا انلینډ امپایر اتحادیې په نوښت، د کرونا نارکو جومات کې له لمانځه وروسته د کونړ ولایت د زلزله ځپلو کورنیو د مرستې لپاره صندوق ایښودل شوی و. د دې اقدام په نتیجه کې یو اندازه پیسې د مومنانو له لوري راټولې شوې.
موږ د ټولو هغو ورونو او خویندو مننه کوو چې په دې نېک کار کې یې برخه واخیسته. دا کار به یوازې د نن لپاره محدود نه وي، بلکې زموږ اتحادیه به دا لړۍ نورو سیمو او جوماتونو ته هم وغځوي.
په پای کې به ټولې راټولې شوې مرستې د یو شفاف او منظم پلان له مخې د کونړ د زلزله ځپلو خلکو ته ورسول شي. د مرستو د مقدار او د وېش د څرنګوالي بشپړ معلومات به له ټولو خلکو سره شریک شي.
د الله تعالی له دربار څخه د ټولو مرسته کوونکو لپاره د اجر عظیم غوښتنه کوو.
په درنښت
افغان کمیونټي کرونا انلینډ امپایر