Rågsved Moske

Rågsved Moske Islamic Center Sweden (ICS)
مرکز اسلامی افغانها در سویدن
په سویډن کې د افغانانو اسلامي مرکز

بسم الله الرحمن الرحیم

دسویډن داسلامي مرکز

کړنلاره(اساسنامه)
دکایناتو دستر څښتن شکر پر ځاې کووچی موږ ته یی دخپلې بندګۍ او بندګانو ته دچوپړ کولو توفیق راپه برخه کړاو دخپلو بندګانو دلارښوونې لپاره یې لارښوونکي(پیغمبران) راولیږل.
دڅښتن تعالا پر سپیڅلي لارښود حضرت محمد(ص) هم درود چې دیو بشپړ دین په راوړلو سره یې موږ له بې لاریتوب او ګمراهۍ وژغورلو او پر سمه لار یې برابر کړو.
سمه لار دپیغمبرانو او نی

کو بندګانو لار،پرالهي نعمتونو دلورول شویو لار،پر همدې لار مزل کولو موږ دې ته اړ کړو چې دټولو اسلامي او دیني خدمتونو دترسراوي په موخه اسلامي مرکز او ترڅنګ یې دخپل پلرني ټاټوبي نه لرې افغانانو داسلامي او کلتوري مراسمو دتر سره کولو لپاره پر ټولو اړینو اسانتیاو سمبال جومات جوړ کړو.
څرګنده ده چې هر مرکز دځانګړې کړنلارې لروونکی وي دا مرکز هم دنورو هغو جلا نه دی هڅه مو وکړه چې له اوږدو بحثونو او سلا مشورو وروسته په درې ژبو پښتو ،دري او سویډني دهغه چا لپاره چې غواړي ددې مرکز غړیتوب تر لاسه کړي او یا یې پخواني غړی دی کړلار چمتو کړو.چې دهغوې لپاره دبنسټ په توګه وي.
دا کړلار په شپږ څپرکو او یوویشت مادو کې چمتو شویده.
لومړی څپرکی
ځانګړتیاوې:
ددی بنسټ نوم دسویډن اسلامي مرکز دی چې په پښتو کې یې لنډیز(سام) په دري کې (ماس) او په سویډني ژبه کې (ای،سي ،اس) دی .
دویمه ماده:
ددې بنسټ مرکز دسویډن هیواد په پلازمینه (استکهلم) کې دی.
دریمه ماده:
دسویډن اسلامي بنسټ یو اسلامي او کلتوري ارګان او ټول فعالیتونه یې بې پرې او غیر سیاسي دي او په هیڅ سیاسي ګوند او یا سازمان پورې تړاو نه لري.
دریم څپرکی
موخې
څلورمه ماده:
ټولو غړو په ځانګړې توګه سویډن میشتو ته له هر ډول ژبني،قومي،سمتي او نورو توپیرونو پرته په مساوي ډول د اسلامي او کلتوري اسانتیاو برابرول.
پنځمه ماده:
ددیني او اسلامي زده کړو او دغه راز دافغانستان درسمي ژبو او داسانتیاو دشتون په صورت کی دنورو ژبو دزده کړې دلارو چارو برابرول.
شپږمه ماده:
دکتابونو او نورو مالوماتو دچمتو کولو له لاری داسلامي پوهې دکچی په لوړولو کې هلې ځلې او دبسنټ پر ویب پاڼه کې ددیني مطالبو خپرول.
اوومه ماده:
له نورواسلامي او افغاني بسنټونو سره کاري ملګرتیا .
اتمه ماده:
په دیني ،اسلامي او نورو چارو کې میرمنو ته دفعالیت کولو دلارو چارو او اسانتیاو برابرول.
نهمه ماده:
دجنازو،فاتحې مراسمو او قران دختمونو لپاره داسانتیاو برابرول.
دریم څپرکی
تشکیلات
لسمه ماده:
اسلامي بنسټ دلاندې تشکیلاتو لروونکی دی
الف:عمومي مجمع.
عمومي مجمع په اسلامي بنسټ کی دپریکړې تر ټولو لوړ ارګان دی چې په کال کی یو ځل د ډسمبر په میاشت کې جوړیږي.خو په بیړني حالت کې داجرایه شورا دغوښتنې له مخې له ټاکل شوې نیټې وړاندې هم جوړیداې شي داسلامي مرکزدعمومي مجمع بنسټیزه دنده داړوندو شوراګانو او پر چارو دڅارونکي کمیسون د کالني کاري رپوټ څیړنه او اوریدل،په عمومي مجمع کې داجرایه شورا مسولیت او نه مسولیت دڅارنې دګومارل شوي کمیسون درپوټ له مخې منل کیږي دغه راز د رڼو ټاکنو له لارې نوې اجرایه شورا جوړیږي.دعمومي مجمع دکالنۍ غونډې نه یوه میاشت وړاندې او دبیړنۍ غونډې نه دوه اوونی وړاندې غړو ته خبر ورکول کیږي.په غونډه کې دنیمایی غړو ګډون دغونډې دجوړیدو لپاره بنسټیز شرط ګڼل کیږي.
ب:اجرایه شورا
یو اجرایوي ارګان دی چې دعمومي مجمع پریکړې او داسلامي بنسټ کړلار عملي کوي اجرایه شورا له لاندې څانګو جوړه شوې ده.
- ویاند
- اجرایوي مرستیال
- دښوونې او روزنې او فرهنګي چارو څانګه.
- منشي
- دمالي چارو څانګه
- دبهرنیو اړیکو څانګه
- دخپرونو او ویب پاڼې څانګه
- دپیغلو څانګه
- دځوانانو ځانګه
ج: دڅارنې کمیسون
دڅارنې کمیسون داسلامي مرکز دکړنو دڅرنګوالي،دعمومي مجمع دپریکړو او کړلارې دپلې کیدو او په ځانګړې توګه له مالي چارو څارنه کوي.
د: دټاکنو کمیسون
دا کمیسون دنده لري چې دعمومي مجمع له جوړیدو وړاندې داجرایه شورا لپاره وړ او مناسب نوماندان غوره او د رڼو ټاکنو دترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.
یوولسمه ماده:
داجرایه شورا دندې او واکونه
دکړلارې دموخو پلې کول،دعمومي مجمع دپریکړو پلې کول،مالي او اداري کړنې تر سره کول،دمالي بنسټ دپیاوړي کولو په موخه دبسپنو راټول او دمرستو راجلبول،دجومات او اسلامي مرکز دشتمنیو ساتنه،دکاري لومړیتوبونو په ګوته کول،له نورو سازمانونو سره داړیکو ساتل داجرایه شورا دبنسټیزو دندو څخه دي.
دولسمه ماده:
داسلامي مرکز ویندوې،مرستیالان او دمالي چارو مسول دهر ډول تړونونو په ترسره کولو کې واکمن دي خود رسمي ادارو پر واړندې به دخپلو کړنو ځواب هم ورکوي.
دیارلسمه ماده:
دټاکنو کمیسون باید د اجرایه شورا دنوماندانو په غوره کولو کې لاندې ټکو ته پام وکړي.
ویندوې،مرستیالان او دڅانګو مشران باید کاري وړتیا ،سپيڅلی مالي(مخینه)سابقه او غوره اخلاق ولري او دغه رازپه دندو کې مسولیت منوونکې وي.
څلورم څپرکی
غړیتوب
څوارلسمه ماده
په اسلامي مرکز کې غړیتوب خپل خوښی(داوطلبانه) دی هر مسلمان چې د اوولس کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي کولاې شي دلاندې شرایطو په پام کې نیولو سره داسلامي مرکز غړیتوب تر لاسه کړي.
۱- داسلامي مرکزدکړلارې ټولې مادې ومني او ځان دهغه پلې کولو ته ژمن وبولي.
۲- میاشتنۍ ونډه ورکړي(کوچنیان او تنکي زلمیان له ونډې ورکولو معاف دي خوکه غړیتوب تر لاسه کړي درایې ورکولو واک به ورسره نه وي)
پنځلسمه ماده:
داسلامي مرکز هر غړی هر وخت چې وغواړي اجرایه شوراته دغوښتنلیک په وړاندې کولو سره دمرکز له غړیتوبه وتلاې شي.
شپاړسمه ماده:
داسلامي مرکز هر غړی چې درې میاشتې خپله میاشتنۍ ونډه ورنکړي غړیتوب یې ځنډول کیږي خو که خپله میاشتنۍ ونډه ورکړي غړیتوب یی بیرته خپل لومړني حالت ته ورګرځي.
اوولسمه ماده:
۱- داسلامي مرکز ټول غړي برابر حقونه او د انتخابونې او انتخابیدو حق لري.
۲- داسلامي مرکز غړي هغه مهال په عمومي مجمع کی دګډون جق تر لاسه کوي چې له غونډې درې میاشتې وړاندې یې دمرکز غړیتوب تر لاسه کړی او خپله میاشتنۍ ونډه یې ورکړې وي.
پنځم څپرکی
ړنګول
اتلسمه ماده
دسویډن اسلامي مرکز په دوه حالتونو کې ړنګیږي (په خپله خوښه ړنګول او له ناچارۍ ړنګول.)
الف:خپل خوښی ړنګول.
داسلامي مرکز دغړو له دریو نه د دوه برخو په وړاندیز دمرکز ړنګول شوني دي.
ب: په ناچارۍ ړنګول
دمرکز دغړو دشمیر دکموالي له امله چې مرکز له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي او دا ستونزه حل لاره ونلري مرکز ړنګیداې شي.
نولسمه ماده
که په پورتینو دواړو حالتونو کې اسلامي مرکز ړنګ شي نو دحسابونو دپاکونې په موخه یو درې کسیز پلاوی ګومارل کیږي.پلاوی دنده لري چې داسلامې مرکز ړنګیدل په رسمي بڼه رسمي جریدې ته رپوټ ورکړي او دمرکز ټوله شتمني یو بل وړ او مستحق مرستندویه مرکز ته وسپاري
شپوم څپرکی
مالي سرچینې او بېلابېل حکمونه
شلمه ماده
داسلامي مرکز اقتصادي بنسټ دغړو دمیاشتنۍ ونډې ،دشتمنو شخصیتونو پر مرستو،دصندوق له ګټې،دښوونیزو او کلتوري فعالیتونو دګټې او دنورو مرسته کوونکو بنسټونو پر مرستو پياوړی کیږي.
تر لاسه شوې روپۍ پر کرایه،دبرښنا پر لګښت،دښونیزو فعالیتونو لپاره داړینو توکیو پر اخیستلو او داسلامي مرکز لپاره پر نورو اړینو چارو لګول کیږي.
یوویشتمه ماده:
دسویډن اسلامي مرکز په خپل چوکاټ کې یو جومات لري چې دا جومات په ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه افغانانو پورې اړه لري.له جومات نه هر ډول ناوړه ګټه پورته کول او یا د یو تن او یایوی ډلې له لورې په ځان پورې تړل نا شونې او داسلامي او پیغمبري اصولو خلاف دي
دوه ویشتمه ماده
دا کړلار په شپږو څپرکواو دوه ویشتو مادو کې په مخکنۍ کړلار کې دتعدیل او بیا کتنې وروسته دعمومي مجمع په غونډه کې چې په ( ۲۰۱۲/۱۲/۳۰) نیټه جوړه شوې وه درایو په اکثریت تصویب او ومنل شوه.

Surat Yunus
03/03/2026

Surat Yunus

Sheikh Hassan Zeinhoum (Juz-11, Surat - Yunus)

10/06/2024

سلام عليکم ورحمته الله

د افغانانو جومات د ادارې مسئولین ټولو مسلمانانو او خپلو افغان وروڼو او خویندو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوي او تاسو ته د خوشحالۍ او نېکمرغۍ ډکه عید غواړي. همچنان، تاسو ته په اطلاع رسوو چې شنبه د عرفات ورځ ده او یکشنبه د ۲۴/۰۶/۱۶ نیټې سره سمون لري چې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د دې مناسبت په ویاړ، لاندې وختونه د د عید لمونځ د ادا کولو لپاره ټاکل شوي دي:
اول ځل: سهار ۸ بجې
دوهم ځل: سهار ۹ بجې
درېیم ځل: سهار ۱۰ بجې

له خپلو ګرانو وروڼو او خویندو څخه هیله کوو چې د پارکینګ د ستونزو په پام کې نیولو سره، په ټاکل شوو وختونو کې تشریف راوړئ او د جومات اصول او مقررات په نظر کې ونیسئ. ستاسو په ټاکل شوو ساعتونو کې حضور نه یوازې د مراسمو نظم او ترتیب ته مرسته کوي، بلکه د تګ راتګ او پارکینګ د ستونزو په حل کې هم ګټور دی.

موږ له تاسو څخه غواړو چې د جومات د قوانینو په رعایت کولو او همکارۍ سره، دا لوی اسلامي مناسبت په آرامۍ او خوشحالۍ سره تېر کړئ او د دې عید له برکتونو څخه برخمن شئ.

په درنښت او ټولو تاسو ته د برکت او خوشحالۍ ډک عید په هیله،
د افغانانو جومات مسئولین

Adress

Hardemogatan 1
Stockholm
12467

Aviseringar

Var den första att veta och låt oss skicka ett mail när Rågsved Moske postar nyheter och kampanjer. Din e-postadress kommer inte att användas för något annat ändamål, och du kan när som helst avbryta prenumerationen.

Kontakta Organisationen

Skicka ett meddelande till Rågsved Moske:

Dela