02/11/2023
د پښتو مظلوم شاعر
عبدالحمید بابا پښتو شاعرۍ کښې د نازک خیالۍ بابا آدم دے او د خوشحال خان خټک بابا د پښتونولۍ او د ستر رحمان بابا د تصوفی مکتب فکر نه پس د نازک خیالۍ او باریک بینۍ سبک د پښتنو سره د معارفی کولو اعزاز هم د حمید بابا ته حاصل دے. د متقدمینو نه واخله تر متاخرینو پورې ټول محقیقن او د شعر پوهان په دې یوه خله دی چې پښتو شاعرۍ کښې داولنی نازک خیال او باریک بین شاعر بغیر د څۀ اختلاف نه حمید بابا دے. ټولو متقدمینو او متاخرینو د حمید بابا په نثری توګه هم او په منظوم شکل کښې هم د حمید بابا د کار او زیار نه صرف ستائنه کړې ده بلکه د نازک خیالۍ د سبک دستار ئې هم د حمید بابا په سر کړے دے.
نۀ پوهېږم چې د ننی دور خود ساخته محققينو ته د حمید بابا نه داسې کوم حساسيت دے چې اول خو ئې تذکره ګناه کبیره ګڼی او کۀ بیا ئې چرته ذکر هم کوی نو داسې ځائېږی ته ئې راکوز کړی چرته چې هغه شاعران د حميد بابا نه وړاندې کړی چا چې به خپل ژوند کښې پۀ خپله د حمید بابا د احترام جوګه ګڼلے دے او د حمید بابا احترام ئې کړےهم دے او د هغوی ټولو د کلامونو داخلی شهادتونه د دوی نه پټ هم نۀ دی........