21/03/2026
ایا “اختر” او “نوروز” یو شی دئ ؟
سږ کال اختر او نوروز پر یوۂ ځای راغلل۔ د خوشحال بابا پہ ژوند کې ھم یو ځل اختر او نوروز یو ځای راغلي وو۔ خوشحال بابا وایي۔
راغلۀ اختر او ،نو روز همغاړي
مېنا خندا کا، چغانه ژاړي
ساقي دا وخت دئ ، چي توبه نغاړي
وما يې راکړه ، زړۀ مې می غواړي
ځینې خلک وایي اختر پہ اصل کې “یخ تر یا یختېر” دئ ولې چي نوروز د یخ لہ تېرېدو وروستہ پہ 21 مارچ پیل کیږي ځکہ نوروز او اختر یو شی دئ۔
دا دعوہ څېړنہ او ثبوت غواړي خو پہ لیکلي پښتو ادب کې لہ څلور پنځۂ سوہ کلونو “اختر” او “نوروز” جدا جدا استعمال شوي دي۔