19/09/2025
تېره ورځ پۀ اسلاميه کالج پوهنتون کښې د BSO صدر وقارالمک پۀ هداياتو د سينئر نائب صدر زبېر احمد زاد پۀ سر پرستۍ کښې نور حبیب او زبېر احمد زوبي يوه غونډه راجوړه کړې وه-
دغه غونډه پۀ درې فوائنټس ايجنډا باندې وه (۱) بد امني (۲) اپرېشن (۳) تعليم - يادې غونډې ته ويناوال هم راغوښتل شوي وو چې پکښې فضل الامين اپريدے او کامران کمل شامل وو-
د غونډې د نظامت چارې داؤد قيام ترسره کړې-
د نننۍ غونډې باقاعده آغاز داؤد قيام د خداے پاک د سترې نامې نه وکړو او درې فوانټس ايجنډا ئې وړاندې کړه- د اېجنډي نه پس نور حبیب د مشر کوربه پۀ حېث د باجوړ پۀ موجوده صورت حال تفصیلي خبرې وکړې او راغلو مشرانو او ځوانانو ته ئې ستړي مشي او هر کلے ووئيل-
پۀ راغوښتل شوو ويناوالو کښې وړومبے کامران کمل پۀ خوږه او روانه لهجه کښې پۀ ايجنډا خپل خپل تاثرات وړاندې کړل- د کامران کمل نه پس فضل الامين اپريدي د تاريخي شاليد پۀ تناظر کښې خپل خيالات شريک کړل او د هغه نه پس د BSO جنرل سیکرټري زبېر احمد زوبي د ائين او قانون پۀ تناظر کښې ډېرې کوټلې خبرې وکړې- د غونډې پۀ اخير د بد امنۍ خلاف امن واک وشو او دغه نننۍ غونډه پايې ته ورسېده.
خبریال : وصال خان