20/12/2025
د افغان مهاجرینو د پام وړ یو څو مهمې خبرې
١-کله چې کډه وړۍ نو د هرڅه له مخې د خپلو ټولو کارتونو رنګینې فوټو کاپیانې اوباسۍ او ځان سره یې محفوظې وساتۍ
٢- کله چې تورخم ته رسیږۍ نو تورخم کې نادره لخوا درته په لاس ټاپه وهل کیږي کوشش اوکړۍ چې داټاپه درڅخه ورانه نشي کني افغانستان کې په هیڅ ډول ځان مهاجر نشۍ ثابت کولۍ
٣-کله چې د تورخم ګیټ څخه تیریږۍ نو په اول قدم کې به د ااا د چارواکو لخوا درته جوس اوبه بسکټ وغیره په خورا درنښت درکول کیږي او په خورا عزت به مو خپل هیواد ته په تللو هرکلې کیږي او پس د هغې به د استخباراتو د پوستې د اراکینو سره مخ کیږۍ هغوۍ به له تاسو داسوالونه کوي له کوم ځاۍ راغلۍ،کور کې څومره نفر یاست وغیره
٤-دې پسې به د مهاجرینو د له iomریاست،یونیسیار او
استازو سره مخ کیږۍ هغوۍ به هم معلومات درنه کوي او یوه غټه ورقه چې سکریننګ ورته ویل کیږي درکوي،دلته که ته پي او آر کارتونه لرې نو یونیسیارته معرفي کیږې او که اي سي کارتونه درسره وي یابیخي کارت نلرې نو دې iomصورت کې
ته معرفي کیږې
٥-پس له هغې درته د ااا لخوا مقرر شوي ګاډي منتظر ولاړوي هغه ګاډو کې مو تر عمري کمپ رسوي،عمري کمپ کې درته کمپلیکس جوړ دۍ ددغه کمپلیکس مخته مو له ګاډو کوزوي،نو د کډو خاوندان به هلته موجودې د نظم کمیټې ته تورخم کې ورکړل شوې فورمه ورکوي،د نظم کمیټه به یې انتري کوي او ټوکن به ورکوي،
٦-چې ټوکن ترلاسه کړۍ نور به نو کمپلیکس ته ننؤزۍ TKRکمپلیکس کې به د
په نوم فورمه درکول کیږي همدغه فورمه تاسو ته د نمرې یعني ځمکې او نورو کومکونو درکولو بینک اکاؤنټ وګڼۍ او خوندي یې وساتۍ
٧-له دې وروسته مو د کورنۍ د پنځلسو کلونو پورته غړو باییو میترک کیږي او د کورنۍ د غړو تعداد مو رسمآ له اړونده وزارت سره شریکیږي
٨-بیا درته سیمکارت درکوي چې د همدې سیمکارت په ذریعه به یونیسیار،دولتي iomادارې او
د کومک په اړه درسره رابطه کوي نو مهرباني اوکړۍ سیمکارت مو له ځان سره خوندي وساتۍ
٩-آيي او ایم دفتر به یوه توره پرچه درکوي چې دابه هم له ځان سره خوندي ساتۍ ولې چې د همدې پرچې له طریقه به کومک درسره کیږي او د آیي او ایم دفتر د عمري کمپ څخه بهر د ټول پلازې سره موقعیت لري
١٠-په یاد مو وي چې یونیسیار له هغو کورنیو سره مرستې کوي چې د کور سرپرسته یې زنانه وي او یاهم په کور کې معذور کس یا کسان ولرۍ نو که چکن د زنانه په سرپرستۍ کې وشي ممکن د ښه کومک حقدارشۍ
١١- پس له دې ستا داوسیدلو د ځاۍ په حساب کرایه درکول کیږي کور دې لرې دۍ یانږدې له هغه ځاۍ پورې کرایه عمري کمپ کې درکول کیږي مطلب د ګاډي کرایه
١٢-کله چې د کډې ګاډې روان شي د کمپ په اخري حدوداتو کې د ااا دولت لخوا د مالي کمیټې لخوا درسره نقدي مرسته کیږي که د کورنۍ غړي مو پنځه نفره وي لس زره افغانۍ درکول کیږي که له پنځو څخه مو د کور غړي کم وي نو د هر غړي په سر دوه زره افغانۍ درکول کیږي
١٣-کله چې خپل د اوسیدلو ځاۍ او کورته رسیږۍ نو کوشش اوکړۍ چې د سامان ځاۍ په ځاۍ کولو څخه وروسته مو خپلې د مهاجرت پرچې د مهاجرینو ریاست ته یوسۍ او هلته یې ثبت کړۍ ترڅو د ااا دولت لخوا د نمرو د ویش او کومکونو څخه پاتې نشۍ،ولې چې که مهاجرینو ریاست کې مو د مهاجرت پرچه ثبت نکړه نو د یونیسیار او نورو مؤسساتو له کومک څخه به محروم پاتې شۍ،،
١٤-عمري کمپ ته په تللو ښه په بهادرۍ سره د مربوطو چارواکو سره خبرې اوکړۍ ځکه چې عمري کمپ کې د قاري صاحب ذاهد په نوم داسې یو څوک شته چې خپله مهاجر پاتې دۍ،نهایت ایماندار،دیانتدار او مخلص شخصیت دۍ او دومره حد ته په مهاجرو خفه کیږي لکه خپل اولادونه او ورونه خویندې یې چې ورغلي وي او خصوصآ د کوهاټ مهاجرین خو دې بیخي نه خفه کیږي ځکه یاد قاري صاحب ستاسو د کوهاټ د مهاجرو له جملې څخه يو دۍ نو د ااا هریو چارواکې به مو په خورا درنښت هرکلې کوي،او خصوصآ یاد قاري صاحب او دقاري صاحب فرزند عصمت الله به مو د هرچا زیات خدمت او همکاري درسره کوي۔
١٥-او په آخره کې د ځینو افغان مهاجرینو پشان د تګ سره سم میډیا ته ددې ځاۍ د خلکو غیبت مکوۍ او بد ورپسې مه وایې ولې چې مونږ او تاسې اوه څلویښت کلونه پاکستان کې په خورا عزت وخت تیرکړ،ددې ځاۍ عوام الناس مونږ ته خپلو زړونو کې ځاۍ راکړې وو،که هرڅنګه وي داد همغه خلکو هیواد دې نو که ددې خلکو د هیواد پسې خبرې کوو نو ضروري ده زړونه به یې له مونږ خفه کیږي،دلته ټول خلک بد نه دي،ښه او بد هرچیرته پیداکیږي،نو باید مونږ او تاسې د خپلو ورونو د اوسیدلو ځاۍ ته سپکاوې ونکړو ځکه چې د پاکستان نوي فیصده خلک مونږ او تاسې پسې ډیر خفه دي او زمونږ لپاره یې د خپل حکومت سره ډیرې لانجې او ډیر سوالونه اوکړل،داچې حکومت مو نه پریږدي داسیاسي خبرې دي، دې کې زمونږ او د دوۍ وس نه رسیږي نو باید د هغه څه سزا چاته ورنکړو چې بیوسه وي ورکې نو مونږ او تاسې ډیر ښه وخت دلته تیر کړ باید ددې ځاۍ خلک په بد نوم یاد نکړو،که داخلک بد وۍ ولاکه دلته نه په تللو مونږ خفه شوي وۍ،داچې خفه کیږو وجه داده چې دې خلکو د ورونو پشان مینه راکړې ده
١٦-اخري خبره داچې ورونو افغانستان ته په تللو هیڅ خفه کیږۍ مه،مونږ د اسلام نارې وهلې الحمدالله مکمل اسلامي نظام نه برخه مندیو،مونږ ویل نهر دې وۍ غریبي دې وۍ خو چې امن وۍ او داسلګونه افغاني بچیان نه وژل کیداۍ نو نن الحمدالله کاملآ امن راغلۍ او هیڅ افغان بچۍ نه وژل کیږي،پاتې شوه د رزق خبره نو د چاخبره د لوږو هدیرې چرته هم نه دي جوړې،چې خوله یې راته سورۍ کړې رزق به هم رارسوي،د الله ج په وحدانیت او تمام مخلوق ته په رزق ورکولو ایمان ولرۍ،د الله ج هزارها قسم مخلوق دې یوازینې انسان دۍ چې مزدوري کوي نور هیڅ مخلوق مزدوري نکوي خو بیاهم د ورځې په منونو او ټنونو غوښه الله ج ورته رسوي هغه هم مکمل تر او تازه،وارخطاء نکړۍ خپل ګران هیواد ګران افغانستان ته ځو لخیره،الحمدالله چې خپل ګران او ودان افغانستان لرو
ملګرو پوسټ درسره شییر کړۍ چې ټولو مهاجرینو ورونو ته ګټه ترې ورسیږي،
مننننننننننننننننننننننننننننننه