12/03/2026
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۱مه د بریتانیا پارلیمان مخې ته یو لوی او سولهییز لاریون ترسره شو. په دې لاریون کې د پاکستان د فوځي واکمنۍ له لوري پر پښتنو افغانانو د روان ظلم، جبر او بشري حقونو د سرغړونو پر ضد د حق او عدالت غږ پورته شو.
پښتون ژغورنې غورځنګ پر افغانانو بې رحمانه او وحشي بریدونه پر خلاف په نړوال کچه غږ پورته کړ او دا کړنې د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو ښکاره نقض بولي.
پښتون ژغورنې غورځنګ له نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو غوښتنه وکړه چې دا بېګناه افغانانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي او د عامو خلکو په نښه کول ژر تر ژره ودروي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د نړیوالې ټولنې پام دې ته راواړاوه چې په استعماري پښتونخوا کې پښتانه لا هم د پاکستان د پوځ او د هغه له خوا جوړو شوو نیابتي ډلو له خوا له سختو ستونزو سره مخ دي. پوځي عملیات، ډرون بریدونه، هدفي وژنې او جبري بې درکه کول هغه کړنې دي چې له امله یې بېګناه پښتانه افغانان له کلونو راهیسې رنځ وړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ نړیوالې ټولنې او بشري حقونو بنسټونو ته غږ وکړ چې د پښتنو پر وړاندې د روانو جدي بشري سرغړونو په اړه عملي اقدامات وکړي. د بېلګې په توګه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، سپینږیری مشر حاجي عبدالصمد خان له ۱۵ میاشتو څخه زیات وخت راهیسې په ناقانونه توګه بندي دی.
همدارنګه، علي وزیر د پښتنو یو مخکښ سیاسي مشر، چې د پاکستان پوځ او د هغه نیابتي ډلو یې د کورنۍ ۱۸ غړي وژلي، له ۲۰ میاشتو زیات وخت راهیسې پرته له تورونو زنداني ساتل شوی دی. نوموړي په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۴۴ میاشتې په زندان کې تېرې کړې دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري بې درکه شوو فعالانو قضیې هم راپورته کړې. د PTM د سند صوبې کوآرډینېټر نورالله ترین او د غورځنګ ولایتي غړی حنیف پښتین نږدې ۱۲۰ ورځې کېږي چې بې درکه دي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته. دوی د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۲مه د Pakistan Tehreek-e-Insaf له لوري د سولې تر نامه لاندې جوړې شوې جرګې ته تللي وو، خو له جرګې د وتلو پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ اووه کسان په جبري توګه بې درکه کړل شول. خو چې د پېښور پوهنتون د محصلینو له اوږدو پرلتونو وروسته پنځه تنه خوشې شول، خو دوه تنه نورالله ترین او حنیف پښتین لا هم ورک دي.
همدارنګه د PTM زرګونه فعالان د پاکستان حکومت د Schedule 4 په نوم لېست کې شامل کړي دي، چې له امله یې د هغوی د تګ راتګ، سیاسي فعالیتونو او مدني حقونو سخت محدودیتونه رامنځته شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځل بیا له نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو غوښتنه کوي چې د پښتنو افغانانو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي، د عامو خلکو په نښه کول ژر تر ژره ودروي، جبري بې درکه کول پای ته ورسوي او د عدالت د ټینګښت لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.
د بریتانیا پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري به یو رسمي خط د بریتانیا لومړی وزير کیر سټارمر ته وسپارل شي. دغه خط کاپۍ به د بریتانیا ټولو د پارلمان غړو (MPs)، د بریتانیا پارلیمان او همدارنګه په بریتانیا کې مېشتو بېلابېلو سفارتونو ته هم ولېږل شي.
د دې لیک موخه دا ده چې نړیواله ټولنه د پاکستان له لوري پر افغانانو پښتنو د روان ظلم، جبر او د بشري حقونو د جدي سرغړونو څخه خبره شي او د دې وضعیت پر وړاندې جدي پاملرنه او اقدام وشي.