Doctor Arifah Zadran

Doctor Arifah Zadran Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor Arifah Zadran, Islamabad.
(1)

په ډاکټرۍ کې خورا مزې او ګټې دي، څوک ساعت⌚️ راکوي، څوک ایپاډ📱راته ډالۍ کوي او څوک لېپټاټ 💻 راته راوړي، وړمه ورځ یو چا راته ویل: عارفې! اپل واچ سره څنګه یې؟ خوښ دې دی؟ ما وې: ولې نه! اتي بله ورځ یې اپل واچ ⌚️ راته ډالۍ کړ.

01/06/2026

یو کرېټ امونه مې وپېرل، هټيوال د امو خرابو ځایونو باندې سټیکرونه لګولي وو!

د ځمکې پر سر یوازېنی ځای، چې شتمن، نېستمن، عرب او عجم ټول یو ډول پکې راغونډ وي، ټولو يو ډول دوې ټوټې سپین احرام تړلی وي ...
31/05/2026

د ځمکې پر سر یوازېنی ځای، چې شتمن، نېستمن، عرب او عجم ټول یو ډول پکې راغونډ وي، ټولو يو ډول دوې ټوټې سپین احرام تړلی وي او د الله سبحانه وتعالی په عبادت بوخت وي.

31/05/2026

قبرپرستانو دا افسانه هم مشهوره کړې وه، چې د امام بخاري د قبر له خاورو به خوشبویي راوتله، دوی د دې پر ځای چې د هغه تالیف شوی کتاب (صحیح بخاري) مطالعه کړي، عمل پرې وکړي او خلکو ته یې تدریس کړي، تر څو خلک په حقیقي دین خبر شي، له خرافاتو، شرکیاتو او بدعتونو راوګرځي او د توحید په مسایلو پوه شي؛ د هغه پر ځای یې خلک په دغسې درواغو کیسو بوخت کړي ول، چې د امام بخاري له قبره خوشبويي راوځي، د پلاني بابا پر قبر د شپې څراغونه لګېږي او د پلاني بزرګ د قبر خاوره خورده ده!
اسلام کې قبر صرف د ښخېدو ځای ته ویل کېږي، یوه ژوره کنده ده، هلته مړی ایښودل کېږي او بیا خاورې پرې اړول کېږي. کوم بل ځانګړی تعریف او ځانګړنه نه لري، نه خوشبويي ترې راوځي، نه څراغونه پرې لګېږي او نه کومه بله ځانګړتیا لري، نه قرآن او سنتو کې د قبرونو د ځانګړتیا په اړه کوم آیت یا حدیث شته، بل دا چې که غواړئ، عملي تجربه وکړئ، مدینه منوره کې د جنت البقیع په نامه هدیرې ته ولاړ شئ، چېرته چې سلګونه صحابه، تابعین او د اهلبیت غړي ښخ دي، نه به هلته خوشبویي محسوس کړئ، نه به د شپې څراغونه ووینئ او نه به نور کرامات.

30/05/2026

د رسول الله ﷺ له قبر پرته، نور د هېڅ یوه پیغمبر قبر یقیني نه دی مالوم، البته ځینو هېوادونو کې یې د تجارت او مشتریانو جلبولو لپاره ځینې قبرونه ځینو پیغمبرانو ته منسوب کړي، خو هغه کوم ثبوت نه لري، لکه بلخ ولایت کې چې یې یو قبر علي رضي الله عنه ته منسوب کړی.
لنډه دا چې، اسلام کې قبر هېڅ کوم معنوي ارزښت، فضیلت یا اغېز نه لري، چې څوک دی، چېرته ښخ دی او څنګه زیارت پرې جوړ شوی، بلکې حدیثونو کې د زیارت یا قبر پوخ جوړولو څخه منع راغلې، که یې ارزښت درلودای، الله تعالی به د ټولو انبیاوو علیهم السلام قبرونه تر قیامته خوندي ساتلي وای. که ارزښت لري، هغه د الله دین دی او په هغه عمل کول دي.
نبي، رسول، صحابي او اولیاء چې وفات شي، معجزه او کرامات یې هم وفات شي، نه هغوی زموږ خبرې اوري، نه زموږ په حالاتو خبرېږي او نه یې ژوندیو ته کومه ګټه یا زیان رسېږي، یوازېنی تلپاتی ژوندی ذات الله دی.
بخاري کې د ابو بکر رضي الله عنه هغه تاریخي جمله روایت شوې، چې د رسول الله ﷺ د وفات پر مهال یې ویلې وه: "من كان يعبد محمدًا فإن محمدًا قد مات، ومن كان يعبد الله فإن الله حي لا يموت"
چا چې د محمد ﷺ عبادت کاوه، نو محمد ﷺ وفات شو، او چا چې د الله عبادت کاوه، نو الله ژوندی دی او هېڅکله نه مري.

29/05/2026

مدینه کې ډېر داسې ځایونه او واړه جوماتونه دي، چې ویل کېږي، هلته رسول الله ﷺ لمونځ کړی یا یې لمونځ ورکړی، هلته خلک ورځي او نفلونه کوي.
په دین کې عبادت او فضیلت توقیفي دی، یانې د کوم عبادت، عمل یا ځای د فضیلت په اړه چې قرآن او سنت کې ثبوت وي، د هغه فضیلت ثابتېږي، که ثبوت نه وي، له ځانه ورته ثواب یا تقدس ټاکل یا متبرک ګڼل بدعت دی، مثلاً: حدیث کې مسجد الحرام، نبوي مسجد، مسجد اقصی او مسجد قباء کې د لمانځه فضیلت راغلی، چې تر نورو ځایونو هلته لمونځ ډېر فضیلت لري، موږ یې ځکه منو، چې حدیث کې یې ثبوت شته، خو نور هغه ځایونه، چې رسول الله ﷺ لمونځ پکې کړی او د کوم ځانګړي فضیلت یادونه یې نه وي کړې، هلته لمونځ کول کوم ځانګړی ثواب یا فضیلت نه لري.

28/05/2026

فېسبوک کې د اختر مبارکۍ پوسټ باندې کمینټ او لایک فرض کفایي دی، یانې که په زرګونو ملګرو کې دوه-درې ملګري لایک او کمینټ درکړي، د پاتې ملګرو غاړې هم خلاصېږي.
اختـــر مو نېکمرغه!

27/05/2026

څومره چې انسان لویېږي، هغومره ورسره د اختر خوشالي کمېږي.

27/05/2026

لوی اختر مو مبارک شه! الله دې موږ و تاسې ته د ایمان مبارکي راکړي.

26/05/2026

پخوا زموږ ځینې خلک په دې باور وو، چې د لوی اختر ورځو کې د روغبړ پر مهال د مقابل لوري بټه ګوته کښېکاږئ، کېدای شي خضر علیه السلام وي، که خضر و دعا ترې وغواړئ، دوی به ویل، د خضر یوه نښه دا ده، چې بټه ګوته یې هډوکی نه لري! د دغه خرافاتي باور تایید مې ان د ځینو ملایانو له خولې هم اورېدلی و.
خلکو کې مشهوره ده، چې خضر علیه السلام تر اوسه ژوندی دی، حال دا چې دغه خبره بې بنسټه ده، نه یې قرآن کې دلیل شته او نه سهي حدیثونو کې. خضر علیه السلام د موسی علیه السلام زمانه کې یو نبي و، نورو نبیانو او رسولانو غوندې دی هم وفات شوی دی.

26/05/2026

موږ داسې خلک هم لرو، چې خپله به ښه مجلل او لوکس ژوند کوي، هغه مهال یې غریبان نه وي په یاد، د نورو خلکو د حج او عمرې پر وخت یې غریبان ورپه یاد شي او د مهربانۍ حس یې راوپارېږي.

Address

Islamabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor Arifah Zadran posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share