د افغان محصلینو اتحادیه - اتحادیه محصلین افغان - Iiui.asu

  • Home
  • Pakistan
  • Islamabad
  • د افغان محصلینو اتحادیه - اتحادیه محصلین افغان - Iiui.asu

د افغان محصلینو اتحادیه - اتحادیه محصلین افغان - Iiui.asu وطن رڼا کوو || وطن آرزوست مارا

03/06/2026

د افغان محصلینو اتحادیې له لوري د «اتحاد» په نوم د والیبال په زړه پورې ټورنمنټ ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر محصلینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.
د دې سیالیو موخه د محصلینو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او سپورتي روحیې پیاوړتیا وه. ګډونوالو لوبډلو په لوړه حوصله او غوره لوبو سره د سیالیو ښکلا نوره هم زیاته کړه.
د ټورنمنټ په جریان کې لیدونکو د لوبغاړو له غوره فعالیتونو هرکلی وکړ او د ورته ورزشي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د افغان محصلینو اتحادیې مسؤلینو وویل چې د داسې سیالیو جوړول د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د سالمې سیالۍ د رامنځته کولو لپاره مهم رول لري.
په پای کې بریالۍ لوبډله وستایل شوه او غوره لوبغاړو ته د یادګاري ډالیو او ستاینلیکونو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.

هجران نظري
افغان محصلینو اتحادیی نشاطاتو مسؤل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تورنمنت والیبال تحت نام «اتحاد» از سوی اتحادیه محصلین افغان برگزار شد که در آن شمار زیادی از محصلان و ورزشکاران اشتراک داشتند.
هدف از برگزاری این رقابت‌ها، تقویت روحیه همبستگی، برادری و فرهنگ ورزش میان محصلان عنوان شده است. تیم‌های اشتراک‌کننده با اجرای بازی‌های جذاب و رقابتی، فضای پرشور ورزشی را به نمایش گذاشتند.
در جریان این مسابقات، تماشاگران از عملکرد خوب بازیکنان استقبال کرده و خواهان ادامه چنین برنامه‌های ورزشی شدند.
مسئولان اتحادیه محصلین افغان می‌گویند برگزاری این‌گونه رقابت‌ها نقش مهمی در رشد استعدادهای جوانان و ایجاد رقابت سالم میان آنان دارد.
در پایان، از تیم قهرمان تقدیر به عمل آمد و با اهدای جوایز و لوح‌های سپاس به بازیکنان برتر، این تورنمنت به کار خود پایان داد.

هجران نظري
مسؤل نشاطات اتحاديه محصلین افغان

01/06/2026

د نیکمرغه لوی اختر د قرباني ويډيوي راپور.
راپور ویدیوی قربانی عید قربان.
27/05/2026

د لوی اختر مبارکي پیغامد نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام‌آباد د افغان محصلینو اتحادیې د رئیس او اجرائیه غړو له لوري، ټولو اف...
28/05/2026

د لوی اختر مبارکي پیغام

د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام‌آباد د افغان محصلینو اتحادیې د رئیس او اجرائیه غړو له لوري، ټولو افغان محصلینو، دوستانو او درنو هېوادوالو ته د لوی اختر د را رسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.

لوی اختر د قربانۍ، صبر، یووالي، ورورولۍ او امید پیغام دی. هیله لرو چې دا مبارکې ورځې ستاسو ژوند له خوښیو، برکتونو، بریاوو او سولې څخه ډک کړي.

ګرانو افغان محصلینو!

موږ ستاسو حالت، ستونزې او اندېښنې په بشپړ ډول درک کوو، په ځانګړي ډول هغه محصلین چې د تحصیلي ویزو له جدي ستونزو او قانوني خنډونو سره مخ دي. موږ پوهېږو چې دا وضعیت ستاسو لپاره اندېښمنوونکی او ستونزمن دی. خو باور ولرئ چې د افغان محصلینو اتحادیې مشرتابه او اجرائیه غړو تل هڅه کړې او بیا به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، څو ستاسو غږ اړوندو ادارو ته ورسوي او د دغو ستونزو د حل لپاره ممکنه لارې چارې ولټوي.

په دې مبارکو ورځو کې، راځئ چې یو بل ته د امید، یووالي او همکارۍ لاس ورکړو، او په ګډه د خپلو حقونو او روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړو.

الله تعالی دې زموږ عبادتونه، قربانۍ او دعاګانې قبول کړي، او زموږ هېواد افغانستان او ټولو افغان محصلینو ته دې امن، بریا او استقامت نصیب کړي.

په درنښت

صدیق شریعتي
رئیس د افغان محصلینو اتحادیه
نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام‌آباد
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیام تبریکی عید قربان

از طرف رئیس و اعضای اجرائیه اتحادیه محصلین افغان پوهنتون بین‌المللی اسلامی اسلام‌آباد، فرارسیدن عید سعید قربان را از صمیم قلب به تمامی محصلین افغان، دوستان و هموطنان گرامی تبریک و تهنیت عرض می‌نماییم.

عید قربان پیام‌آور فداکاری، صبر، همبستگی، برادری و امید است. امید داریم که این روزهای مبارک، زندگی شما را سرشار از خوشی، برکت، موفقیت و صلح سازد.

محصلین گرامی افغان!

ما وضعیت، مشکلات و نگرانی‌های شما را به‌گونه کامل درک می‌کنیم، به‌ویژه آن‌عده از محصلینی که با مشکلات جدی ویزه تحصیلی و موانع قانونی روبه‌رو هستند. ما می‌دانیم که این وضعیت برای شما نگران‌کننده و دشوار است. اما باور داشته باشید که رهبری و اعضای اجرائیه اتحادیه محصلین افغان همواره تلاش نموده‌اند و بازهم به تلاش‌های خویش ادامه خواهند داد تا صدای شما را به نهادهای مربوطه برسانند و برای حل این مشکلات، راه‌های ممکن را جستجو نمایند.

در این روزهای مبارک، بیایید دست امید، همبستگی و همکاری را به یکدیگر بدهیم و در کنار هم برای حقوق و آینده روشن خویش تلاش کنیم.

الله متعال عبادت‌ها، قربانی‌ها و دعاهای ما را قبول فرماید و به کشور ما افغانستان و تمام محصلین افغان، امنیت، موفقیت و استقامت نصیب گرداند.

با احترام

صدیق شریعتي
رئیس اتحادیه محصلین افغان
پوهنتون بین‌المللی اسلامی اسلام‌آباد

27/05/2026

په پاکستان کې افغان زده کړيالان هلکان او نجونې وايي، دوی په پاکستان کې د ويزو د نه نوې کېدو له ستونزې سره مخ دي، چې له کبله یې د دوی په خبره د سياسي بنديانو په څېر ژوند کوي.
https://afintl.com/pa/202605263718

26/05/2026

د افغان محصلینو اتحادیه خپل جدي کوښښ کوي ترڅو د محصلینو د ویزو ستونزه حل او د هغوی راتلونکی خوندي کړي، او خپلو هڅو ته به په پوره ژمنتیا دوام ورکړي.

موږ د هر ډول حالاتو، ستونزو او فشارونو پر وړاندې لکه غر ولاړ یو، او د خپلو محصلینو د حقونو د دفاع لپاره به هېڅکله شاته نه شو.

له بده مرغه، د تحصیلي ویزو موضوع اوس یوازې یوه اداري ستونزه نه ده پاتې شوې، بلکې تر ډېره یې سیاسي بڼه خپله کړې ده. د بېلابېلو هېوادونو سیاستونه، سیمه‌ییز حالات او وروستي بدلونونه د افغان محصلینو پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی.

سره له دې ټولو ننګونو، اتحادیه هڅه کوي چې د قانوني لارو، رسمي اړیکو او دوامدارو مذاکراتو له لارې د محصلینو ستونزې تر اړوندو ادارو ورسوي او د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

موږ له ټولو محصلینو غوښتنه کوو چې خپل یووالی، حوصله او باور وساتي، ځکه چې دا ستونزه د ګډو هڅو او همغږۍ له لارې حل کېدای شي. اتحادیه به تر وروستۍ شېبې د خپلو محصلینو ترڅنګ ولاړه وي او د هغوی غږ به پورته کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اتحادیه محصلین افغان جدی‌ترین تلاش‌های خود را برای حل مشکل ویزه‌های تحصیلی و حفظ آینده محصلین ادامه می‌دهد و با تعهد کامل به این روند ادامه خواهد داد.

ما در برابر هرگونه شرایط، مشکلات و فشارها مانند کوه استوار ایستاده‌ایم و هرگز از دفاع حقوق محصلین خود عقب‌نشینی نخواهیم کرد.

متأسفانه، موضوع ویزه‌های تحصیلی دیگر تنها یک مشکل اداری نیست، بلکه تا حد زیادی رنگ و بوی سیاسی به خود گرفته است. سیاست‌های کشورهای مختلف، وضعیت منطقه و تحولات اخیر، تأثیر مستقیم بر وضعیت محصلین افغان گذاشته است.

با وجود تمام این چالش‌ها، اتحادیه تلاش می‌کند تا از راه‌های قانونی، روابط رسمی و مذاکرات دوامدار، مشکلات محصلین را به نهادهای مربوطه رسانده و برای حل آن اقدامات عملی انجام دهد.

ما از تمام محصلین می‌خواهیم که اتحاد، حوصله و اعتماد خود را حفظ کنند، زیرا این مشکل تنها از طریق همکاری و همبستگی مشترک قابل حل است. اتحادیه تا آخرین لحظه در کنار محصلین خواهد ایستاد و صدای آنان را بلند خواهد کرد.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
The Afghan Students Union is making most serious efforts to resolve the issue of student visas and secure the future of Afghan students, and it will continue its efforts with full commitment.

We stand firm like a mountain against every challenge, difficulty, and pressure, and we will never step back from defending the rights of our students.

Unfortunately, the issue of student visas is no longer just an administrative matter; it has increasingly become a political issue. The policies of different countries, regional conditions, and recent developments have directly affected the situation of Afghan students.

Despite all these challenges, the Union is striving to raise students’ concerns with the relevant authorities through legal channels, official communication, and continuous negotiations, while taking practical steps toward a solution.

We ask all students to maintain their unity, patience, and trust, because this issue can only be resolved through collective efforts and solidarity. The Union will stand beside its students until the very end and will continue to raise their voice.

بهرني مداخلات په افغانستان کې قومي بیلتون ته ډېره لمنه وهي، قومي نفرت په سرعت سرايت کوي او ډیري ځوانان په دې کرغيړنه لوم...
26/05/2026

بهرني مداخلات په افغانستان کې قومي بیلتون ته ډېره لمنه وهي، قومي نفرت په سرعت سرايت کوي او ډیري ځوانان په دې کرغيړنه لومه کې ګير کیږي. يوه ورځ په يوه علمي بحث ښاغلي اکه نبي بهادر چې د مدیریت برخې د ماسترۍ ممتاز محصل دی، وویل چې موږ افغانان تل په مدیریت کې مشکل لرو، ولې دا مسایل نشو مدیریت کولی؟ ده وویل موږ ټول د ملت په توګه افغانان يو او د افغانستان ټول قومونه ډېر زیات مشترکات لري، راځئ په نړیوال اسلامي پوهنتون کې هره اونۍ د یوه قوم فرهنګ ته ځانگړې او په هکله يې بحث وکړو او فرهنگی تقاطع یې وباسو او بیا په هغه مشترکاتو چې زښت زیات دي فکر وکړو. د اکه نبي په قول که دوښمن زموږ اختلافات را برسیره کوي ولې موږ مشترکات را برسیره نه کړو. دا دي نن درېيمه اونۍ ده او افغان محصلین په ډېره صمیمانه فضا کې د ترک‌توکمو فرهنگي مناسباتو باندې وغږیدل. د افغان محصلینو اتحادیې د رئيس په توگه دغه شان مثبتې هڅی ستایم.

صدیق شریعتي
د افغان محصلینو اتحادیې رئیس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مداخلات خارجی در افغانستان به‌گونهٔ گسترده به دامن‌زدن اختلافات قومی کمک می‌کنند و نفرت قومی با سرعت در میان جامعه سرایت می‌یابد؛ به‌گونه‌ای که بسیاری از جوانان در این دام خطرناک گرفتار می‌شوند. روزی در یک بحث علمی، آقای اکه‌نبی بهادر که از محصلان ممتاز رشتهٔ مدیریت است، گفت: ما افغان‌ها همیشه در بخش مدیریت با مشکل روبرو هستیم؛ چرا نمی‌توانیم این مسائل را مدیریت کنیم؟ او افزود: «ما همه به‌عنوان یک ملت، افغان هستیم و تمامی اقوام افغانستان مشترکات فراوانی دارند. بیایید در پوهنتون بین‌المللی اسلامی، هر هفته فرهنگ یکی از اقوام را محور بحث قرار دهیم، نقاط مشترک فرهنگی را پیدا کنیم و سپس روی همان مشترکات بسیار گسترده تمرکز نماییم.» به باور اکه‌نبی، اگر دشمنان ما اختلافات را برجسته می‌کنند، چرا ما مشترکات خود را برجسته نسازیم؟ اکنون سومین هفته است که محصلان افغان در فضایی بسیار صمیمانه پیرامون مناسبات فرهنگی ترک‌تباران گفت‌وگو کردند. من به تمام فعالیت های مثبت را از صمیم قلب می‌ستایم.

صدیق شریعتی
رئیس اتحاديه محصلین افغان

23/05/2026

NUTECH University spring Gala.
Afghan culture 🇦🇫
2026

په National University of Technology (NUTECH) پوهنتون کې افغان محصلینو د افغانستان د بډایه فرهنګ د معرفي کولو په موخه یو...
23/05/2026

په National University of Technology (NUTECH) پوهنتون کې افغان محصلینو د افغانستان د بډایه فرهنګ د معرفي کولو په موخه یو ښکلی او فرهنګي پروګرام جوړ کړی و، چې پکې د هېواد بېلابېل فرهنګي توکي، دودونه او ارزښتونه ګډونوالو ته معرفي شول.

په دې پروګرام کې د افغان محصلینو د ټولنې مشران او د اتحادیې اجرایوي غړي د هغوی د هڅو او خدمتونو له امله وستایل شول او د قدر وړ ونومول شول.

دغه ډول فرهنګي پروګرامونه نه یوازې د محصلینو ذهني وړتیاوې او ټولنیز مهارتونه پیاوړي کوي، بلکې د ګران هېواد افغانستان د غني فرهنګ، دودونو او ملي هویت په معرفي کولو کې هم مهم رول لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

در پوهنتون National University of Technology (NUTECH) اسلام‌آباد، محصلین افغان برنامه‌ای فرهنگی را به مناسبت معرفی فرهنگ غنی افغانستان برگزار کردند که در آن بخش‌های مختلف فرهنگ، عنعنات و ارزش‌های ملی کشور به معرفی گرفته شد.

در این برنامه، مسئولین انجمن محصلین افغان و اعضای اجرائیه اتحادیه به پاس تلاش‌ها و خدمات‌شان مورد تقدیر و ستایش قرار گرفتند.

چنین برنامه‌های فرهنگی نه تنها باعث افزایش توانایی‌های ذهنی و اجتماعی محصلین می‌شود، بلکه نقش مهمی در معرفی فرهنگ، هویت ملی و ارزش‌های اصیل افغانستان نیز دارد.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

At National University of Technology (NUTECH) University in Islamabad, Afghan students organized a cultural program to introduce the rich culture of Afghanistan, where various cultural items, traditions, and national values of the country were presented to the audience.

During the event, the leaders of the Afghan Students Association and executive members of the union were appreciated and honored for their efforts and services.

Such cultural programs not only enhance the intellectual and social abilities of students but also play an important role in promoting the rich culture, national identity, and traditional values of Afghanistan.

Address

Islamabad

Telephone

+93790409735

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغان محصلینو اتحادیه - اتحادیه محصلین افغان - Iiui.asu posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to د افغان محصلینو اتحادیه - اتحادیه محصلین افغان - Iiui.asu:

Share