02/09/2025
تېره هفته د اګست پهٔ دېرشمه نېټه د لورۍ پښتو ادبي ټولنې د سرفرست اعلی بادشاه الدين لالا پهٔ حجره کښې د عربو نه پهٔ چهټۍ کلي ته د راغلي شاعر ملګري ابوذر عادل جان او د ډوګدرې نه دير کالج ته د لېکچرارنو پهٔ توګه راغلي ادبي ملګرو شهزاد احمد خاطر او وقار احمد پهٔ مېلمستيا کښې د ټولنې ادبي غونډه وشوه چې پکښې د مذکوره مېلمنو سره سره مختيار حسېن پخوانی ضلعي سپورټس افسر، اظهر خان لېکچرار دير کالج، شهاب ديروجی، او عثمان غني سره سره د ټولنې ملګرو بادشاه الدين سرفرست اعلی، سميع الله سحر صدر، راقم ياسر اکمل روغانی ستر سکتر، سهېل مصطقی، نبيل افغان، زرياب خالق، محيب شهود، بلال علي، خورشېد طالب او حميد سنګين شرکت وکړهٔ.
د غونډې د نظامت چارې محيب شهود تر سره کړې، د غونډې صدارت شهزاد احمد خاطر وکړهٔ، ابوذر عادل جان د مشر مېلمه او مختيار حسېن لالا د مشر کوربه پهٔ حېث شريک وو ۔
د غونډې پهٔ محال د ابوذر عادل جان د مور بي بي د مغفرت د پاره دعا وشوه، ملګرو شاعرانو کلامونه واورول، مختيار حسېن لالا او بادشاه الدين لالا د راغلو مېلمنو شکريه ادا کړه او د ادبي سرګرمیانو ستائنه ئې وکړه ۔
ستر سکتر
لورۍ پښتو ادبي ټولنه دير