Hujra Sofian - هجره صوفيان

Call Directions Website Contact the organization

Hujra Sofian - هجره صوفيان چي شاهين يي په ختلو کښي دمې کړي
پښتانه هلته حجري لري جرګي کړي
حجره صوفيان | بټګرام پښتونخوا
https://hujrasofian.online/

نن د جولای لسمه نېټه ده هغه غمجنه ورځ چې د باجوړ په ښکلو درو او غرونو کې د امن او رڼا يو لوى غږ د تل لپاره غلى کړی شو. ن...
10/07/2026

نن د جولای لسمه نېټه ده هغه غمجنه ورځ چې د باجوړ په ښکلو درو او غرونو کې د امن او رڼا يو لوى غږ د تل لپاره غلى کړی شو. نن د ملي شهيد، عالم دين، او د قامي مبارزې د ځلانده ستوري مولانا خانزېب لومړى تلين دی. يو کال وړاندې په همدې ورځ، کله چې هغه د باجوړ په خار کې د قامي امن پاڅون لپاره هلې ځلې کولې او د ولس د بيدارۍ لپاره يې منډې ترړې وهلې، د تيارو او امن دښمنانو له خوا په ډزو شهيد کړای شو. د هغه شهادت يواځې د يوه انسان مرګ نه و، بلکې د يوه داسې ځواکمن فکر او روښانه فلسفې د وژلو هڅه وه چې د پښتونخوا د سوکالۍ، امن او ورورولۍ لپاره يې شپه او ورځ کار کاوه.
مولانا خانزېب، چې په ۱۹۸۰ کال کې د شيخ خانه ګل په درنه او مذهبي کورنۍ کې سترګې غړولې وې، خپل ټول ژوند يې د دين او ولس بې لوثه خدمت ته وقف کړی و. د مولانا عبيدالله شهيد چترالي او مولانا حسن جان شهيد غوندې سترو عالمانو نه يې د دين ژورې زده کړې ترلاسه کړې وې او په ډېر کم وخت کې يې د خپل علم او پوهې رڼا خوره کړه. هغه يو داسې بې ريا او مخلص انسان و چې پرله پسې اوويشت کاله يې په خپله پلرنۍ سيمه ناوګۍ کې بې له کومې مالي ګټې او تنخوا د جومات خطابت وکړ او د قرآن پاک د ترجمې درس يې روان ساتلی و. هغه د قرآن کريم په ۵۴۰ رکوع ګانو باندې د بېلابېلو تفسيرونو د ليکلو لوى او سپېڅلی ارمان درلود، چې د هغه د ژور علمي فکر او له دين سره د بې کچې مينې څرګندونه کوي.
خو د مولانا شهيد تر ټولو لويه ځانګړتيا دا وه چې هغه يواځې په محراب او ممبر پورې محدود نه پاتې شو، بلکې د خپل ولس د سياسي، کلتوري او اقتصادي حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې هم پرله پسې غږ پورته کاوه. د عوامي نېشنل ګوند د يو کلک او فعال غړي او د علماوو لپاره د مرکزي سکرټري په توګه، هغه په ډېر جرات او پوهه سره د اسلام او قام پرورۍ تر منځ يو ښکلی او نه شلېدونکی تړون رامنځته کړی و. د هغه قلم هم د هغه د ژبې غوندې تېز او برحقه و. د هغه کتابونه لکه "باجوړ د تاريخ په رڼا کې" او "شتمنه پښتونخوا" د هغه د لوړ سياسي شعور او علمي ژورتيا ګواهان دي. د باچا خان ريسرچ سنټر او نورو ملګرو لخوا د هغه له مرګ وروسته د "اسلام او قامي پرستي"، "پښتانه او نېشنلزم" او د اجمل خټک صيب په زيار "د شتمنۍ پښتونخوا خوار ملنګ" په نومونو چاپ شوي کتابونه دا په ډاګه کوي چې د مولانا صيب فکر څومره پراخه او د ولس د دردونو درمان و.
د خپلې خاورې او وطن سره د مولانا خانزېب مينه بې سارې او د يوه رښتيني عاشق په څېر وه. سره له دې چې په تېرو څو لسيزو کې د باجوړ او شاوخوا سيمو حالات خورا خراب وو او حتی د هغه په کور راکټي بريدونه هم وشول چې د کورنۍ غړي يې پکې ژوبل شول، خو هغه د خپلې خاورې پرېښودو ته هېڅکله غاړه کېنښوده. هغه د غرونو د دې هسکې سيمې يو داسې نه ماتېدونکی چنار و چې د ناواپاس د بندې لارې د خلاصولو، د موسمي بدلونونو په اړه د خلکو د پوهولو او د ورکو شويو کسانو د حق لپاره يې تل په پوره مېړانه غږ پورته کاوه. د هغه په شهادت سره که څه هم د حکومت له خوا د لس ميليونه روپو د مرستې اعلان وشو، خو د هغه غيرتي کورنۍ او بچيانو د خپل پلار په پلونو د قدم اېښودلو په ترڅ کې دا مرسته په ډېر درنښت سره بېرته کړه او دا ثابته يې کړه چې د داسې عظيم شهيد وينه په پيسو او مادي شتمنيو نه شي تلل کېدی.
حکومت که څه هم د دې لويې پېښې د پلټنې لپاره د جوډيشل کمېشن جوړولو اعلان کړی، خو د ولس په زړونو کې دا پوښتنې لا هم ژوندۍ دي چې د امن دغه سپينې کوترې ولې او د چا په خوښه په وينو ولړل شوې. نن چې د دغه عصر د ولي الله او د قامي مبارزې د سالار لومړی تلين دی، د پښتونخوا هر با احساسه وګړی د هغه عزم، د هغه بې ساري علمي خدمتونو او د امن لپاره د هغه سترو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوي. مولانا خانزېب که په ظاهره نن زموږ په منځ کې نشته، خو د هغه افکار، د هغه ليکل شوي کتابونه، د هغه د حق او رښتيا غږ او د امن لپاره د هغه مبارزه به تر پېړيو پېړيو پورې د پښتنو په زړونو کې ژوندۍ وي. خدای دې د دې خاورې د دې ستر شهيد درجې لوړې کړي او د هغه په پاکو ارمانونو دې زموږ دا جنګ ځپلې خاوره ورغوي او اباده کړي
ـــ حجره صوفيان

Today, July 10th, marks the somber anniversary of the day when a powerful voice for peace and enlightenment was silenced forever in the beautiful valleys and mountains of Bajaur. Today is the first anniversary of the national martyr, prominent religious scholar, and shining star of the national struggle, Maulana Khanzaib. Exactly one year ago on this day, while he was making tireless efforts for the National Peace Uprising (Qaumi Aman Pasoon) in Khar, Bajaur, and striving to awaken his people, he was shot and martyred by the enemies of peace and light. His martyrdom was not merely the death of a single individual, but an attempt to assassinate a powerful ideology and a bright philosophy that worked day and night for the prosperity, peace, and brotherhood of Pakhtunkhwa.
Born in 1980 into the respected and religious family of Sheikh Khana Gul, Maulana Khanzaib dedicated his entire life to the selfless service of his faith and his people. He received profound religious education from great scholars like Maulana Ubaidullah Shaheed Chitrali and Maulana Hasan Jan Shaheed, and in a very short time, he spread the light of his knowledge and wisdom. He was such a sincere and selfless human being that for twenty-seven consecutive years, he served as the Khateeb of a mosque in his ancestral area of Nawagai and continued to teach the translation of the Holy Quran without any financial benefit or salary. He held a grand and sacred ambition to write a separate commentary and book on each of the 540 sections (Rukus) of the Holy Quran, which is a true reflection of his deep intellectual thought and immense love for the religion.
However, the greatest attribute of the martyred Maulana was that he did not remain confined to the prayer niche and pulpit; rather, he continuously raised his voice to secure the political, cultural, and economic rights of his people. As a staunch and active member of the Awami National Party and the Central Secretary for Ulema, he courageously and intelligently forged a beautiful and unbreakable bond between Islam and nationalism. His pen was as sharp and righteous as his speech. His books, such as "Bajaur in the Light of History" and "Prosperous Pakhtunkhwa," are testaments to his high political consciousness and academic depth. The books published after his death by the Bacha Khan Research Center and other companions, including "Islam and Nationalism," "Pashtuns and Nationalism," and the one compiled by Ajmal Khattak titled "The Poor Dervish of Prosperous Pakhtunkhwa," clearly demonstrate how broad his vision was and how it served as a remedy for the pains of the people.
Maulana Khanzaib's love for his land and nation was unparalleled and akin to that of a true lover. Despite the fact that the situation in Bajaur and the surrounding areas had been extremely volatile for the past several decades, and even his own house was subjected to rocket attacks that injured his family members, he never agreed to leave his soil. He was an unbreakable Chinar tree of these towering mountains who always bravely raised his voice for the reopening of the closed Nawa Pass route, educating people about climate change, and advocating for the rights of missing persons. Upon his martyrdom, although the government announced a grant of ten million rupees, his honorable family and children, following in their father's footsteps, respectfully returned this aid, proving that the blood of such a great martyr cannot be weighed with money and material wealth. While the government has announced the formation of a judicial commission to investigate this immense tragedy, the questions still remain alive in the hearts of the people as to why and at whose behest this white dove of peace was drenched in blood. Today, on the first anniversary of this modern-era friend of God (Wali Allah) and leader of the national struggle, every conscientious citizen of Pakhtunkhwa pays heartfelt tribute to his resolve, his unparalleled academic services, and his supreme sacrifices for peace. Though Maulana Khanzaib may not be physically present among us today, his thoughts, his written books, his voice for truth, and his struggle for peace will remain alive in the hearts of Pashtuns for centuries to come. May God elevate the ranks of this great martyr of the soil and restore and rebuild our war-torn land through his pure aspirations.

ککوټي ــ حجره صوفيان
25/06/2026

ککوټي
ــ حجره صوفيان

05/06/2026

د هجره صوفیان نه د واجد علی خان د واده ډوډۍ
fans Wajid Ali Khan

د غټ اختر بلني ♥️
28/05/2026

د غټ اختر بلني ♥️

07/05/2026

الحمدلله، نن د حجره صوفيان دويم لينټر هم په خير او خوشحالۍ سره ترسره شو ـــ که څه هم وختونه بدل شوي، پخوانۍ د خاورو او ګټو حجرې اوس د سمنټو او سرۍ په مضبوطو ديوالونو بدلې شوې دي، خو د حجرې روح، مينه او پښتونولي بيا هم هماغسې ژوندۍ ده ــ
نن هم چې په کلي کښې اشر جوړ شي ځوانان په مينه کار کوي ــ او د ډهول اوازونه د کلي فضا ژوندۍ کړي ـ د ډهول هغه درزا چې د حجرې په انګړ کښې پورته شي نو داسې احساس ورکوي لکه د پښتونولۍ زړه چې لا هم په هماغه زور دربېږي ــ د کار ستړيا د ډهول په اوازونو ختمه شي او هر سړی په خوشحالۍ او جذبه پيرونه خوري ــ
د چنار د ونو لاندې لا هم د مشرانو مجلسونه کېږي ــ د تېر وخت کيسې يادېږي، ټوکې ټکالې وي او د ژوند خبرې کېږي ــ ځوانان د مشرانو تر څنګ کښېني ــ د هغوی خبرې اوري او د پښتونولۍ سبقونه ترې زده کوي. حجره نن هم د مينې، احترام، غيرت او يووالي نوم دی ــ
الله تعالی دې زموږ حجرې تل آبادې، د ډهول اوازونه دې پکې همېشه روان وي، د چنار سيورې دې پرې تل غوړېدلي وي او پښتونولي دې تر قيامته ژوندۍ وي. آمين ــ
ـــ Hujra Sofian - هجره صوفيان

اختر د خوشحالۍ، مینې، او ورورولۍ یو ښکلی پیغام دی، او د دي خوشحالی تر ټولو زیاته د ماشومانو په بې ساختګۍ، خنداګانو او مع...
22/03/2026

اختر د خوشحالۍ، مینې، او ورورولۍ یو ښکلی پیغام دی، او د دي خوشحالی تر ټولو زیاته د ماشومانو په بې ساختګۍ، خنداګانو او معصومو خبرو کې ښکاري . د اختر په دې رنګینو او خوږو شیبو کې، کله چې ماشومان نوي کالي/جامي اغوندي او د خوشحالۍ فضا خپره وي، دا زمونږ لپاره د فکر کولو یو ښه فرصت هم دی چې مونږ خپل راتلونکي نسل ته څه ورکوو او څه ترې تمه لرو.
پکار ده چې مونږ خپله خوږه پښتو له ځان سره یوازې تر عادي ورځو محدوده نه کړو، بلکې په غم، ښادۍ او د اخترونو په داسې ځانګړو شیبو کې یې هم ژوندۍ وساتو او خپل راتلونکي کهول ته یې په پوره ویاړ سره وسپارو. نن سبا نړۍ ډیر پرمختګ کړی دی او هر مور و پلار غواړي چې خپل ماشوم ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي. دا ډیره اړینه او د ستاینې وړ خبره ده چې هغوی د لوبو، عصري ساینسي او دیني اسلامي زده کړو سره بلد وي، ځکه دا د ننني عصر غوښتنه ده. خو د دې ټولو تر څنګ، دا زمونږ تر ټولو لوی مسؤلیت جوړیږي چې خپلو ماشومانو ته پښتو هم ورزده کړو.
مورنۍ ژبه یوازې د خبرو اترو وسیله نه ده، بلکې دا زمونږ د وجود، زمونږ د کلتور او زمونږ د شاندار تاریخ یو ژوندی انځور دی. که چیرې یو ماشوم خپله ژبه هیره کړي، نو هغه په اصل کې خپل هویت او خپلې ریښې هیروي. نو ځکه، دا ډیره اړینه ده چې مونږ د خپلو ماشومانو په کوچنیو او معصومو زړونو کې د پښتو سره ریښتینې مینه پیدا کړو. دوی ته دا احساس ورکړو چې په پښتو ویلو، پښتو لوستلو او په پښتو کتابونو کې څومره خوند او درناوی نغښتی دی.
کله چې یو ماشوم د پښتو یو کتاب لولي، هغه یوازې توري نه لولي، بلکې هغه د خپل کلتور، خپلې خاورې او خپلو خلکو سره اشنا کیږي. راځئ چې د خپلو ماشومانو روزنه داسې وکړو چې هغوی په هر ځای او هر محفل کې په خپل پښتونوالي او خپله ژبه ویاړ وکړي.
دوی باید داسې را لوی شي چې تل
خپله پښتو وايي
خپله پښتو کوي
خپله پښتو پالي.
یوه ژبه هله ژوندۍ پاتې کیږي کله چې د هغې ویونکي ورسره مینه ولري او خپلو ماشومانو ته یې انتقال کړي. خدای دې زمونږ ماشومان تل همداسې خندان، روښانه او په خپله مورنۍ ژبه مین لري.
بیا مو هم اختر مبارک شه!
ــ هجره صوفيان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Eid is a beautiful message of joy, love, and brotherhood. The true essence of this happiness is most visible in the innocence, laughter, and pure conversations of children. In these colorful and sweet moments of Eid, when children wear new clothes and an atmosphere of joy fills the air, it also becomes a meaningful opportunity for us to reflect on what we are giving to our future generation and what we expect from them.

We should not limit our beautiful Pashto language to ordinary days only; rather, we must keep it alive during times of sorrow, happiness, and especially on special occasions like Eid, and proudly pass it on to the next generation. Today, the world has advanced greatly, and every parent wants to provide the best facilities in life for their children. It is indeed important and commendable that they become familiar with modern education, scientific knowledge, and Islamic teachings, as these are the demands of the present era. However, alongside all of this, it becomes our greatest responsibility to teach our children Pashto as well.

A mother tongue is not just a means of communication; it is a living reflection of our identity, our culture, and our rich history. If a child forgets their language, they, in reality, forget their identity and their roots. Therefore, it is essential that we nurture a true love for Pashto in the innocent hearts of our children. We should make them feel how much beauty, respect, and pride lies in speaking, reading, and exploring books in Pashto.

When a child reads a Pashto book, they are not just reading words; they are connecting with their culture, their land, and their people. Let us raise our children in such a way that they feel proud of their Pashtun identity and their language in every place and every gathering.

They should grow up in a way that they always: speak their Pashto,
practice their Pashto,
and preserve their Pashto.

A language lives on only when its speakers love it and pass it on to their children. May Allah keep our children always smiling, bright, and deeply connected to their mother tongue.

Once again, Eid Mubarak!
_ Hujra Sofian

د ورکوټي اختر بلنی
21/03/2026

د ورکوټي اختر بلنی

د ورکوټي اختر بلني ــ هجره صوفيان
21/03/2026

د ورکوټي اختر بلني
ــ هجره صوفيان

Address

Village Sofian Torkhail
Battagram

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hujra Sofian - هجره صوفيان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Hujra Sofian - هجره صوفيان:

Shortcuts

Share