30/10/2023
ډېر د خوشحالۍ ځای ده چې د پاکستان هيواد په ايوب ميډيکل کالج کې افغان زده کونکي د طب پوهنځي څخه فارغ شول. دغه فراغت دې په ځانګړي ډول دوي هر يوۀ تۀ او بيا دې د دوي کورنيو تۀ ډېر ډېر مبارک وي. او دوي وکولای شوو چې خپل پنځه کلن مزل په برياليتوب پای تۀ ورسوي. په دې پنځه کلنه دوره کې يې هر رنګه تکلیفونه ، ستړياوې ، بې خوبي او مسافري يې په ځان وزغمل او خپل ځان يې تر دغه ځای راورساوؤ او له خدای تعالی نه ورته په راتلونکې کې هم برياليتوب غواړو.
د وطن دغه ځوان او وياړلي کدرونه دې خدای په هر ډګر کې بريالي او بريمن لري. او خدای دې وکړي چې د افغانستان دې کړيدلي ولس لپاره د خدمت جوګه وګرځي. او د دوي لومړيتوب خپل هيواد او په ټوله کې دغه ژړېدلی، کړیدلی، ستړی شوی او دردمن شوی ولس وي
هو! طب یو عبادت، دیانت دی، یو مسٶولیت دی، او انسانیت دی؛ ځکه د یو مومن انسان شرط انسانیت دی، یو ښه انسان او انسانیت ښکلاوې، د هغه غوره اخلاق د درد درمان کیدل دي، د ټپ مرهم کیدل دي او داسې ځانګړنې ولري چی د مرض د تشخیص نه مخکې د یو ډاکتر د اخلاقو نه د ښه صحت احساس پیدا کړي.
.
Ayub Medical College, Abbottabad