12/12/2025
السلام عليکم عزتمنو پښتنو!
زه ستاسو سره د یوې مهمې او سپیڅلې خبرې لپاره را غږېدلی یم.
په آیرلنډ کې ټول هغه ملګري چې د پښتون تحفظ تحریک ملاتړ کوي، کار کوي، یا غواړي د حق لپاره غږ پورته کړي
نن زه تاسو ته درناوی کوم او تاسو ته بلنه درکوم.
موږ دلته غواړو د PTM یو سولهییز، باادبه او علممحور تنظیم جوړ کړو. یو داسې تنظیم چې په کې نه بدزباني وي، نه کرکه، نه تاوتریخوالی او نه هم بې ثبوته خبرې. یوازې حقیقت، انسانیت، ثبوت او تعلیم!
موږ د هغه لارې پیروان یو چې منظور پښتین یې موږ ته ښوولې ده
د عزت، عدالت، دلیل، او بشري حقونو لار.
دا مبارزه د قلم مبارزه ده، د منطق مبارزه ده، د سوله ییز حق مبارزه ده.
نو که ته په آیرلنډ کې د PTM برخه یې، یا د دې لارې سره مینه لرې مهرباني وکړه، راسره اړیکه ونیسه.
راځئ چې یو، قوي، متحد، او باوقاره آواز جوړ کړو.
د پښتنو د حق لپاره، د انسانیت لپاره… او د ریښتیني بدلون لپاره.
مننه!”