Qamar Foundation - قمر بنسټ

Qamar Foundation - قمر بنسټ Join us and make a difference💙

🌟Changing Lives, One Step at a Time🌟
Qamar Foundation is a registered non-profit organization in Afghanistan(Reg No.7)and the UK(Reg No.1150141), With equality, justice, at our core, we stand united for a brighter future.

16/09/2026

د 650 د پرانیستې غونډې جریان!
د قمر بنسټ د بنسټګر رحمت الله نوروز وینا.



650 د افغانستان د پرمختګ او هوساینې صندوق.

د قمر بنسټ او حساب‌پې تر منځ د همکارۍ تړون!قمر بنسټ له حساب‌پې سره د همکارۍ قرارداد لاسلیک کړ. د دې همکارۍ له مخې به ډېر...
15/09/2026

د قمر بنسټ او حساب‌پې تر منځ د همکارۍ تړون!

قمر بنسټ له حساب‌پې سره د همکارۍ قرارداد لاسلیک کړ. د دې همکارۍ له مخې به ډېر ژر د حساب‌پې په اپلېکېشن کې د قمر بنسټ لپاره ځانګړې برخه فعاله شي، چې له لارې به یې تاسو وکولای شئ خپلې مرستې په چټک، اسانه او خوندي ډول ترسره کړئ.

دغه خدمات به د حساب‌پې د میلیونونو کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ وي او په زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو حالاتو کې به هم د مرستو رسولو یوه اسانه او چټکه لاره وي.

تمه ده چې دا خدمات د نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې فعال او د کارونې وړ شي.

له حساب‌پې څخه مننه کوو چې د خیر رسونې په برخه کې له قمر بنسټ سره ملتیا کوي. په دې وروستیو کې د ویزې کارت او نورو انلاین خدمتونو وړاندې کول یې د ستاینې وړ دي. هیله لرو چې له دغو اسانتیاوو څخه په پراخه کچه استفاده وکړئ.

قمر بنسټ؛ ستاسو لپاره د خیر د رسولو لارې اسانوي او پراخوي.

د قمر بنسټ 650 شارټ کوډ رسمي پرانسته!د قمر بنسټ د ۶۵۰ شارټ‌ کوډ رسمي پرانیسته په پراخه کچه ترسره شوه، چې د افغانستان ګڼ ...
15/09/2026

د قمر بنسټ 650 شارټ کوډ رسمي پرانسته!
د قمر بنسټ د ۶۵۰ شارټ‌ کوډ رسمي پرانیسته په پراخه کچه ترسره شوه، چې د افغانستان ګڼ شمېر مهمو شخصیتونو، دولتي چارواکو، سوداګرو، رسنیزو څېرو، علماوو او ځوانانو پکې ګډون کړی ؤ.

په دې مراسمو کې د ۶۵۰ شارټ‌کوډ د موخو او فعالیتونو ترڅنګ، د قمر بنسټ د سفر او مهمو لاسته راوړنو روایت وړاندې شو، مستفیدینو په خپل ژوند کې د قمر په اغیز خبرې وکړې او یو شمېر مېلمنو او مخورو شخصیتونو د خیر، ټولنیز مسئولیت او د اړمنو د ملاتړ په اړه ویناوې وکړې.

همداراز، د قمر بنسټ او حساب‌پې ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې د حساب‌پې کاروونکي وکولای شي له همدې لارې خپلې مرستې قمر بنسټ ته ورسوي او ډېر ژر به د حساب‌پې په اپلیکیشن کې د مرستې کولو ځانګړې برخه هم فعاله شي، څو خپلې مرستې په اسانه او چټکه توګه قمر خیریه بنسټ ته واستوئ.

۶۵۰ د خیر، همکارۍ او ټولنیز مسئولیت لپاره یوه نوې او اسانه لاره ده؛ څو هر څوک وکولای شي د خپلې وسې مطابق د یوه انسان د ژوند په بدلون کې ونډه واخلي.

۶۵۰؛ د افغانستان د پرمختګ او هوساینې صندوق.

د ۶۵۰ په هکله بشپړ مالومات په لومړي کمنټ کې!

د یادونې وړ ده د ۶۵۰ د پرانیستې غونډې ملاتړ د ریب (Reab)اپلکیشن لخوا ترسره شوی ؤ، ریب د هرچا لپاره یوه اخلاق محوره ټولنیزه رسنۍ، همدا اوس یې ډانلوډ کړئ.

14/09/2026

د قمر بنسټ 650 شارټ کوډ د رسمي پرانیستې جریان!
چې د ګڼ شمېر دولتي مسؤلینو، رسنیزو اشخاصو او ډېرو نورو ګډونوالو په حضور کې یې پرانسته وشوه.

بشپړ راپور ډېر ژر...

650 شارټ کوډ؛
د افغانستان د پرمختګ او هوساینې صندوق.

قمر: 0777222178

04/09/2026

ددې ماشومانو غوښتنه او هیله راسره حتما وګورئ.!
چې ددوي اړتیا څه وه او قمر بنسټ ورسره څه همکاري وکړه.

که تاسو هم غواړئ دداسې مهمو پروژو برخه وګورځئ، یوازې په ۲۰ افغانۍ کولی شئ، همدا اوس د خپل موبایل د پیغام ځای ته لاړئ شئ، د مرستې اندازه وټاکئ او ۶۵۰ ته یې ولیږئ.

واټسأپ: 0777000553

#قمربنسټ

01/09/2026

په افغانستان کې د کرنې ستر فرصت: د ننګرهار بڼ

650؛ د افغانستان د پرمختګ هڅه!د 650 له لارې خپله مرسته واستوئ او د قمر خیریه بنسټ له عام‌المنفعه او خیریه پروژو سره یوځا...
31/08/2026

650؛ د افغانستان د پرمختګ هڅه!

د 650 له لارې خپله مرسته واستوئ او د قمر خیریه بنسټ له عام‌المنفعه او خیریه پروژو سره یوځای شئ.
ستاسې مرستې د اړمنو کورنیو لپاره د کورونو جوړولو، د ښوونځیو او جوماتونو جوړولو، د یتیمانو کفالت او نورو مهمو خیریه پروژو په پلي کېدو کې مرسته کوي.

ستاسو مرسته، که هر څومره هم کوچنۍ وي، د یوه انسان د ژوند د بدلون او د افغانستان د روښانه راتلونکي په جوړولو کې ونډه لري.

📩 د پیغام ځای ته لاړ شئ، د مرستې اندازه وټاکئ او 650 ته یې ولیږئ.

30/08/2026

د یوې جګړې ځپلې کورنۍ یتیمانو لپاره د ښکلي کور ډالۍ!
قمر بنسټ هڅه کوي، چې د اړمنو کورنیو تر څنګ ودرېږي او د دوی د ژوند په سختو شرایطو کې د امید څراغ بل وساتي.

ستاسو ملاتړ کولی شي د ډېرو کورنیو ژوند بدل کړي.

که تاسې هم غواړئ د داسې صدقه جاریه په کارونو کې برخه واخلئ او په افغانستان کې د خلکو لپاره بنسټیز او ګټور کارونه ترسره شي، د ۶۵۰ له لارې له ۲۰ تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې مرسته وکړئ.
همدا اوس د خپل موبایل د پیغامونو برخې ته لاړ شئ، د مرستې اندازه وټاکئ او ۶۵۰ ته یې واستوئ.

واټسأپ: 0777222178

#قمربنسټ

دا یتیم ماشومان او کونډه مور اوس په دې ښکلي، خوندي او ارامه سرپنا کې د ژوند ورځې شپې سبا کیږي.که تاسې هم غواړئ د داسې صد...
29/08/2026

دا یتیم ماشومان او کونډه مور اوس په دې ښکلي، خوندي او ارامه سرپنا کې د ژوند ورځې شپې سبا کیږي.

که تاسې هم غواړئ د داسې صدقه جاریه په کارونو کې برخه واخلئ او په افغانستان کې د خلکو لپاره بنسټیز او ګټور کارونه ترسره شي، د ۶۵۰ له لارې له ۲۰ تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې مرسته وکړئ.

همدا اوس د خپل موبایل د پیغامونو برخې ته لاړ شئ، د مرستې اندازه وټاکئ او ۶۵۰ ته یې واستوئ.

ستاسې کوچنۍ مرسته او لوی بدلون!

27/08/2026

په لوګر ولایت کې د پاکو اوبو لپاره ښکلې څاه جوړه شوه 💧
په لوګر ولایت کې د هغو خلکو د اوبو اړتیا ته په کتو یوه ښکلې څاه جوړه شوه چې له دې نعمت څخه لرې وو. دا څاه د جومات او عمومي سرک ته نږدې موقعیت لري، څو خلک په اسانه او پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

ستاسو د مرستې په وسیله د اوبو دا سرچینه د خلکو لپاره د ژوند یوه مهمه اړتیا پوره کوي او د صدقه جاریه په توګه به یې خیرات دوام ولري.

قمرذ سره اوسئ:
واټسأپ: 0777222178

#قمربنسټ

Address

321 N Circular Road
London
NW107PN

Opening Hours

Monday 8am - 5pm
Tuesday 8am - 5pm
Wednesday 8am - 5pm
Thursday 8am - 5pm
Saturday 8am - 5pm
Sunday 8am - 5pm

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Qamar Foundation - قمر بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share