26/09/2026
💔 د یوې بېوزله کورنۍ د مرستې غوښتنه
هغه دوه وروڼه چې څو ورځې وړاندې د باک یووالي جام له پایلوبې وروسته په ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د کراچۍ په چلولو سره یې د خپلې کورنۍ نفقه برابروله.
د هغوی له مړینې وروسته درې کونډې مېرمنې او د درې وروڼو یتیم ماشومان له سخت اقتصادي او کورني حالت سره مخ شوي او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې له جدي ستونزو سره مخ دي.
🙏 له ټولو خوست مېشتو، افغان ولس او خیر غوښتونکو څخه په درنښت هیله کوو چې د خپلې وسې مطابق له دې کورنۍ سره مرسته وکړي. هره مرسته، که هر څومره لږه هم وي، د دوی د ژوند په دې سخت پړاو کې ارزښت لري. که د مرستې توان نه لرئ، مهرباني وکړئ دا پیغام له نورو سره شریک کړئ؛ ښايي ستاسو په یوه شریکولو سره د دې کورنۍ د ملاتړ لپاره د مرستې یوه دروازه پرانیستل شي. 🤲
077 382 1444