05/10/2025
څه حاجت دی چې دی خط په ملا لولم...
د معلم د ورځې لپاره:
د پښتنو په تاریخي برخلیک چې فکر وکړۍ، زړه دی دردېږي.
هغه قوم چې د مېړانې، غیرت، او دیندارۍ په نوم مشهور، خو د علم له نعمت څخه بېبرخې. دا بېبرخېتوب تصادفي نه، بلکې یوه اوږده ټولنیزه او فکري سلسله ده چې د “علم، دین، او معلم” ترمنځ یې د ناسم درک پولې جوړې کړې دي.
د رحمان بابا د پورتني بيت څخه ښکاري چې د پښتنو په کليو او بانډو کې د لیک او لوست واک د ډېر پخوا راهيسی د ملا په انحصار کې و. هغه به هم د خلکو د اخلاص، سادهګۍ او دیني احساساتو په اساس خپل فکري واک ساته.
ملا ته علم یوازې د دیني کتابونو د لوست نوم و او دی، او د ده لپاره د دین هدف یوازې اخروي غوښتنې وې/دي. نه دنيوي نظم او تمدن. خلکو ته يې داسې ذهنیت ورکړ چې:
“دنيوي علم د ایمان ضد دی، او څوک چې مکتب ته ځي بېدینه کېږي.”
له همدې ځایه د پښتنو ذهن ورو ورو د تعلیم پر ضد جوړ شو.
د پخوانيو ښځو په ټپو، لنډیو او سندرو کې هم دغه کلتور منعکس و:
چې مکتبي شي، لوی کوني شي... بله مصرع يې تاسې پوره کړئ😜
د داسې افکارو له کبله علم د پښتنو په ذهن کې “ګناه” او “بېعفتۍ” ته نږدې مفهوم شو.
له بلې خوا د وخت حکومتونو او ملايانو د خلکو د ناخبره ساتلو لپاره هڅه کوله چې علم یوازې د دوی تر غاړې پاتې شي، څو د خلکو د پيروۍ او اطاعت دوام یقیني کړي. چې همدغې موضوع ته يې بېلابېل دلايل هم تراشلي، لکه یو د هغې څخه بغیر له ملا څخه د قران کريم تفسير او ترجمه لوستل...
کله چې د برتانوي استعمار له راتګ وروسته ښوونځي جوړېدل، ډېرو خلکو خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوله.
هغه مهال د تعلیم پر ضد عام ذهنیت دا و: “که ماشوم مکتب ته لاړ شي، له خپل دین، کلتور او کورنۍ څخه پردی کيږي.”
د پښتنو ډېرو خانانو او ملکانو به د وخت د حکومتونو سره چل کاوه او د خپلو ماشومانو پرځای به یې د غریبانو او دهقانانو ماشومان په خپل نوم ښوونځیو ته لېږل، خو د خپل زوی پر زدهکړه به یې شرم احساساوه.
بله مرحله بيا د پاکستان د مدارسو د سیسټم په بڼه راغله.
د دین په نوم د اتو کلونو نصاب داسې جوړ شو چې په کې قرآن او حدیث د پای او ختم شریف کتابونه شول، او نحو، صرف، منطق، فقه، اصول او بلاغت وغيره چې اسباب دي، د اصل حیثیت وموند.
فارغ طالب ځان “شیخالحدیث” ګڼي، خو د علم فلسفه، د تحقیق او څېړنې روحیه او پوښتنو ته ځواب ويلو او د نيوکې د هضم قوت (چې د علم اصلي سرچینه ده) به یې له منځه تللی وي.
دا ډول نصابونه معمولآ پداسې ډول طرح کیږي چې د فکري نوښتونو د روزنې مخه ونيسي، ترڅو د ځينو ځانګړو پروژو د تطبیق لپاره ذهنونه جوړ کړي، نه د علم د بیدارۍ. له همدې کبله زموږ ډېری د مذهبي مدارسو فارغان د نورو علومو د ارزښت منونکي نه دي، بلکې هغه د دین مخالف ګڼي. نه يواځې نور علوم بلکې د کومې مدرسې چې فارغ شوی وي، د بل مذهب او مکتب فکر پيرو، اګرچه هغه هم ديني وي، د اسلام څخه لرې ګڼي.
د نړۍ ملتونو د علم د څانګو ترمنځ دیوالونه ونړول. هغوی د دیني او دنیاوي علم ترمنځ توپیر له منځه یووړ، او پوهه یې د انسان د سوکالۍ لپاره یو موټی مفهوم وبلله.
هغوی پوه شول چې: د علم هره څانګه د خدای د مخلوق د پوهېدو هڅه ده.
له همدې روحیې سره هغوی د فزیک، کیمیا، طب، انجینري، ټولنپوهنې، فلسفې، ټيکنالوژي او نورې څانګې پراخې کړې.
خو زموږ ټولنه لاهم د “دیني” او “دنیاوي” علومو تر منځ کرښې ایستلې، او د همدې له کبله له معاصرو ملتونو لسګونه پېړۍ وروسته پاتې ده.
هر بدلون د یو معلم له زړه او ذهن راټوکېږي.
معلم د انسان د ذهن زولنې ماتوي، د شک پر ځای دلیل ښيي، د تقلید پر ځای تحقیق ښيي.
خو زموږ ټولنه لا هم د معلم مقام ته د “ملا” څخه په ټيټه سترګه ګوري، او د “معلم” لپاره نه اقتصادي امتیاز شته، نه ټولنیز احترام.
په داسې حال کې چې معلم د ملت د فکري انقلاب رڼا ده.
د حل لاره دا ده چې:
1. د علومو ترمنځ دیوالونه ونړوو، دیني او عصري علم یو د بل متمم او بشپړوونکي دي.
2. مسلکي او حرفوي معلمان وروزو او حقوق او امتیازات یې لوړ کړو، تر څو غوره کسان د تدریس ډګر ته راشي.
3. پوهه د ژوند بنسټ وبولو، نه یوازې د رزق وسیله.
4. د پښتنو ټولنې ته د تعلیم ارزښت، د عامه پوهاوي، شاعرۍ او کلتوري ژبې له لارې ورسوو.
پښتانه هغه وخت له فکري غلامۍ را وتلی شي چې د علم د ارزښت درک کړي،
ملا او معلم دواړه يو ډول د انسان د بیدارۍ په خدمت کې ودرېږي،
او د علم هره څانګه د خدای د معرفت یوه بڼه وګڼي.
جهل د امت زوال دی، علم د امت نجات.
معلم د امت وجدان دی، او وجدان باید ویښ وي.