Afghan Culture Community in Germany- په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنه

Afghan Culture Community in Germany- په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنه Afghan culture community in Germany 🇩🇪
په جرمنی کی دافغانانو کلتوری ټولنه

د ګران هیواد د خپلواکۍ 107مه کلیزه دې ټولو لرو برو افغانانو ته مبارک وي 🤲🏻🇦🇫❤️
19/08/2026

د ګران هیواد د خپلواکۍ 107مه کلیزه دې ټولو لرو برو افغانانو ته مبارک وي 🤲🏻🇦🇫❤️

  🇦🇫زموږ هره نښه اسلامي هر افغان مو مسلمان دی زموږ په بیرغ کې دا کیسه تاسو ښه په ښکاره لیدلای شئ۱-کلیمه د اسلام بنسټ۲-ال...
30/07/2026

🇦🇫

زموږ هره نښه اسلامي
هر افغان مو مسلمان دی
زموږ په بیرغ کې دا کیسه
تاسو ښه په ښکاره لیدلای شئ
۱-کلیمه د اسلام بنسټ
۲-الله اکبر د توحید اقرار
۳-لمر د پوهې او علم نښه
۴-ممبر دین او عالم ته احترام
۵-مخراب زهد تقوی او د امامت نښه
۶-د خپلواکۍ کال ۱۲۹۸ ه ش
۷-دوه دغنمو وږي د احمدشاه بابا په پګړۍ کې د صابر شاه ملنګ په لاس د ایښودل شوي وږي
او زراغت نښه
۸-ګومبزه او دوه منارونه زما د تاریخ تمدن تهذیب او کلتور نښې
۹-د "افغانستان"نوم چې( ۹) توري لري د اسیا زړه دی او زما هیواد دی
مونږمسلمانان یو
دا ټولې زمونږ د اسلام نښې دي
په سینه کې د آسیا به لکه زړه وي جاوېدان
دزمري مياشتي 7 دملي بيرغ ورځ دي ټولو وطنوالو ته مبارک وي 🤲🏻🇦🇫❤️

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ 💔ملي لوبغاړی او ملي اتل، شاپور ځدراڼ، الله تعالی دې وبخښي او جنت الفردوس دې ...
07/07/2026

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ 💔
ملي لوبغاړی او ملي اتل، شاپور ځدراڼ، الله تعالی دې وبخښي او جنت الفردوس دې ورپه نصیب کړي. آمین.

شاپور ځدراڼ په همدې میاشت کې زېږېدلی و او په همدې میاشت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه ناڅاپي فراق د هېواد ټول مینوال سخت غمجن او دردېدلي کړل. 💔🇦🇫🥹

بسم الله الرحمن الرحیمد ارواښاد عبدالاحد مومند د کورنۍ له سلا او مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې د هغه مړی په خپل پلرني هیوا...
30/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

د ارواښاد عبدالاحد مومند د کورنۍ له سلا او مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې د هغه مړی په خپل پلرني هیواد افغانستان کې، خاورو ته وسپارل شي.

دا پرېکړه د افغانستان د خلکو غوښتنی ته په درناوي، د هېواد د ملي ارزښتونو او هغو خدمتونو او ویاړونو په پام کې نیولو سره شوې ده چې ارواښاد عبدالاحد مومند خپل هېواد او ملت ته ورپه برخه کړي دي. افغانستان د هغه ټاټوبی و، او د هغه وروستی آرامځای به هم په همدې خاوره کې وي.

موږ د ټولو هېوادوالو له خواخوږۍ، دعاوو او ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوو.

د ارواښاد عبدالاحد مومند کورنۍ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بسم الله الرحمن الرحیم

با مشورت خانواده و در نظر گرفتن جایگاه ملی مرحوم عبدالاحد مومند، تصمیم گرفته شد که پیکر ایشان در افغانستان، سرزمین مادری‌اش، به خاک سپرده شود.

این تصمیم با احترام به آرزوهای مردم افغانستان و به پاس خدمات و افتخاراتی که مرحوم عبدالاحد مومند برای کشور و ملت خود به ارمغان آورد، اتخاذ شده است. افغانستان خانه او بود و آرامگاه ابدی او نیز در همان سرزمینی خواهد بود که همواره با عشق و افتخار از آن یاد می‌کرد.

از همه هموطنان عزیز برای همدردی، دعاها و حمایت‌هایشان صمیمانه سپاسگزاریم.

خانواده مرحوم عبدالاحد مومند

د درد او غم خبر!په ژوره خواشینۍ سره مو د هیواد د نومیالي او اصیل بچي ستورمزلي عبدالاحد مومند دمړینې غمجن خبر تر لاسه کړ....
21/06/2026

د درد او غم خبر!
په ژوره خواشینۍ سره مو د هیواد د نومیالي او اصیل بچي ستورمزلي عبدالاحد مومند دمړینې غمجن خبر تر لاسه کړ.
انا لله وانا اليه راجعون
د افغانانو کولتوري ټولنه مونیخ /جرمني د افغانستان د یاد اتل پر مړینه ژوره خواشیني څرګندوي، مرګ يې هیواد او
اولس ته ستره ضايعه او تشه ګڼي.
نوموړی لومړنی مسلمان او افغان و،چې فضا ته وختلو او له ځان سره یې قران کریم هم وړی و.!
ارواښاد اتل ته د جنت ، دردیدلې کورنۍ او افغان ملت ته د زغم غوښتنه کوي 🤲🏻

د سوله‌ییز لاریون خبرتیا د جرمني د بایرن ایالت په زړه، د مونشن په ښار کې دمېشتو باعزته او ویښو افغانانو له خوا،څخه د خپل...
02/03/2026

د سوله‌ییز لاریون خبرتیا

د جرمني د بایرن ایالت په زړه، د مونشن په ښار کې دمېشتو باعزته او ویښو افغانانو له خوا،څخه د خپل وطن د عزت، ملي حاکمیت، بشپړې خپلواکۍ او بشري کرامت د دفاع په موخه، د پنجاب دظالم او مستبد کرایي پوځ د یرغلګرو د وحشیانه بریدونو پر ضد، دخپلو بې‌ګناه هېوادوالو د شهادتونو په غبرګون کې، او د خپل هېواد په ننګ یو ستر سوله‌ییز لاریون او لانګ مارچ تر سره کېږي.

ورڅ او نېټه: شنبه، د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۷مه
وخت: د ماسپښین له ۲:۰۰ بجو څخه تر ۴:۳۰ بجو پورې Samstag den,07.März 14:00-16:30 Uhr
د لاریون ځای: مرین پلتڅ – د راتهاوس مخی ته Adresse:Marin Platz Rathaus
موږ، مونشن مېشتي افغانان، د سوله‌ییز مدني اعتراض له لارې نړۍ ته دا پیغام رسوو چې پر ملکي وګړو بریدونه، د هېواد پر حریم ښکاره تېری او د بې‌ګناه انسانانو وژنه هېڅ ډول توجیه نه لري. دا ډول وحشیانه کړنې د ټولو نړیوالو، ملي او اسلامي ارزښتونو، د دنړیوالو قوانینو او د بشري حقونو اواصولو ښکاره او بربنډ نقض دی.

زمونږ غږ د سولې، عدالت، انساني کرامت او د مظلومو او محکومو ولسي خلکو د حقونو روښانه او رسا غږ دی.
ټولو درنو خویندو او وروڼو افغانانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوو چې د افغاني غیرت، ملي وجدان او وطن‌پالنې په پار، له مونږ سره په دغه سوله‌ییز لاریون کې پراخ ګډون وکړي، تر څو په یووالي او یوه غږ سره د مظلوم ولس ملاتړ وکړو او د ظلم او وحشت پر وړاندې خپل مدني دریځ څرګند کړو.

راځئ نن د یوالي ورځ ده مونږکولی شو چې په یووالي او یوه اواز سره د خپل ولس له درده ډک غږ نړۍ ته ورسوو.

په خورا درنښت
افغان کلتوري کمېټه مونشن

30/12/2025

هغه ځوانان چې په اروپایی هیوادونوکی کې ژوند کوي او د موټر چلولو لایسنس نه لري، ښه پوهېږي چې د لایسنس اخیستل اسانه کار نه دی.
له نېکمرغه، ښاغلي کریم‌الله پښتون دا مهم او ستر خدمت تاسو ټولو ته برابر کړی دی. اوس کولی شئ د موټر لایسنس اړوند کتاب په خپله مورني ژبه (پښتو) ولولئ او په ډېرې اسانۍ سره ازموینه ورکړئ، تر څو په کم لګښت بریالي شئ.
د ښاغلي کریم‌الله پښتون د واټس‌اپ شمېره لاندې ده:
0093766161505
مهرباني وکړئ ورسره اړیکه ونیسئ او لازمې لارښوونې ترلاسه کړئ.

درنښت

ازادي موڅه په سوال ګټلي نه ده.هریوګاڼي دافغان په وینوسور دي دازادي 106کلیزه مونیکمرغه🤲🏻🇦🇫❤️
19/08/2025

ازادي موڅه په سوال ګټلي نه ده.هریوګاڼي دافغان په وینوسور دي

دازادي 106کلیزه مونیکمرغه🤲🏻🇦🇫❤️

د زمري ۷ د افغانستان ملي بیرغ ورځ دې ټولو ته نیکمرغه وي🇦🇫❤️
29/07/2025

د زمري ۷ د افغانستان ملي بیرغ ورځ دې ټولو ته نیکمرغه وي🇦🇫❤️

Adresse

Munich
81549

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Afghan Culture Community in Germany- په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنه erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Die Organisation Kontaktieren

Nachricht an Afghan Culture Community in Germany- په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنه senden:

Verknüpfungen

Teilen