19/05/2026
د ازموينو عمومي اداره – عمومي امتحانات
General Authority for Examinations
د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د جذب لپاره د نومليکنې خبرتیا!
د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون غواړي چې د ۱۴۰۵ تعليمي کال لپاره د کانکور ازموينې له لارې نوي محصلين جذب کړي. د دولسمو ټولګيو هغه فارغان چې لاندې شرايط ولري، کولای شي د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱ نېټې پورې په مرکز او ولايتونو کې د جلب او جذب قوماندانيو کمېساريو له لارې نومليکنه ترسره کړي.
د نومليکنې عمومي شرايط:
۱- د غوښتونکي عمر بايد له ۱۸ تر ۲۴ کلونو پورې وي.
۲- د درې کلونو (لسم، يوولسم او دولسم ټولګي) د نمرو اوسط بايد له ۷۵٪ څخه کم نه وي.
۳- نومليکنه يوازې د اصلي الکترونيکي تذکرې له لارې ترسره کېږي.
د اړيکې شمېره:
0748408421