20/03/2026
کوچنی اختر مو مبارک شه 🎉
برلين مېشتو افغانانو د افغانانو د همغږۍ د مرکز په همکارۍ او د ښاغلي ذاهد يار صاحب په امامت د سولې او ورورولۍ په چاپېریال کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
دا د خوښۍ ځای دی چې په برلين کې د افغانانو شمېر ډېر شوی او په پراخه کچه په کلتوري او ديني مراسمو کې ګډون کوي.
د اختر له لمانځه وروسته ښاغلي ذاهد يار صاحب په وطن کې د پاکستان وروستي وحشيانه هوايي بريدونه وغندل او له خدايه يې شهيدانو ته فردوس جنت دعا وکړه.
د افغانانو د همغږۍ مرکز - برلين
#افغانان #افغان #اختر