HAZOB e.V.

HAZOB e.V. Gelenkstift der Veränderung und Verbindung- د بدلون او پیوستون محور

د هڅوب شپږمه ګڼه چاپ شوه.جرمني کې میشت افغانان کولی شي زموږ د ویب پاڼې له لارې د مجلې د تر لاسه کولو غوښتنه وکړي.کډوالي،...
05/01/2026

د هڅوب شپږمه ګڼه چاپ شوه.

جرمني کې میشت افغانان کولی شي زموږ د ویب پاڼې له لارې د مجلې د تر لاسه کولو غوښتنه وکړي.

کډوالي، د افغانانو ستونزې، قانوني لارښوونې، ماشومانو ته په کډوالۍ چاپیریال کې د پښتو زده کړه او ګڼ نور موضوعات په دې ګڼه کې را نغښتل شوي.

هڅوب- د بدلون او پیوستون محور

Www.hazob.de

Die sechste Ausgabe von Hazob ist erschienen.

In Deutschland lebende Afghaninnen und Afghanen können über unsere Website die Zusendung der Zeitschrift beantragen.
Diese Ausgabe behandelt unter anderem Migration, die Probleme der Afghanen, rechtliche Orientierungshilfen, das Erlernen der Paschtu Sprache für Kinder im Migrationsumfeld sowie viele weitere Themen.

Www.hazob.de

د هڅوب د نوي مشرتابه لپاره ټاکنې ترسره شوې!د هڅوب ټیم د تیرو ناستو په دوام، په خپله وروستۍ نوبتي انلاین ناسته کې ددې بنس...
16/08/2025

د هڅوب د نوي مشرتابه لپاره ټاکنې ترسره شوې!
د هڅوب ټیم د تیرو ناستو په دوام، په خپله وروستۍ نوبتي انلاین ناسته کې ددې بنسټ لپاره نوی مشر غوره کړ.
دغه ناسته چې د هڅوب بنسټ د نوي مشرتابه او دغه راز د هڅوب مجلې لپاره د نوي پلاوي د ټاکنې په هدف جوړه شوې وه، اکثریت غړو یې پکې برخه اخستې وه.
په دې ناسته کې د هڅوب د مشرۍ لپاره څو کسان وړاندیز شول، چې دغړو د رایو په اکثریت ښاغلی قریب الرحمن شهاب د دې بنسټ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
تر دې وړاندې ښاغلي محمود سعید د هڅوب بنسټ مشري پرغاړه درلوده او د یاد بنسټ د کړنلارې پراساس، د ښاغلي سعید د کاري مودې په پای ته رسیدو سره نوی مشر انتخاب شو.
د هڅوب د کړنلارې پراساس، د یاد بنسټ لپاره په هرو دوو کلونو کې نوی مشر انتخابیږي.
د دې تر څنګ د ښاغلي قريب‌الرحمن شهاب پر ځای، ښاغلی عبدلواسع هېوادمل د هڅوب ټولنې د منشي پر ځای وټاکل شو.
دغونډې ګډونوالو د کاري ډلې هڅې وستایلې او د دې بنسټ د ودې لپاره یې د دوی فعالیتونه د قدر وړ وبلل.
په ناسته کې د مجلې د لاښه والي په تړاو هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې له دې وروسته به په مجله کې څو نورې ځانګړې برخې هم ورزیاتې شي او د ماشومانو د برخې لپاره به یوکتاب غوره چې په پرله پسې ډول به پکې خپریږي.
دغونډې په پای کې ښاغلي محمود سعید د هڅوب بنسټ د وروستیو فعالیتونواو پرمختګونو په تړاو معلومات شریک کړل او پریکړه وشوه چې د دې بنسټ د پیاوړتیا اوغوړېدا لپاره به هڅې دوامداره ساتي.

د بمف BAMF  (د کډوالو ادارې) د تازه شمېرو له مخې د 2025کال له جنورۍ میاشتې د جولای تر پایه جرمني کې 86916 کسانو پناغوښتن...
10/08/2025

د بمف BAMF (د کډوالو ادارې) د تازه شمېرو له مخې د 2025کال له جنورۍ میاشتې د جولای تر پایه جرمني کې 86916 کسانو پناغوښتنه کړې چې له دې ډلې 20966 یې افغانان دي.

له همدې شمېر افغانانو یوازې د 716 افغانانو پناه غوښتنه منل شوې؛ 254 کسانو ته فرعي خوندیتوب ورکړل شوي او 5295 افغانانو ته په ډیپورټ د بندیز موقتي خوندیتوب ورکړل شوی.

په 2025 کال کې د جولای تر پایه د 34542 افغانانو د پناه غوښتنې قضیې ارزول شوې چې د تېرکال پناه غوښتنې هم پکې شاملې دي او له دې شمېرو په ټولیز ډول 46,9 سلنه افغانانو ته یو ډول خوندیتوب ورکړل شوی.

په ټوله کې د افغانانو د پناه غوښتنې قضیې 43 سلنه کمې شوې او د منل کېدو سلنه یې هم نیمایي شوې.

انځورونه: د بمف راپور

بشپړ راپور کولی شئ د لومړي کمنټ په لینک کې ولولئ.

Adresse

Berlin

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von HAZOB e.V. erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Teilen