انسان INSAN

انسان INSAN To Promote Humanism, Enlightenment, and Human Prosperity

Building upon the legacy of INSAN Magazine in Kabul, the INSAN Foundation for Research and Media in Toronto represents a rebirth and continuation of the original vision in a new land. Relocating to Canada, the foundation embodies the unwavering commitment to the promotion of humanistic values, rigorous research, and media excellence that INSAN has always championed. Even in the face of adversity a

nd the profound challenges faced in Kabul, the spirit and mission of INSAN remain undiminished. This foundation not only preserves the history and ethos of its origins but also promises a future of intellectual engagement and impactful discourse on a global scale. As the next chapter of INSAN’s journey unfolds, it remains rooted in its rich past while ambitiously reaching out to new horizons.

04/15/2026

«قرآن او ښځه» د نوموتې څېړونکې او لیکوالې دکتور آمینه ودود کتاب دی چې د ښځو له نظره د قرآن‌پاک د سپېڅلي متن مطالعه وړاندې کوي. آغلې ودود چې خپل تفسیر توحیدي هرمنوتیک نوموي، په قرآن عظیم‌الشان کې د ښځو په حضور او موقعیت باندې بحث کوي.
د دې کتاب فارسي ترجمې ته کتنه پياوړي لیکوال ښاغلي قدرت‌الله ځواک کړې ده چې د انسان مجلې په پنځمه ګڼه کې خپره شوې.

د یادې کتاب‌کتنې بشپړ متن چې په پښتو دی په لاندې لینک کې ولولئ:
https://insanmag.com/article/113

04/11/2026

در سلسله لکچرهای تاریخ افغانستان در هشتمین قسمت این سلسله دربارۀ جنگهای افغان – انگلیس و بخصوص جنگ اول که از سال ۱۸۳۸ تا ۱۸۴۲ به وقوع پیوست، به میان آمدن دولت معاصر و ظهور شعور و آګاهی ملی که منجر به ایجاد دولت مدرن شد، بحث میشود. همچنان در مورد آغاز مطالعات افغانستان که در میانۀ قرن نوزده واقع شد و عمیقاً در انحصار دستگاۀ جنگی غرب قرار گرفت به تفصیل صحبت شده است.

لکچر کامل را در لینک زیر ببینید:
https://youtube.com/watch?v=G9kYv4Mx_bg

04/09/2026

د انسان مجلې پرله‌پسې یوولسمه ګڼه چې ټاکل شوې د روان کال په حمل، ثور، او جوزا کې په متواتر شکل خپره شي، د عمومي موضوع او محتوايي استقامتونو په اړه عمومي بلنه او پېژندنه په لاندې لینک کې ولولئ.
یاده ګڼه د نوي‌استعمار په زمینه کې د ځانګړو مهاجرو ګروپونو او ډياسپورا ډلو پر ونډې او د مستعمره ټولنو پر وړاندې په نیابتي سیاستونو کې د هغوی په کردار تمرکز کوي، او دا پوښتي چې ولې ډیاسپورا د مستعمره ټولنو د اواز پر ځای د استعمار په ابزار بدلیږي؟
موږ له ټولو معززو څېړونکو، لیکوالانو، او مؤلفینو څخه هیله لرو چې خپل ارزښتمن اثار د یادې ګڼې موضوع ته په کتو د خپراوي لپاره موږ ته راولېږي.
https://insanmag.com/article/282

03/07/2026

د مې اوومه ۲۰۱۷ سهار، د کندهار ښار په زړه کې، د طالب وسله‌والو په یو غلچکي او ناځوانمردانه برید کې زموږ همزولی مفکر او روڼ‌اندی مولانا عبدالغفور پېروز په شهادت ورسېد. نوموړی یو متعهد روښنفکر، اغېزناک شخصیت، او نه‌ستړې‌کېدونکی مبارز و. له هغه څخه پاتې اثار او افکار د نوموړي په همزولي نسل کې د فکر او نظریې په روښنايي کې د پام‌وړ مقام لري.

انسان مجله د نوموړي په یاد او درناوي د نهم تلین په مناسبت ځانګړی دفتر خپروي. د یاد دفتر لپاره د لیکنو او مقالو بلنه په لاندې لینک کې ولولئ او موږ ته خپل آثار راولېږئ:
https://insanmag.com/article/275

02/24/2026

د دوو ورځو په ځنډ، د خان علیین مکان خوشال خان خټک د ۳۳۷م تلین په مناسبت د لیکنو او مقالو دا ځانګړی دفتر په اوو لیکنو مشتمل خپور شو.
د هغو خپرو شوو لیکنو څخه ورهاخوا چې په تېرو څو ورځو کې زموږ لوستونکو د انسان مجلې په ویبپاڼه لوستي دي، په دې دفتر کې د اوزبیک لیکوال او ادیب دوکتور عارف عثمانوف لیکنه، د تهران پوهنتون د استاد دوکتور حسین خطیبي وینا، د دستارنامې په اړه د پوهاند بهاالدین مجروح لیکنه، او د ښاغلي ضیاءالحق شمس لیکنه شاملې دي.

موږ هیله‌من یو چې د خوشال‌پېژندنې مبحث ته په خپلو راتلونکو خپرونو کې دوام ورکړو او نوي مطالعات خپاره کړو. بشپړ دفتر له لاندې لینک څخه درښکته کړئ:
https://insanmag.com/daftar/68ffff4c1dc5dcf19c71631c

02/21/2026

دفترِ مجروح
د پوهاند بهاالدین مجروح پر ژوند، شخصیت، آثارو، او افکارو د لیکنو او مقالو ټوګه

د افغانستان پر روڼ‌اندي او مترقي عناصرو، تجربو، او فعالیتونو باندې د انسان مجلې د دفترونو په سلسله کې د ارواښاد پوهاند بهاالدین مجروح په اړه دا مجموعه په درېیو څپرکو مشتمله د اتلسو لیکنو او مقالو ټولګه ده چې د پروفیسور مجروح ژوند، شخصیت، پيغام، اغېز، آثار، او افکار څېړي.

یاده ټولګه له لاندې لینک څخه لوستلی او درښکته کولای شئ:
https://insanmag.com/daftar/68ffffb41dc5dcf19c71632b

02/16/2026

د افغانستان په روشنفکرانه بهیر کې د ښځو ځای، د مجروح کنفرانس ۲۰۲۶، دویم مجلس و چې د فبروري په دولسمه ترسره شو.
د بحث بشپړه بڼه په لاندې ویډیو کې کتلی شئ:
https://youtu.be/6S0LkUYaLmE

02/11/2026

نن د فبروري ۱۱مه د ارواښاد مجروح تلین ۳۸م تلین دی. د مجروح کنفرانس په لومړني مجلس کې د مجروح د هم‌عصره روشنفکرانو په ونډې او اثراتو خبرې کېږي. دا مجلس هم‌مهاله زموږ په یوټیوب چینل خپریږي. دلته یې لیدلی شئ:
https://www.youtube.com/watch?v=NGP4wrjux80

02/10/2026

مجروح کنفرانس ۲۰۲۶
د استاد مجروح او د هغه د هم‌عصره روشنفکرانو ونډې ته کتنه
چهارشنبه، د فبروري ۱۱مه

استاد مجروح په کابل پوهنتون کې د فلسفې استاد و چې د اتیایمې میلادي لسیزې په اوایلو کې له افغانستان څخه کډوال او په پېښور کې مېشت شو. نوموړی د ۱۹۸۸ د فبروري د ۱۱مې په ماښام په خپل دفتر کې ووژل شو چې ګڼ څېړنیز او مطبوعاتي راپورونه، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هغه په وژنه کې متهم ګڼي. ارواښاد مجروح پر افغانستان د شوروي یرغل او حضور سخت مخالف و. د مجروح وینا او کیسه څه وه او د افغانستان لپاره یې څه نسخه درلوده؟ آیا هغه د سیاسي تاوتریخوالي قرباني شو؟ هغه یې ولې له منځه یووړ؟
د پروفیسور مجروح او د هغه د وخت د روشنفکرانو د ونډې، پروګرام، او نسخې ته بیاکتنه چې د اوسني پنځوس کلن کړکېچ لومړني قربانیان وو، څه پيغام لري او څه ترې زده کولای شو؟ آيا له بحران څخه د افغانستان د وېستلو لپاره روشنفکرانو کومه طرحه او تګلاره درلوده؟ د مجروح کلني کنفرانس په دې ځانګړي بحث کې به درانه مېلمانه همدا موضوعات تر لا ډېرې څېړنې لاندې ونیسي.
د غونډې په اړه نور جزییات په دې لینک کې وګورئ:
https://insantalks.com/ps/event/6985269774111a731e4a07ff

02/10/2026

کنفرانس مجروح ۲۰۲۶
بازخوانی نقش استاد مجروح و روشنفکران هم‌عصر او
چهارشنبه، یازدهم فبروری

استاد مجروح استاد فلسفه در پوهنتون کابل بود که در اوایل دهۀ هشتاد میلادی از افغانستان مهاجر شد و در شهر پشاور اقامت گزید. وی در شامگاه یازدهم فبروری ۱۹۸۸ در دفتر کارش به قتل رسید. شماری از گزارش‌های تحقیقی و مطبوعاتی، گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی، را به دست‌داشتن در قتل او متهم می‌دانند. زنده‌یاد مجروح از مخالفان سرسخت تجاوز و حضور اتحاد شوروی در افغانستان بود. دیدگاه و روایت مجروح چه بود و برای افغانستان چه نسخه‌ای ارائه می‌کرد؟ آیا او قربانی خشونت سیاسی شد؟ چرا از میان برداشته شد؟
بازنگری نقش، برنامه و نسخهٔ فکری پروفیسور مجروح و روشنفکران هم‌دورهٔ او که از نخستین قربانیان بحران پنجاه‌سالهٔ کنونی افغانستان به‌شمار می‌روند، چه پیامی با خود دارد و چه درس‌هایی می‌توان از آن آموخت؟ آیا روشنفکران برای بیرون‌کشیدن افغانستان از بحران، طرح و راهبرد مشخصی در اختیار داشتند؟ در این بخش ویژه از کنفرانس سالانهٔ مجروح، مهمانان گرامی همین موضوعات را به‌گونهٔ عمیق‌تر مورد بررسی و واکاوی قرار خواهند داد.

برای جزییات متعلق به جلسه لینک زیر را کلیک کنید:
https://insantalks.com/dr/event/6985269774111a731e4a07ff

02/07/2026

Address

Toronto, ON

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when انسان INSAN posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share