08/29/2026
په کالګري کې د افغانانو په خپل نوښت د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې ولسي او کلتوري لمانځنه
د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۷مه، د کاناډا هیواد دالبرټا ایالت په کالګري ښار کې د افغانستان د استقلال ۱۰۷مه کلیزه د یوې شانداره او رنګینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. دا غونډه د کومې رسمي ټولنې یا بهرني تنظیم له لوري نه، بلکې په بشپړ ډول د با احساسه او وطندوسته افغاني خویندو او وروڼو په ګډو هڅو او ولسي نوښت د کالګري ښار په جینیسس سنټر (Genesis Centre) کې جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د افغانستان د ملي سرود په اورولو سره پیل شوه،
غونډې په بشپړ ډول ولسي بڼه درلوده او د کوم دولتي یا رسمي چارواکي له حضور پرته، یوازې د عامو، کلتوري او علمي افغانانو په مټ پرمخ یوړل شوه.
ویناوالو په خپلو کلامونو کې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ پر تاریخي ارزښت او د غازي امان الله خان پر هڅو رڼا واچوله او
په بهر کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د کلتوري او ملي یووالي د ساتلو غوښتنه وکړه
د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو استازو، کورنیو او ځوانانو په خورا مینه په دغه پرتمینه غونډه کې برخه اخیستې وه.
د غونډې فضا د ملي یووالي په رنګونو سمبال وه، په ځانګړي ډول، په کاناډا کې مېشتو افغان اهل هنود ورونو او خویندو ګډون د غونډې ښکلا لا زیاته کړه او دا پیغام یې یو ځل بیا روښانه کړ چې:
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ زموږ وینه، تاریخ، کلتور او وطن موږ سره یو کوي
د کلتوري توکو او افغاني جامو نندارتوند:
غونډې په څنډه کې، یو شمېر افغان خویندو د هېواد د بډایه کلتور د معرفي کولو او د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د افغاني لاسي صنایعو، دودیزو توکو او ښکلو کاليانو (جامو) نندارتون او بازار هم جوړ کړی و.
ګډونوالو وکولای شول چې دغه کلتوري توکي له نږدې وګوري او د مېرمنو د لاسي صنایعو د ملاتړ په موخه یې وپېري.
پایله
دې غونډې دا ثابته کړه چې د وطن مینه او د خپلواکۍ د ارزښتونو لمانځنه د کوم ځانګړي چوکاټ یا رسمي ادرس پورې تړلې نه ده، بلکې د هر افغان په زړه کې ژوندۍ ده.
غونډه د غازيانو او د ازادۍ د لارې د شهیدانو روح ته په دعا، او د ټولو افغانانو ترمنځ د تلپاتې سولې او یووالي په هیلو پای ته ورسېده.