04/05/2026
د اسلام له نظره، ټولنیز امن سوله ییز ژوند او یووالی یوازې یو انتخاب نه، بلکې یو دیني فرض دی. کله چې یو څوک د نفاق ، نا امني ، بیلوالي ، تفرق او ډلبازۍ لاره نیسي، هغه په حقیقت کې د ټولنې د پاشلو لپاره د شیطان د وسیلې په توګه کار کوي. په دې توګه د مشترک انسانیت جوهر او هویت مغشوش ، تاو تریخوالي تیریو او جګړو ته لاره اواریږي.اسلام له دې ټولو څخه خلاصون غواړي او ټینګار کوي چې د ټولنې د سولې او امنیت ساتنه د هر مسلمان په غاړه یو امانت دی. نو لازمه ده چې مسلمانان د یووالي، پخلاینې او د ګډ انسانیت د کرامت په ساتلو سره د شیطان د دسیسو مخه ونیسي.