08/06/2026
نوښار: د ګل مارکېټ په بازار کې اورلګېدنه، افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي
د نوښار د ګل مارکېټ په سوداګریز بازار کې د اورلګېدنې له امله لسګونو دوکانونو ته زیان اوښتی او یو شمېر افغان سوداګرو ته هم درانه مالي تاوانونه رسېدلي دي.
ځايي سرچینې وایي، اور د شپې ناوخته په بازار کې ولګېد او په لنډ وخت کې د بازار ګڼو برخو ته خپور شو. د اور د شدت له امله په څو دوکانونو کې موجود سوداګریز توکي، ګودامونه او نور قیمتي سامانونه وسوځېدل.
د سیمې د خلکو په وینا، د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسېدې او له څو ساعتونو هڅو وروسته یې اور تر کنټرول لاندې راوست، خو تر هغه وخته پورې ګڼو سوداګرو ته میلیونونه روپۍ زیان اوښتی و.
یو افغان سوداګر وویل:
“په دوکان کې مو د کلونو پانګه پرته وه. د اور له امله هر څه له منځه ولاړل او اوس نه پوهېږو چې خپل کاروبار به څنګه بېرته ورغوو.”
یو بل سوداګر افغان ډیاسپورا ته وویل:
“موږ دلته په سختو شرایطو کاروبار کوو. دا اورلګېدنه زموږ لپاره لویه ضربه ده او له اړوندو ادارو غواړو چې زموږ د زیانونو ارزونه وکړي او مرسته راسره وکړي.”
د یادونې وړ ده چې د نوښار د ګل مارکېټ بازار د سیمې له مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، چې پکې لسګونه افغان او پاکستاني سوداګر په بېلابېلو برخو کې کاروبار کوي.
د دې اورلګېدنې له امله رامنځته شوی زیان نه یوازې د سوداګرو پر اقتصادي وضعیت اغېز کړی، بلکې د ګڼو کورنیو د عاید سرچینې یې هم له ګواښ سره مخ کړې دي. چارواکو ویلي چې د زیانونو د کره اندازې او د اور د لګېدو د لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
راپور: Jab