پکتیکا ۔ ځوانانو چارو آمریت

پکتیکا ۔ ځوانانو چارو آمریت ځوان د ټولنې ساه دی.

د اطلاعاتو او کلتور رياست او دوران ښوونيزې اکاډمۍ  ترمنځ د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ر...
04/08/2025

د اطلاعاتو او کلتور رياست او دوران ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند، ځوانانو چارو آمريت او دوران ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ بې وزلو ځوانانو ته د زده کړو زمينې برابرولو په موخه د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وويل؛ د ياد هوکړه ليک له مخې به دوران ښوونيزې اکاډمۍ ته په څلورو (انګلېسي ژبې، کمپيوټر زده کړو، ويناوالي فن او ماشوم روزنې) څانګو کې (۴۰) تنه بې وزله ماشومان او ځوانان په پنځوس سلنې تخفيف ور معرفي کوي او د زده کړو زمينه به ورته برابروي.
نوموړي له ياد ښوونیز مرکز څخه د مننې تر څنګ وويل؛ په ټول توان سره به د خپلې ټولنې لپاره په ښوونيزو او علمي برخو کې کار کوي او خپلې هڅې به دوامدارې ساتي.

د دوران ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل مدیر اکبرخان ريحان له اطلاعاتو او کلتور رياست مننه وکړه، چې د بې وزلو ماشومانو او ځوانانو په برخه کې يې خپلې هڅې روانې ساتلې دي.
نوموړي زياته کړه؛ له ټولو را معرفي شويو ماشومانو او ځوانانو سره به په زده کړو کې پوره همکار وي.

د يادونې ده، چې ياد هوکړه ليک د دوه اړخيزو همکاريو پر بنسټ لاسليک شوی دی.

پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست
۱۴ زمری ۱۴۰۴

خبرتیا!د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ځوانانو چارو قدرمن معینیت، له خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو سره د هوکړه ...
28/07/2025

خبرتیا!

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ځوانانو چارو قدرمن معینیت، له خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو سره د هوکړه لیکونو لړۍ بيا پيل کړې.

هغه ځوانان، چې غواړي، په مرکز کابل کې په بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو کې د خزاني سمسترونو په دوام لوړې زده کړې ترسره کړي، نو د نوم ليکنې لپاره دې د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت ته مراجعه وکړي.

د نوم ليکنې ځای:
پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست

دا چانس له لاسه مه ورکوئ!

پوهنتونونه، پوهنځي، څانګې او تخفيف په لاندې کمينټ کې ليدلی شئ 👇

له ښوونې سربېره روزنه هم زموږ لومړيتوب دی.دغه څرګندونې د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امر ښاغلي م...
28/07/2025

له ښوونې سربېره روزنه هم زموږ لومړيتوب دی.

دغه څرګندونې د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امر ښاغلي محمد ذاکر ناياب په ارګون ولسوالۍ کې له ذکي روان ښوونيز مرکز څخه په انګلېسي ژبې او کمپيوټر زده کړو کې د (۲۰۰) تنو ځوانانو د فراغت مراسمو کې وکړې.
نوموړي وويل؛ مسلـ,ـمان ځوان ته په کار دی، چې د ښوونې او عصري علومو ترڅنګ د روزنې او اخلاقياتو برخه هم په پوره معنی په پام کې ونيسي.
ناياب وويل؛ خوښ دی، چې په يوه ولسوالۍ کې په دومره لويه ځوانان له ښوونيز برنامو د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

د غونډې نورو ويناوالو هم د زده کړو په ارزښت او اړتيا خبرې وکړې، دا يې د هېواد د رغونې او جوړونې لپاره تر ټولو مهمه برخه وبلله او له ټولو والدينو يې غوښتنه وکړه، چې خپل اولادونه د ښوونځيو او مدرسو ترڅنګ ښوونيزو مرکزونو ته ولېږي، څو خپلې وړتياوې او استعدادونه وغوړوي.

د ذکي روان ښوونيز مرکز مسؤلينو هم په خپلو خبرو کې ټولو ګډونوالو ته اطمینان ورکړ، چې هڅه به کوي، په خپلو برنامو او پلانونو کې لا غوره کيفيت او معيار ته پاملرنه وکړي.
دوی زياته کړه؛ تر دې وړاندې يې هم په بېلابېلو پروګرامونو کې په سلګونه تنه ځوانانو ته د زده کړو زمينې برابرې کړې دي.

پاتې دې نه وي، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د يادو فارغينو له ډلې شل تنه ممتاز زده کوونکي په چمتو شويو ډاليو ونازول شول.

ـــــــــــــــــــــــ
پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست
۶ زمری ۱۴۰۴

پکتيکا کې د نوي چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه.د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند، فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د ليکوال...
17/07/2025

پکتيکا کې د نوي چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه.

د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند، فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د ليکوال محمد ذاکر ناياب د نوي چاپ شوي (د اِسـ,ـتشهاد د امام په کاروان کې) کتاب مخکتنه وشوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مــلا محمد امین حذیفه ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست او ليکوال ته د کتاب د چاپ د مبارکي ترڅنګ زياته کړه: په ټول توان سره به پکتيکايي ليکوالو ته د کتابونو د چاپ زمينې برابرې کړي.
نوموړي وويل: هڅه به وکړي، چې د مطالعې دود، ليکوالي او کتاب ليکنې په برخه له ليکوالو سره بېلابېلې ناستې او پروګرامونه ترتيب کړي.

د پکتيکا د علمــاوو شورا رئيس شيــخ عبدالقدوس اعظمي وويل: د بريا راز په قلم او کتاب کې دی او همدا مو په اوس وخت کې د ځان بساينې تر ټولو ښه چاره ده. دۀ زياته کړه؛ دا د قرانکــريم آمر دی، چې موږ د علم لار ونيسو.
د غونډې مېلمه او علمي شخصيت الحاج مــولوي محمـدنبي حق پرست وويل: خوښ دی، چې د نوي چاپ شوي کتاب د مخکتنې غونډه کې ګډون کوي.
نوموړي زياته کړه؛ اطلاعاتو او کلتور رياست په تېرو څو کلونو کې په خپله برخه کې ډېری هڅې کړې او فعاليتونه کړي او په راتلونکي کې هم ترې د داسې نوښتونو او پرمختګونو هيله لرو.

ليکوال مفــتي محمـد عرفان الهام په خپلو خبرو کې د ځوانانو په مسؤليتونو، د وخت په ارزښت او د کتاب ليکنې په اهميت خبرې وکړې او دا ډول قلمي هڅې يې ډېر موثرې وګڼلې.
ځوان فعال حسن خان احسان هم له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د مننې ترڅنګ په نوي چاپ شوي کتاب سربېره له ځوانانو غوښتنه وکړه، څو خپل وخت ضايعه نه کړي او ځانونه د علم او کتاب له لارې خپلې ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځوي.

(د اِسـتـ,ـشهاد د امام په کاروان کې) کتاب لیکوال او د ځوانانو چارو امر محمد ذاکر نایاب له ټولو درنو ګډونوالو د مننې ترڅنګ وويل؛ په ټول توان سره به خپلو قلمي هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه؛ دا کتاب يې ځکه وليکه، چې له يوه لوی شخصيت سره يې د سفر خاطرې په ذهن کې ګرځېدې، همدارنګه د ادب د لاروي په توګه يې ځان مسؤل ګانۀ، څو دا کيسې او خاطرې قلمبند کړي.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست د پياوړو ليکوالو مـولوي ضياء الحق حسان او مـولوي نصيب الله رحيمي د دوو نويو چاپ شويو کتابونو مخکتنه کړې وه.

پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست
۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴

بلنلیک! د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست، فرهنګ او ګرځندوی آمريت په پام کې لري؛ چې د ليکوال محمد ذاکر ناياب د نوي چاپ شو...
15/07/2025

بلنلیک!

د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست، فرهنګ او ګرځندوی آمريت په پام کې لري؛ چې د ليکوال محمد ذاکر ناياب د نوي چاپ شوي (د اِستشـ,ـهاد د امـ,ـام په کاروان کې) کتاب مخکتنه د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ترسره کړي.

په همدې اساس ټولو لیکوالو، شاعرانو، فرهنګپالو، ځوانانو او د کتاب او مطالعې مینوالو ته خبر ورکول کوو، چې په ياده علمي او فرهنګي ناسته کې په خپل ګډون سره وياړ را وبښئ.

درک: پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست

ورځ: سبا (چهارشنبه)

وخت: ماسپښين ۳ بجې

د اړیکې شمېره : ۰۷۷۶۷۸۵۵۷۰

پکتیکا کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مشرتابه د مبارکۍ پیغام ووېشل شود پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ولایت...
05/06/2025

پکتیکا کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مشرتابه د مبارکۍ پیغام ووېشل شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ولایت مقام، ارشاد حـ,,ـج او اوقافو او امر باالمـ,,ـعروف او نهي عن المنکـ,,ـر ریاستونو په همکارۍ د مرکز په شمول ټولو ولسوالیو ته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د زعیـ,,ـم امیرالمُؤمِنـ,,ـین شیــ,,ـخ القُرآن و الحدیِـ/ـث مولَـ,,ـوي هِبـ,,ـةُ ﷲ اخنـ,,ـدزاده صاحب حفِظَـ/ـهُ ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام ووېشل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مـ,,ـلا محمدامین حذیفه وویل: د افغانستان اسلامي امــ,,ـارت مشر عالیقـ,ـدر امیرالمُؤمِنـ,,ـین شیخ القُرآن و الحدیِــ,,ـث مولَـ,,ـوي هِبـ,,ـةُ ﷲ اخنـ,,ـدزاده صاحب حفِظَـ/ـهُ ﷲ تعالی د نېکمرغه لوی اختر مبارکي پېغام مو، د مرکز ښرنې ښار عامو خلکو، مسجدونو او ټولو ولسوالیو ته ولېږل، څو ټول خلک له دې لېکل شویو زرینو کزښو خبر او ګټه ترې پورته کړي.
د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمُؤمِنـ,,ـین حفظـ,,ـه الله پیغام کې په شتمنو او تجارانو غږ شوی، چې د‌ هېواد‌ په ځان بسياينه کې رغنده رول ولوبوي او له اقتصادي ارګانونو یې د هغوی د پوره ملاتړ غوښتنه کړې، له ديني علــ,,ـماوو او قومي مشرانو يې غوښتي، چې خلک د شريعت پوره تطبيق، د نيکو اعمالو ترويج، د شرعي نظـ,,ـام ملاتړ او ملي يووالي ته را وبولي.
په فلسطین کې یې د کمونېسـ,,ـتي رژيم روان بريدونه يې بشري جنايت او ظلم بللی او په کلکه یې غندنه کړې، د فلسطيــ,,ـن د‌ مظلـ,,ـوم ولس څخه يې يو وار بيا ملاتړ څرګند کړی او د حج مراسمو ته له تللو افغانانو او د نړۍ له ټولو مسلمانانو يې غوښتي، چې په خپلو دعاګانو کې ټول اسلامي امت هېر نه کړي.
ــــــــــــــــــــــــ
پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست
۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴

د کمپيوټر زده کړو اوومه دوره درسي لړۍ پيل شوه. د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلين وايي: د ياد رياست، د ځوانانو چارو...
17/05/2025

د کمپيوټر زده کړو اوومه دوره درسي لړۍ پيل شوه.

د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلين وايي: د ياد رياست، د ځوانانو چارو آمريت په ښوونیز مرکز کې يې شاوخوا ۱۲۰ تنو مجـ/ـاهدينو، محصلينو، زده کوونکو او ټولو ځوانانو ته د کمپيوټر زده کړې اوومه دوره لړۍ پيل کړه.

د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ/ـلا محمد امين حذيفـه وويل: پلان لري، چې د ځوانانو لپاره په ښوونيزه برخه کې دا ډول پروګرامونه دوامداره وساتي.
ده زياته کړه: هڅه کوي، چې د ځوانانو د علمي او
فکـ/ـري وړتيا لوړولو په موخه په راتلونکې کې په ځينو ولسواليو کې هم ورته ښوونيز مرکزونه بيا فعال کړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز استادان پيرزاده او تاج ګل ذکي وايي: د زده کړو په دې روانه څلور مياشتنۍ دوره کې به زده کوونکو ته د کمپيوټر اړوند پروګرامونه تدريسوي او په ټول توان سره به د دوی د ښوونيزې وړتيا لپاره کار کوي.

د ياد ښوونيز مرکز د ګډونوالو په استازولۍ يو تن زده کوونکي او محصل نورالله له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د مننې تر څنګ په راتلونکې کې هم د داسې ښوونيزو او علمي پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، د زده کړو په دوران کې به په ښه توګه خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکوي.

هېره دي نه وي, چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمريت ښوونیز مرکز څخه په شپږو دورو کې سلګونو ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست
۲۸ غویی ۱۴۰۴

خبرتیا!د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست، ځوانانو چارو آمريت په پام کې لري، چې د کمپيوټر زده کړو اوومه ښوونيزه دوره پيل ک...
05/05/2025

خبرتیا!

د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست، ځوانانو چارو آمريت په پام کې لري، چې د کمپيوټر زده کړو اوومه ښوونيزه دوره پيل کړي.
په همدې اساس ټولو ځوانانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روانې ثور مياشتې تر (۲۱) نېټې په ياد څلور میاشتني پروګرام کې د ګډون لپاره ځوانانو چارو آمریت ته د تذکرې له کاپي او دوو قطعو عکسونو سره ځانونه را ورسوئ.

د درسونو وختونه:
سهار (۷:۳۰ - ۸:۳۰)
ماسپښين: (۳:۳۰-۴:۳۰)

د درسونو پيل:
شنبه - ۲۱/ثور/۱۴۰۴
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست

📢 خبرتیا!فرصت محدود دی، ژر اقدام وکړئ!🚨د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو چارو آمریت ټولو ځوانانو ته زېری ورک...
08/04/2025

📢 خبرتیا!

فرصت محدود دی، ژر اقدام وکړئ!🚨

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو چارو آمریت ټولو ځوانانو ته زېری ورکوي، چې ډاکتر عبدالکبير د روغتيايي علومو انستيتوت د پکتيکايي ځوانانو لپاره په ۲۵٪ تخفیف سره د نيمه عالي زده کړو🎓 ځانګړی فرصت وړاندې کوي!

🗓️ د نوم ليکنې نېټه: له (۱۸ وري ۱۴۰۴) تر (۲۴ وري ۱۴۰۴) پورې.

🏠 د نوم ليکنې ځای: پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست – ځوانانو چارو آمریت

نوټ: د نوم ليکنې پر وخت يو قطعه عکس اړين دی.

د نيمه عالي تحصيلاتو په برخه کې د تخفيف په موخه هوکړه ليک لاسليک شو.د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ځوانانو چارو ...
06/04/2025

د نيمه عالي تحصيلاتو په برخه کې د تخفيف په موخه هوکړه ليک لاسليک شو.

د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ځوانانو چارو آمریت او ډاکتر عبدالکبير روغتيايي علومو انستيتيوت په بېلابېلو روغتيايي برخو کې د ځوانانو د ښه راتلونکي په پار د ګډو همکاريو او تخفيف په موخه هوکړه لاسليک کړه.

د ياد هوکړه ليک پر اساس، د ځوانانو چارو آمريت له لوري (۵۰) تنه ور پېژندل شوي ځوانان کولای شي د دريو سميسترونو په دوران کې په (۲۵) سلنه تخفيف سره په (عالي نرسينګ, عالي لابراتوار, غاښونو څانګه او فارمسي) برخو کې خپلې زده کړې وکړي.

د اطلاعاتو اوکلتور رئيس مــلا محمد امين حذيفه د ياد هوکړه ليک د لاسليک له امله د ډاکتر عبدالکبير روغتيايي علومو انستيتيوت له ادارې مننه وکړه.
نوموړي په ځوانانو غږ وکړ، چې له یاد فرصت ګټه واخلي او خپلې زده کړې ترسره کړي.

د یادونې ده، چې پکتيکا اطلاعاتو او کلتور ریاست تر دې وړاندې هم په يادو هوکړه ليکونو لسګونه تنه ځوانان ياد روغتيايي علومو انستيتوت ته ور پېژندلي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست
۱۷ وری ۱۴۰۴

Address

Paktika
Sharan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پکتیکا ۔ ځوانانو چارو آمریت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share