سليمان غر کلتوري ټولنې بشري موسسه

Call Directions Website Contact the organization

سليمان غر کلتوري ټولنې بشري موسسه Humanitarian Organization of Sulimanghar Cultural Association HOSCA

https://www.linkedin.com/in/sulimanghar-cultural-association-sca-01233a124

Humanitarian Organisation of Sulimanghar Cultural Association HOSCA

06/07/2026

د افغانستان پلازمینې کابل اوسېدونکي وايي اوس مهال تر بل هر وخت د څښاک لپاره د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. دوي وايي هره میاشت د زرګونه افغانیو اوبه په بیه اخلي داسې مهال چې په کور دننه بې کارۍ او بې وزلۍ هم ورځ تر بلې پراخیږي. اقلیمي بدلون، د اوبو ناسم مدیریت، لسیزې جګړې او د اورښتونو کموالی هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د اوبو سرچینې د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د افغانستان د نورو لویو ښارونو په پرتله د کابل ګڼ نفوسه ښار اوسېدونکي وايي د ډېری برخو د ځمکې لاندې اوبه ککړې او تر بل هر وخت ښکته شوي او دوی مجبور دي هره ورځ په پیسو اوبه واخلي. که څه هم د اوبو د کمښت ستونزه په دې ښار کې عمومي ده خو د هغه خلکو لپاره لا ډېره سخته ده چې د کابل ښار په لوړو کې اوسیږي. دوی اړ دي چې اوږد واټن ووهي او له لاسي کراچیو نه په استفادې کورونو ته د څښاک لپاره پاکې اوبه راوړي.
د یادولو وړ ده چې اوس مهال نه یوازې پلازمینه بلکې د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه هم د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
تېر ۲۰۲۵ ز.کال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یو راپور کې د افغانستان په کچه د اوبو د کمښت خبرداری ورکړي و او ویلي و چې په دې کال کې د افغانستان شاوخوا ۳۳ میلیونه وګړي اړینو اوبو ته لاس رسی نه لري.

26/12/2025

افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کمی
اروپايي اتحادیه وايي افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.
د اسیا- پاسیفیک لپاره د اتحادیې د بشري مرستو دفتر وايي چې په افغانستان کې اوبه د کلونو جنګ او د اقلیم د خرابیدو له کبله ډیرې کمي شوي دي.
اروپايي اتحادیه وايي اړمنو کورنیو سره د اوبو د راویستلو لپاره د لاسي پمپونو او د څاګانو په کیندلو کې مرسته کوي.
مخکې تردې، یونیسیف یاد کوچنیانو لپاره دملګرو ملتونوصندوق خبرداری ورکړی وو چې په کابل کې د اوبو زیرمې امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پوري په پشپړه توګه پای ته ورسیږي.
یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته کسان د څښاک لپاره له غیرصحي اوبو کار اخلي.

23/11/2025

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۱۱۸ کورنۍ چې ټول‌ټال ۵۹۹۳ کډوال کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې د سپین بولدک له لارې ۷۰۲ کورنۍ، د تورخم له لارې ۳۵۷ کورنۍ، د اسلام‌کلا له لارې ۳۲ کورنۍ او د ورېښمو پله له لارې۲۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. هیله ده چې اړوند موسسات ورته لازمه پاملرنه وکړي.

23/11/2025

په برازيل کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه د کاپ ۳۰ غونډه له سختو جنجالونو وروسته د یوې هوکړې په کولو سره پايته ورسېده خو په دې کې فوسيلي سون توکو ته چې د نړيوالې تودوخې لامل ګرځي مستقیمه اشاره نه ده شوې.
دا د بريتانيا او اروپايي ټولنې په ګډون له ۸۰ زياتو هېوادونو لپاره نهيلې کوونکې وه چې غوښتل یې په نړۍ کې د تېلو، ډبرو سکرو او ګازو کارول په تدريجي ډول کم کړي.

Address

01
Shahr-e Now

Telephone

+93749966699

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سليمان غر کلتوري ټولنې بشري موسسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to سليمان غر کلتوري ټولنې بشري موسسه:

Shortcuts

Share