27/09/2026
د شیدو ورکوونکو او مولدو وزو وېش؛ د دوامدارې معیشت پر لور یو ګام
په تېر کال کې د کونړ ولایت د ویجاړونکي زلزلې له امله ګڼو کورنیو خپل د عاید سرچینې او د ژوند وسایل له لاسه ورکړل. د دغو کورنیو د ملاتړ په موخه، مسلم هندز افغانستان ۱۰۰ شیدې ورکوونکې او مولدې وزې د سوکي او نورګل ولسوالیو له ۵۰ زیانمنو کورنیو سره ووېشلې.
دا پروژه د پخوانیو مرستو، چې د خوراکي او غیرخوراکي توکو وېش پکې شامل و، په دوام کې پلې شوه، څو کورنیو ته د ماشومانو لپاره د شیدو او ښه تغذیې، د دوامدار عاید او د ژوند د بیا رغونې زمینه برابره شي.
د څارویو د ښه ساتنې لپاره کورنیو ته د څارویو خوراک او علوفه، وترنري خدمتونه او عملي روزنې هم وړاندې شوې، چې پکې د تغذیې، د ناروغیو د مخنیوي، د شیدو د حفظالصحې او د لبنیاتو د محصولاتو د پلور په اړه لارښوونې شاملې وې.
د دې ملاتړ موخه له اړمنو کورنیو سره د معیشت او عاید د سرچینې په رامنځته کولو او د یوه خوندي او باثباته راتلونکي په جوړولو کې مرسته کول دي. د اړمنو کورنیو ملاتړ، د لا ښه راتلونکي د جوړولو لپاره یو مهم لومړنی ګام دی.
__________________________________________________________________________________________________________________________________________________________________

Distribution of Dairy and Breeding Goats: A Step Towards Sustainable Livelihoods
Following the devastating earthquake that struck Kunar Province last year, many families lost their sources of income and livelihoods. To support these affected families, Muslim Hands Afghanistan distributed 100 dairy and breeding goats to 50 families in the districts of Suki and Nurgal.
Building on previous assistance, including the distribution of food and non-food items, this project aims to provide families with a sustainable source of milk and improved nutrition for children, while creating opportunities for income generation and livelihood recovery.
To support the proper care of the animals, families also received animal feed and fodder, veterinary services, and practical training on animal nutrition, disease prevention, milk hygiene, and the sale of dairy products.
The aim of this support is to help vulnerable families establish sustainable livelihoods and sources of income while building a safer and more secure future. By supporting families in need, we can take an important first step towards building a better and more sustainable future.