د مور هیله خیریه بنسټ۔Hope of mother welfare foundation

Call Directions Contact the organization

د مور هیله خیریه بنسټ۔Hope of mother welfare foundation خدایی خدمتګار

08/10/2026

د ګران او قدرمن ورور اسماعیل حسینی صیب څخه د زړه له کومې مننه، چې له یوې بېوزله کورنۍ سره یې د خوراکي توکو مرسته وکړه.
الله تعالی دې د هغه دا نېک عمل، صدقه او مرسته په خپل دربار کې قبوله کړي، اجر او ثواب دې ورته څو چنده کړي، په مال، عمر، صحت او ژوند کې دې ورته برکت واچوي.
یا الله! اسماعیل حسینی صیب ته د دې خیر په بدل کې لا ډېر خیر ورکړه، ټولې ستونزې او غمونه یې لرې کړه، روغتیا، خوشحالي او د زړه سکون ورپه برخه کړه، او هره نېکه هیله یې په خیر او برکت پوره کړه.
الله تعالی دې تل د بېوزلو او اړمنو د لاسنیوي توفیق ورکړي. آمین یا رب العالمین.
thanks to my dear and respected brother, Mr. Ismail Hosseini, for helping a poor family by providing them with food supplies.
May Allah Almighty accept this good deed, charity, and kindness, multiply his reward and blessings, and bless his wealth, life, health, and livelihood.
Allah! In return for this noble act of kindness, grant Mr. Ismail Hosseini even more goodness. Remove all his difficulties and sorrows, bless him with good health, happiness, and peace of heart, and fulfill all his good wishes with goodness and blessings.
May Allah Almighty always grant him the opportunity and strength to support the poor and those in need.
Ameen, Ya Rabbal Alameen

05/10/2026

ګرانې خور زکیه حسینې د یوې بېوزله او اړمنې کورنۍ سره د مرستې لاسنیوی کړی دی.
دا ډول نېک کارونه د انسان د زړه ښکلا او د انسانیت ستره نښه ده.
الله تعالی دې د هغې دا صدقه او خیرات په خپل دربار کې قبول کړي اجر او ثواب دې ورته څو برابره کړي په مال او ژوند کې دې برکت ورکړي او د دې مرستې په وسیله دې د یوې اړمنې کورنۍ زړونه خوشحاله کړل الله دی تاسی د مصیبت نه وساتي
الله تعالی دې هر هغه لاس چې د خیر لپاره پورته کېږي تش نه پرېږدي.
جزاکِ الله خیراً زکیه خور

14/09/2026

Heartfelt Appreciation!

We would like to express our heartfelt gratitude to the respected sister, Zakia Hosseni, for donating an sheep as charity for poor and needy families.
Through her kind and rewarding act, we were able to distribute the meat among several needy families, providing one kilogram of meat to each family.
Sister Zakia Hosseni beautiful gesture is a wonderful example of humanity, compassion, and support for families in need.
May Allah Almighty accept her charity, donations, and all her good deeds, bless her wealth and life, and grant her the reward for this noble act in this world and the Hereafter.
Your small act of kindness can bring a great moment of happiness to a poor family.

Hope of mother welfare foundation
0093765454537

د جوماتونو د فرش لپاره د مرستې غوښتنه راځئ چې د دوو جوماتونو په دې ستر ثواب کې ځانونه شریک کړو!دوه جوماتونه داسې دي چې ف...
09/09/2026

د جوماتونو د فرش لپاره د مرستې غوښتنه
راځئ چې د دوو جوماتونو په دې ستر ثواب کې ځانونه شریک کړو!
دوه جوماتونه داسې دي چې فرشونه او کارپیټونه یې د ډېر استعمال له امله بیخي له منځه تللي دي. د لمونځ کوونکو لپاره د نوي او مناسب فرش جدي اړتیا ده.
راځئ، هر یو د خپل وس او توان په اندازه مرسته وکړو، څو د الله تعالی د کورونو لپاره نوي فرشونه برابر کړو.
که څوک ۱ افغانۍ هم صدقه کوي، هغه به هم د الله په نزد بې ارزښته نه وي. مهمه زموږ د صدقې اندازه نه، بلکې اخلاص او نیت دی.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«مَن بَنى لِلَّهِ مَسْجِدًا، بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ»
ژباړه: څوک چې د الله لپاره جومات جوړ کړي، الله تعالی به ورته په جنت کې یو کور جوړ کړي.
نو که د جومات په فرش کې مو یوه افغانۍ، لس افغانۍ، سل افغانۍ یا تر خپلې وسې ډېره مرسته وکړه، دا د الله د کور د خدمت برخه ده او ان‌شاءالله د صدقې او خیر سبب به شي.
راځئ چې هر یو د خپل وس مطابق برخه واخلو، څو دا دوه جوماتونه په ښکلي او پاک فرش سمبال کړو.
الله تعالی دې ستاسو صدقات، خیرات او مرستې په خپل دربار کې قبول کړي او د جنت الفردوس نصیب مو کړي. آمین یا رب العالمین.
مهرباني وکړئ دا پوسټ نورو ملګرو ته هم ورسوئ؛ کېدای شي ستاسو د یوې شریکونې له لارې یو بل انسان په دې ستر خیر کې شریک شي.
وټساپ. 0093765454537

31/08/2026

د یوې بېوزلې ناروغې ماشومې کفالت
دا معصومه ماشومه چې له یوې ډېرې بېوزلې کورنۍ څخه ده د درملنې او روغتیايي لګښتونو له امله له سختو ستونزو سره مخ وه.
د دې ماشومې د درملنې په موخه ګران ورور نثار اسحاقزي د مرستې لاس ور اوږد کړ او د تداوۍ لپاره یې مالي مرسته ورولېږله.
الله تعالی دې د ده دا نېک عمل، صدقه او مرسته قبوله کړي په مال او ژوند کې دې ورته برکت واچوي او د دې معصومې ماشومې لپاره دې د بشپړې روغتیا سبب وګرځوي.
نثار وروره! الله دې اجر درکړي ستاسو دا مرسته د یوې بېوسه کورنۍ لپاره ستره هیله ده.

15/08/2026

یوه بې وسه کورنۍ ستاسی مرستو ته سترګې په لار ده۔
په دې کورنۍ کې ۱۴ کسان دي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې هره ورځ د ۱۰۰ افغانیو په په اندازه وړه وړی او خپل ژوند تېروي.
فکر وکړئ، د یوې ۱۴ کسیزې کورنۍ لپاره ۱۰۰ افغانیو اوړه .
که کوم زړه سوانده او د الله د رضا غوښتونکی ورور د دې بې وزلې کورنۍ لاسنیوی وکړي.
نو یقیناً د یوه مجبورې کورنۍ زړه به خوشحاله کړي او لوی ثواب به ترلاسه کړي.
راځئ، د دې کورنۍ لاس ونیسو ځکه کله ناکله زموږ یوه کوچنۍ مرسته د یوې کورنۍ لپاره د ژوند لویه هیله وي.
الله دې د هر هغه چا په مال او ژوند کې برکت واچوي چې د بې وسو لاسنیوی کوي. آمین

په خواشینۍ سره چې په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي او ډېرو هېوادو...
21/07/2026

په خواشینۍ سره چې په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي او ډېرو هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
موږ د دې غمجنې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو، شهیدانو ته د پاک رب له دربار څخه د جنت فردوس، ټپیانو ته د عاجلې او روغتیا او زیانمنو کورنیو ته د صبر، زغم او الهي اجر غوښتنه کوو.

21/07/2026

له ګران ورور تمیم احسان څخه د زړه له کومې مننه چې نن یې یو ځل بیا د دې بېوزلې کورنۍ لاسنیوی وکړ.
الله تعالی دې د ده دا نېک عمل په خپل دربار کې قبول کړي په مال عمر او روغتیا کې دې برکت واچوي او تل دې د خیر او ښېګڼې وسیله وګرځوي.
د بېوزلو لاسنیوی یو ستر انساني او اسلامي عمل دی او تمیم احسان ورور تل هڅه کړې چې د اړمنو لاسنیوی وکړي. الله تعالی دې ورته د هر خیر څو چنده اجر او بدله ورکړي.
اللهم تقبل صدقاته، وبارك له في ماله وأهله، واجعلها في ميزان حسناته.
Our heartfelt gratitude goes to our dear brother, Tamim Ehsan, who once again extended a helping hand to this needy family today.
May Allah (ﷻ) accept his noble deed, bless him with abundance in his wealth, health, and lifespan, and continue to make him a source of الخير and goodness for others.
Supporting those in need is one of the greatest humanitarian and Islamic virtues, and Brother Tamim Ehsan has consistently shown dedication to assisting vulnerable families. May Allah (ﷻ) reward him many times over for every act of kindness and grant him the best reward in this life and the Hereafter. Ameen.

Address

Kunar

Telephone

+93787311222

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د مور هیله خیریه بنسټ۔Hope of mother welfare foundation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to د مور هیله خیریه بنسټ۔Hope of mother welfare foundation:

Shortcuts

Share