National Stability Society

National Stability Society ملي ثبات ټولنه د افغانانو د يووالي، د ستونزو د هواري، ټولنيز بدلون، سمون، رغون او په ټولیز ډول په هېو
(58)

18/05/2023
د ملي ثبات عامه کتابتون پرانېستل شوپه دې مراسمو کې د ملي ثبات رهبري او غړو ترڅنګ، دپيلوماتانو، قومي مشرانو، ليکوالانو، د...
17/05/2023

د ملي ثبات عامه کتابتون پرانېستل شو
په دې مراسمو کې د ملي ثبات رهبري او غړو ترڅنګ، دپيلوماتانو، قومي مشرانو، ليکوالانو، د پوهنتون استادانو، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازو، د رسنيوو همکارانو او یو زيات شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.
د قرانکريم د اياتونو تلاوت وروسته دملي ثبات د خيريه موسسې مشر ضياالحق امرخېل د ښه راغلاست ترڅنګ ګډونوالو ته ژمنه ورکړه چې ملي ثبات څيريه بنسټ به د کتاب د مطالعې د دودولو ترڅنګ د ځوان قشر له پاره تعليمي، صحت، ټولنيزو او بېلابېلو برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او په دې سختو شرايطو کې به د خپل ولس ترڅنګ دريږي او د دوي لاس نيوی به کوي.
ښاغلي امرخېل اندېښنه څرګنده کړه چې 21مياشتو وروسته لاهم د افغان نجونو پرمخ د پوهنتون او ښوونځيو دروازې تړل شوي او هيله يې وکړه چې نور دې چارواکي دې تريخ انتظار ته د پای ټکی کيږدي او که خدای مکړه دا حالت دوام ومومي له هېواد څخه به زيات خلک د خپلو اولادونو د روښانه راتلوونکي له پاره بهر ووځي چې دا چاره نه د نه نظام او نه د ملت په ګټه ده.
په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي ښاغلي حماد، ليکوال او فرهنګي شخصيت شاه حسين مرتضوي،د علومو اکاډمۍ استازي دکتور رفيع الله نيازي او د کابل پوهنتون استادپوهندوي عبدالغياث سهرابي خبرې وکړی او په دې ترينګلو حالاتو کې چې یې د ملي ثبات د دې نيک اقدام ستاينه وکړه او په دې برخه کې يې د هر ډول همکاریوو ژمنه وکړه.
د ملي ثبات عامه کتابتون چې په بېلابېلو علمي، تحقيقاتي او معلوماتي برخو کې په زرګونه کتابونه او منظم کمپيوټر لب، انټرنيټ او د مطالعه کوونکو لهپاره د چایوو اسانياوې لري د ځوان نسل د علمي کجې د لوړتيا او په هېوادکې د مطالعې دبهير د دودولو له موخه رسماپرانېستل شو.

25/11/2022

له بنیادي حقونو څخه د چا محرومول، خشونت دی. د وطن لورګانې مو له ٤٣٢ ورځو راهیسې د تعلیم له بنیادي حقه محرومې دي. هیله ده سر له اوسه مسوولین د نوي تعليمي کال لپاره شرایط برابر او دغه تاوتریخوالی نور و نه غځول شي.
نن د ښځو په وړاندې د منع خشونت ورځ ده. راځئ هر ډول خشونت ته نه ووایوو.

Address

دارالامان سرک تالار مجلل ته څيرمه د گذرگاه کوڅه/کارته چهار
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when National Stability Society posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to National Stability Society:

Share