23/10/2024
ليکوال: محمد حلیم فدایي
ښوونځیو ته د نجونو د منع کېدو په اړه زما مخکیني پوسټ ته چې په کې د طالبانو د امیر فرمان مې نقد کړی دی، ددوی یوه پلوي «مولوي حنفي -م عبدالولي منیب» داسې تبصره کړې ده چې:
«(وقرن فى بيوتكن ) ددي ايت په تفسير كى خه وايى حلال او حرام ربنتيا جي واضح دى خو تاسو كورخه جى اروپا او امريكاته لخى وليزلى»
لومړی زه د مولوي صیب د پورته تبصرې په کیفیت، املا او انشاء او غلطیو تبصره نه کوم؛ مستقیما همدې آیت ته راځم:
هغوی چې د «وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ» (سورت احزاب ۳۳:۳۳) آیت د ښځو د کور څخه د وتلو منع کولو لپاره دلیل وړاندې کوي، د څو ستونزو سره مخ دي. لومړی، دوی دا آیت نیمګړی را اخلي، یعنې یوازې هغه برخه یادوي چې د ښځو په کور کې د پاتې کېدو او د جاهلیت په څېر د ښکاره کېدو څخه د منع کولو په اړه ده. خو په بشپړ آیت کې، دا لارښوونه یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو لپاره ده، لکه څنګه چې سیاق او سباق دا په ډاګه کوي.
بشپړ آیت:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (سورت احزاب ۳۳:۳۳)
په دې آیت کې الله تعالی په ځانګړې توګه د نبي ښځو ته خطاب کوي، او په پای کې یې «اهل البیت» الفاظ ذکر شوي، چې د رسول الله کورنۍ ته اشاره کوي. دا ټوله جمله څرګندوي چې حکم ځانګړی دی، نه عام.
بل آیت:
د همدې سورت د ۳۲ آیت په پيل کې الله تعالی فرمایي:
يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا (سورت احزاب ۳۲:۳۲)
په دې آیت کې واضح ویل کېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځې د نورو ښځو په څېر نه دي. نو د ۳۲ او ۳۳ آیتونو تر منځ سیاق او سباق په ډاګه کوي چې دا حکم یوازې د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د ښځو لپاره دی، او عام نه دی.
د امهات المومنین د قدوې استدلال:
ځینې کسان استدلال کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځې د نورو ښځو لپاره قدوه یا نمونه دي. خو په قرآن کریم کې یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د قدوې په توګه اشاره شوې، لکه څنګه چې په سورت احزاب ۲۳ آیت کې راغلي:
لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (سورت احزاب ۲۳:۲۳)
یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو لپاره قدوه ده، او د هغه ښځو ته د قدوې حیثیت نه دی ورکړل شوی.
ځانګړي احکام:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو لپاره ځانګړي احکام ذکر شوي دي چې په نورو ښځو نه تطبیقېږي. مثلاً، په سورت احزاب ۳۰ آیت کې داسې راغلي:
يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (سورت احزاب ۳۰:۳۰)
په دې آیت کې ځانګړی ذکر شوی چې که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو څخه کومه یوه ښکاره فحشا وکړي، دوی ته به دوه چنده عذاب ورکړل شي. دا حکم یوازې دنبي اکرم صلی الله علیه وسلم د ښځو لپاره دی. که دا حکم عام وای، نو ټولو ښځو ته به د فحشا په ارتکاب دوه چنده سزا ورکول کېدله.
علمي او عقلي استدلال:
د پورته دلایلو په رڼا کې، دا په واضح ډول معلومېږي چې آیت «وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ» د رسول الله صلی الله علیه وسلم دښځو لپاره ځانګړی حکم دی، او نه شي کېدای چې ټولې ښځې پرې مکلفې وګرځول شي. سیاق او سباق دا په ډاګه کوي چې دې آیت ته په عامه توګه استدلال کول دقرآن له روح او مفاهیمو څخه ناسم تعبیر دی.
په پایله کې، درسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو ځانګړي احکام د نبوي کورنۍ د پروتوکولونو او ځانګړتیاوو له مخې دي، او دا احکام په نورو ښځو نه تطبیقېږي.
ځینې ډېر محتاط علماء د ښځو د ضرورت او فرایضو د اداء کولو لپاره له کور څخه وتل جایز بولي. په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنو بېلګې د پام وړ دي. هغوی په غزاګانو کې برخه اخیستې، سفرونه یې کړي، درس او تعلیم یې ورکړی، تجارت یې کړی، او حج او عمرې ته تللې دي. هغوی حتی جوماتونو ته د لمونځ لپاره تللې دي. نو آیا د زدهکړې او تعلیم، چې دهر انسان لپاره مهمه ده، اړتیا نه شي ګڼل کېدای؟ که درسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنو دا ټول فعالیتونه ترسره کولای شول، نو څنګه د تعلیم زدهکړه او نور ټولنیز ضرورتونه د دې آیت لاندې منع کېدای شي؟
په دې آیت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنو ته ځانګړی حکم د هغوی د ځانګړي مقام او لازیات احتیاط لپاره ورکړل شوی. داسې ځانګړنې چې شاهي کورنیو او د پاچاهانو ښځو لپاره په معاصره نړۍ کې هم په نظر کې نیول کېږي. دلته د تبرج په اړه، چې په ځانګړې توګه د لومړنۍ جاهلیت د زمانې بربنډ ښکاره کېدو او د ټولنیز نظم د خرابولو په اړه منع شوی، اشاره ده. په حجاب کې وتل او د ضرورت پر اساس له کوره وتل نه یوازې منع نه دي، بلکې د قرآن له روح او مفهوم سره مطابقت لري. ددې آیت په ناسم تعبیر سره له ښځو څخه په اسلامي چوکاټ کې د شرعي، تعلیمي او ټولنیزو فعالیتونو حق اخیستل ظلم دی او د قرآن د روح او مفهوم څخه انحراف دی.