21/08/2026
ناپیژانده وسلهوالو د بلوچستان د پښین په سرانان سیمه کې د پولیسو یو مرکز په بمونو الوځولی او د کچې ولسوالۍ په کټن سیمه کې یې د تحصیل دفتر سېځلی دی.
د پښین د پولیسو یوه کارمن انور خان بيبيسي اردو ته ویلي، چې وسلهوال پنجشنبه سرانان بازار ته ورغلي او د پولیسو د تاڼې عمله یې نیولې ده.
د نوموړي په وینا تر هغې وروسته د پولیسو مرکز د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوی، خو چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د دې پېښې مسوولیت د بلوچستان ازادۍ پوځ (بياېلاې) منلی دی.
د سرانان او پښین اکثریت اوسېدونکي پښتانه دي او دا پکې د بياېلاې لخوا د دې بڼې لومړنۍ پېښه ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سرانان کې د دې پېښې په ګډون زیارت، سنځاوی او هرنايي کې وروستۍ امنیتې پېښې غندلي او غوښتنه یې کړې، چې د حساسو سیمو امنیتي تدابیرو ته دې پام ډېر شي، چې عام خلک له وېرې پرته ورځنی ژوند وکړای شي.
بلخوا د بلوچستان د کچې ضلعې د پولیسو یوه کارمن زاهد حسین وايي، د ناپېژانده وسلهوالو لخوا د تحصیل دفتر له سوځول کېدو سره هلته موجودو دولتي اسنادو ته هم زیان اوښتی دی.
د بلوچستان کچې ولسوالۍ کې مخکې هم دا ډول ګڼې پېښې شوې.