03/12/2025
د دسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده
په هغو هیوادونو کې چې جګړې دوام لري، لکه افغانستان، د تېرو ۴۰ کالو راهیسې هره ورځ بې شمېره خلک د جګړې قربانیان شوی او د تل پاتې معلولیت سره مخامخ دې. دا یوه خواشینونکې واقعیت ده چې نسلونه پرې اغېزمن شوي دي.
له بده مرغه، په هغه ټولنو کې چې عامه پوهاوی کم وي، معلولینو ته ناوړه نومونه ورکول کېږي لکه "وړوند"، "ګوډ" یا "شل". په ډېرو سیمو کې لا هم د معلول شخص لپاره د نکاح موضوع ستونزمنه ګڼل کېږي، او دا ټولنیز چلند د ظلم بله بڼه ده.
خو باید هېر نه کړو: معلولیت ضعف نه دی. معلولین د بېلابېلو وړتیاوو لرونکي، قوي ذهن لرونکي، باارزښته او د درناوي وړ انسانان دي. دوی د خپلو مهارتونو، پوهې او هڅو له لارې هره ورځ ثابته کړې چې د انسان ارزښت په ظاهري بڼه نه، بلکې په کردار، هڅو او زړه کې دی.
هیڅوک د معلولیت څخه خوندي نه دی — جګړې، ناروغۍ، پېښې او د ژوند بېلابېل حالتونه هر انسان ته د معلولیت امکان لري. زموږ د ټولنې دنده ده چې د احترام، شمولیت او ملاتړ فضا رامنځته کړو.
د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د Human Rights and Disability Support Organization (HRDSO) د پوهاوي، درناوي او مساوات غوښتنه کوي.
راځئ داسې ټولنه جوړه کړو چې په درناوي، مهربانۍ او فرصتونو ولاړه وي. 💙🌍
#شمولیت #درناوی