Burhan uudin sherzad

Burhan uudin sherzad ☆ـ﷽ـ☆

هند ترکیې او اذربایجان ته غوسه شوی چې ولې یې د پاکستان ملاتړ کړی؟ګڼو هوایي ډګرونو کې یې ترکي کمپنیو سره خدماتی تړونونه ل...
16/05/2025

هند ترکیې او اذربایجان ته غوسه شوی چې ولې یې د پاکستان ملاتړ کړی؟
ګڼو هوایي ډګرونو کې یې ترکي کمپنیو سره خدماتی تړونونه لغوه کړي او تازه اقدام کې یې ممبۍ و احمد اباد هوایي ډګرو نه ترکي شرکتونه رخصت کړي.
بلخوا هندي پوهنتونو هم اذربایجاني او ترکي محصلینو ته د دروازو په تړلو پیل کړی.

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند بې پیلوټه الوتکو د لاهور سربېره څو ځایونه په نښه کړي دي.د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د هند له...
08/05/2025

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند بې پیلوټه الوتکو د لاهور سربېره څو ځایونه په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د هند له خوا د ډرون بریدونو کې د دې هېواد لاهور او ځینو نورو ځایونو کې نظامي تاسیسات په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې د دغه هېواد څلور امنیتي کسان هم په دغو بریدونو کې ټپيان شوي دي.

که څه هم هند د دغو ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د پاکستان پوځ وايي، ۱۲ ډرونونه یې له منځه وړي دي.

دا بریدونه پر پاکستان د هند له لوري د وړمې شپې بریدونو په ترڅ کې ترسره کېږي، چې په بهاولپور کې یې د ترهګرو او وسله والو ۹ ځایونه په نښه کړي وو.

د یادونې وړ ده چې پاکستان نن شاوخوا شل هوايي ډګرونه د هند د احتمالي برید له امله هم تړلي دي

د هند د ډول غږ دروند ښکاري:دوی د مظفر اباد دریو ښارونو کې د مسجد سبحان، ام القرای په شمول د جیش او  طیبه ډلو ۹ مدرسې په ...
06/05/2025

د هند د ډول غږ دروند ښکاري:
دوی د مظفر اباد دریو ښارونو کې د مسجد سبحان، ام القرای په شمول د جیش او طیبه ډلو ۹ مدرسې په نښه کړي.
هند هم وایي، د تلفاتو راپور وروسته نشروو.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پوځ وروستي اقدام غبرګون کې چې د «ابدالي» په نامه توغندی یې وازمایه، غبرګون ښود...
06/05/2025

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پوځ وروستي اقدام غبرګون کې چې د «ابدالي» په نامه توغندی یې وازمایه، غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، چې افغانستان په خپل تاریخ کې نوموړي علمي، فرهنګي او ویاړلي مبارزین لري، چې نړۍ یې په درنښت یادوي او نومونه یې په مناسب ډول کاروي.

حامد کرزي له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان نوموړو شختصیتونو نومونه پر خپلو علمي او کلتوري مرکزونو کېږدي او خپلې وسلې او توغندي دې پرې نه نوموي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې پاکستان له دې وړاندې هم خپل راکټونه او وسلې د «غزنوي» او «غوري» په نومونو نومولي.

د پاکستان پوځ څو ورځې وړاندې هند سره د اړیکو ترینګلتیا په اوج کې د پوځ عملیاتي چمتوالي په موخه د «ابدالي» په نوم توغندی ازمایلی و.

د اسرائیل تل ابیب ښار د بین ګورین هوايي ډګر څېرمه د بالستیک توغندي لګېدو له امله ګڼې الوتنې ځنډول شوې دي. یاد برید په یم...
04/05/2025

د اسرائیل تل ابیب ښار د بین ګورین هوايي ډګر څېرمه د بالستیک توغندي لګېدو له امله ګڼې الوتنې ځنډول شوې دي.

یاد برید په یمن کې مېشتو حوثي جنګیالو کړی چې له امله یې ۶ تنه ټپيان شوي دي.

د حوثيجنگیالو ویاند یوه ټلویزون سره په خبرو کې ویلي چې د اسرائیل هوايي ډګر نور د الوتنو لپاره خوندي نه دی.

اسرائیل که څه هم د توغندیو د مخنیوي سیستم لري، خو ځينې رسنۍ وایي چې یاد سیستم یې ناکام شوی دی.

د اسرائیل د دفاع وزیر ګواښ کړی چې خپل بدل به اخلي او ویلې یې دي: «هر څوک چې په موږ ګوزار کوي، موږ به پرې اووه چنده قوي ګوزار وکړو.»

حوثي جنګیالي د ایران له ملاتړ برخمنه ډله ده چې د یمن پر یوې برخې تسلط لري.

پر یادې ډلې له څه وخته راهیسې امریکایي الوتکې هم بمبارونه کوي.

هند له پاکستان نه په هر ډول وارداتو بندیز ولګاوه.
03/05/2025

هند له پاکستان نه په هر ډول وارداتو بندیز ولګاوه.

د هند حکومت ویلي، چې د ملي امنیت او عامه تګلارو پر بنسټ یې له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی دی.دا بندیز وروسته ...
03/05/2025

د هند حکومت ویلي، چې د ملي امنیت او عامه تګلارو پر بنسټ یې له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی دی.

دا بندیز وروسته له هغې لګول کېږي، چې د پهلګام پېښې وروسته د واګه سوداګریز بندر هم تړل شوی او دواړو هېوادونو د هوايي شرکتونو لپاره خپل فضايي حریمونه تړلي دي.

که څه هم له دې وړاندې د هند او پاکستان ترمنځ سوداګري د لوړې کچې نه وه، خو تازه بندیز به د پاکستان له لارې پر ټولو او د دغه هېواد پر محصولاتو بشپړ اغېز وکړي.

پاکستان د هند د وروستي اقدام غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي تاوتریخوالي له امله د افغانستان سوداګري هم زیانمنه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې هند سره د شخړو په اوج کې تېره اوونۍ پاکستان د افغانستان ۱۵۰ بار لاریو ته اجازه ورکړه چې د واګه بندر له لارې هند ته واوړي.

د خیبرپښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پولیسو د مخالفو وسله والو برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. برید د تحریک طال...
01/05/2025

د خیبرپښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پولیسو د مخالفو وسله والو برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

برید د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله والو، ترهګرۍ سره د مبارزې په دفتر کړی دی.

چارواکو رسنیو ته پېښه منلې او ویلي یې دي چې یو بریدګر یې هم له منځه وړی دی.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي د یروشلم په څنډو کې د پراخې اورلګېدنې یې په تړاو یې ۱۸ کسان نیولي چې پوښتنې ګر...
01/05/2025

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي د یروشلم په څنډو کې د پراخې اورلګېدنې یې په تړاو یې ۱۸ کسان نیولي چې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

هغه ویلي دا کسان یې د قصدي اور اچونې په تور نیولي چې یو کس عملاً د اورلګولو پر وخت نیول شوی دی.

پرون د اپرېل په دېرشمه د یروشلم څنډو ته یهودا سیمه کې اور لګېدلی چې تراوسه پورې یې ۳۰۰۰ هکتاره ځنګل په شمول نږدې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه سېځلې ده.

د اسرائیلو ملاتړو اروپايي هیوادونو د اور د مخنیوي او مړ کولو لپاره مرستې او وسایل لېږلي دي.

د اوروژنې اداره وایي چې د پېښې رامنځته کېدو اصلي لامل لا هم څرګند نه دی.

نتنیاهو زیاته کړې چې دا اورلګېدنه عادي مسئله نه ده، بلکې طبیعت او خلکو ته لوی زیان دی او ډاډ یې ورکړی چې هیواد به یې د دې ننګونې په مدیریت کې هم بریالی شی.

Address

Kabul
5000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Burhan uudin sherzad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share