04/09/2024
ورخاړی ،خرفه ، خلفه،پخاړی ، مرړي ، لاړژن
----------------------------------------------------------------------
ورخاړی چې په فارسي ژبه یې خرفه بولي ، په عربي یې رجلة، په انګریزۍ کې ورته څو نومونه شته لکه :
common purslane, duckweed, Little Hugweed
.زموږ ځیني هیوادوال ورخاړي ته خلفه هم وایی.په ځینو پښتني سیمو کې ورته پخاړی ، مرړي ، توروکۍ او لاړژن هم وایي. او علمي او سا ینټیفیک نوم یې (Portulaca oleracea )دی یو ډول سابه ( ساګ ) دي چې پلنې پاڼې او سور رنګه ډنډر او زیړګلان لري.
ورخاړي هم کرل کیږي او هم په طبیعي ډول را زرغونیږي .
ورخاړي دډیرو ناروغیو لپاره ګټور دی لکه دوینو فشار (Blood Pressure)، کلسټرول ، اسهال ، سوزاک ، بواسیر ،دخپګان یا ډیپریشن ناروغي ، دپوستکي ( جلدي ) ناروغي او دځیګر، زړه او معدې ناروغۍ .
همداراز دورخاړي په پاڼو کې امیګا ۳ شته ،,ورخاړی دسرطاني ناروغیو دعلاج لپاره هم ګټور دی همداراز دوزن په کمولو کې هم مرسته کوي .
ورخاړی ویټامین B2 ، ویټامین C، اوسپنه او کلشیم لري . که چيرې په مناسبه اندازه وخوړل شي نو دهډوکو او غاښو دکلکولو سره هم مرسته کوي .
همداراز دورخاړی پا ڼې دټپو نو او زخمونو دعلاج او په تیره بیا هغه کسان چې زهري حشراتو چیچلي وي ګټورې دي .
که دورخاړي تخم یا زړي په اوبوکې وایشول شي نو دټوخي لپاره ډیر ه ګټوره دوا ده.
ما ورخاړي په هند کې هم لیدلی دی او دهندوستان سابه پلورونکي یې هم دنورو سیزیو او ترکاریو سره یو ځای خرڅوي .یوه ورځ په دې مساپرۍ کې دګلانو یو فارم ته لاړم . خاوند یې ایټالوی دی او زما آشنا دی .دورخاړو ډیر بوټي یې ایسته غورځولې وو اوماته یې ویل دا یو هرزه او بیکاره بوټي دی چې زما په فارم کې زرغونیږي او زما ګلانو ته تاوان رسوي.ما ورته وویل دا خو موږپخوو . ویې خندل ویل یې تاسوافغانان هم عجیبه خلک یاست. په دې اړوند مو سره خبرې کولې چې یوه ټایلینډۍ میرمنه هم راغله له ده یې ګلان رانیول هغې هم ویل چې دا خو موږ هم پخوو. نو ما او هغې تایلینډي ډیرورخاړی له ځانه سره کورته یووړ اوما له میو ( ماشو)سره یوځای پوخ کړ. خو هغه خوند چې زموږ دهیواد په ورخاړي کې شته دنورو هیوادونو په ورخاړي کې داسې خونداومزه نشته.
دپښتو ژبې مشهور شاعر غني خان دورخاړي دګل په اړوند یو نظم لري چې تاسو ته یې وړاندې کوم:
🌹🌹🌹🌹ګلونہ د ورخاړي🌷🌷🌷🌷🌷
ګلونہ د ورخاړي
درنګ څاڅکی ولاړی
سحر پہ خندا تير کړي
ماښام ولاړوي ژاړي
🌷🌷🌷ګلونہ د ورخاړي🌹🌹🌹
٬
اخستی یې سل رنګہ
خندیږي څنګ پہ څنګہ
سحر ځواني مشرنګہ
ماښام ولاړ وی ژاړی
🌹🌹ګلونہ د ورخٲړي🌹🌹
ځواني د يو سحر دہ
ژوندون د یوې ورځې
بيا ہم ما نہ نران دي
چې ہر سحر خندان دۍ
او زہ يو پوټی غم تہ
د لږ ساعت تورتم تہ
ادم د اوښکو نوم دی
پہ ګلونو پسې ژاړي
🌹🌹ګلونہ د ورخاړي🌹🌹
٬
څہ ښکلي ښکلي خاندي
رنګينہ دي تابان دي
ښايست د ګلستان دي
٬غنی٬ ورتہ ہميش حیران
🌹حیران شانې ولاړوي🌹
🌹ګلونہ د ورخاړي
(یاد)
کاپی