27/01/2026
مونږ له دې ځایه د وطن سندرې وایو
چې وطن مه پرېږدئ
خو له هغې غاړې د خارج د زمزمې اواز راځي
بیا په لارو کې واورې دي، یخني ده، مرګ دی
خو دا ځوانان نه واورو وژلي
نه یخنۍ.
نه غرونو
دا ځوانان بېانصافۍ وژني/وژلي دي
دا ځوانان هغه ورځ وژل شوي وو
چې انصاف نه و
هغه ورځ چې د وړتیا پر ځای اړیکه وه
د حق پر ځای واسطه وه
که انصاف وای
ولې به یو ځوان خپل مور ته وروستی سلام کاوه؟
ولې به یو پلار د زوی عکس په موبایل کې د ژوند یوازینی ثبوت ګڼلو؟
ولې به تعلیمیافته ځوان د مزدورۍ، او نامعلوم برخلیک لاره ټاکله؟
انسان وطن نه پرېږدي
تر څو وطن انسان پرېږدي
کله چې وطن
ستا غږ نه اوري
ستا خوله تړي
ستا خوب مسخره ګڼي
نو بیا واوره یوازې وروستی فصل وي کیسه خو له بېعدالتۍ پیلېږي.
دا ځوانان د مرګ لپاره نه دي روان
د ژوند لپاره وتلي دي
خو موږ اسانه قضاوت وکړ
او سخته پوښتنه مو هېره کړه:
که انصاف شتون درلود،
ولې به یو ځوان د مرګ دومره اوږده لاره
د ژوند په نوم ټاکله؟
ولې به د وطن پرېښودو ته مجبورېدل؟
کله چې عزت، کار، او راتلونکی معلوم نه وي
نو واوره یوازې پلمه شي،
اصلي قاتل بېانصافي ده.
🥲copy.moin