12/08/2026
د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه؛ زموږ ګډ مسؤلیت
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره په دې باور ده چې ښځې او ماشومان د ټولنې له تر ټولو زیانمنو قشرونو څخه دي او باید د هغوی د حقونو، کرامت، خوندیتوب او هوساینې لپاره ځانګړې پاملرنه وشي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو درناوی یوازې قانوني مکلفیت نه، بلکې د یوې سالمې، عادلانه او با ثباته ټولنې بنسټ دی. موږ د داسې چاپېریال غوښتنه کوو چې ښځې او ماشومان پکې له تبعیض، تاوتریخوالي او هر ډول حق ضایع کېدو څخه خوندي وي او خپل اساسي حقونه په عزت او خوندیتوب سره ترلاسه کړي.
د بشري حقونو درناوی، د راتلونکي نسل درناوی دی.