AYSO

AYSO Afghan Youth Service Organization (AYSO) is a non-governmental, non-political and non-profit organization.

د افغان ځوانانو خدماتي موسسې د ۲۰۲۶ کال شپږ میاشتني تخنیکي بیاکتنې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.د افغان ځوانانو خدماتي موسس...
06/07/2026

د افغان ځوانانو خدماتي موسسې د ۲۰۲۶ کال شپږ میاشتني تخنیکي بیاکتنې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) له لوري د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د فعالیتونو د ارزونې، لاسته راوړنو د شریکولو او د پروژو د کیفیت او اغېزمنتیا د لا لوړولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي بیاکتنې ورکشاپ ترسره شو.
په دې ورکشاپ کې د افغان ځوانانو خدماتي موسسې مشرتابه، الحاج ډاکټر وحیدالله تړون، د مرکزي دفتر مسؤلینو او همکارانو، او د ولایتي دفترونو استازو ګډون درلود.
د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د بېلابېلو پروژو د تېرو شپږو میاشتو فعالیتونه په هر اړخیز ډول وارزول شول.
ګډونوالو لاسته راوړنې، ننګونې او زده کړې شریکې کړې او د پروګرامونو د لا اغېزمن تطبیق او د کیفیت د لوړولو لپاره یې رغنده وړاندیزونه وړاندې کړل.
همدارنګه ګډونوالو د پروژو د پلي کېدو بهیر، د همغږۍ د پیاوړتیا، د راپور ورکونې د کیفیت، د شته ستونزو د حل لارو او د راتلونکو فعالیتونو د اغېزمنتیا د زیاتوالي په اړه تفصیلي بحثونه ترسره کړل.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغان ځوانانو خدماتي موسسې مشرتابه، الحاج ډاکټر وحیدالله تړون وویل چې دا ډول تخنیکي بیاکتنې د موسسې د فعالیتونو د ارزونې، د تجربو د تبادلې او د خدمتونو د کیفیت د لا لوړولو لپاره مهم او ارزښتناک فرصتونه دي.
نوموړي له ټولو همکارانو وغوښتل چې خپلې تجربې، بریاوې او ننګونې په رڼه او مسلکي فضا کې شریکې کړي، ترڅو د ګډو زده کړو له لارې د پروژو اغېزمنتیا او کیفیت نور هم پیاوړی شي.
هغه زیاته کړه چې د موسسې بریا د ټیمي کار، مسلکي ژمنتیا، روڼتیا او دوامدارې همغږۍ پایله ده، او د خلکو اړتیاوو ته پر وخت، باکیفیته او اغېزمن ځواب ورکول باید د ټولو پروګرامونو اساسي اصل وي.
د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د دوی د فعال ګډون، همکارۍ او ارزښتناکو ونډو له امله ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
د افغان ځوانانو خدماتي موسسه (AYSO) د خپلو ملي او نړیوالو شریکانو په همکارۍ ژمنه ده چې د دوامدار ظرفیت لوړونې، اغېزمنې همغږۍ، نوښت او باکیفیته خدمتونو له لارې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ټولنو د هوساینې، دوامدار پرمختګ او بشري خدمتونو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي

Coordination Meeting Held Between UNICEF and Afghan Youth Services Organization (AYSO)Representatives from the M&E secti...
17/06/2026

Coordination Meeting Held Between UNICEF and Afghan Youth Services Organization (AYSO)

Representatives from the M&E section of UNICEF’s Kabul Central Office held a coordination meeting with representatives from the M&E section of the Afghan Youth Services Organization (AYSO) Central Office and the Eastern Zone Office at the Eastern Zone Office.

During the meeting, AYSO presented updates on the progress of projects being implemented in the Eastern Zone, as well as activities related to Monitoring and Evaluation (M&E), data quality improvement, and reporting processes. Both parties also exchanged views and recommendations on enhancing the effectiveness of activities and strengthening mutual coordination.

The participants emphasized the importance of continued collaboration and reaffirmed their commitment to further strengthening joint efforts aimed at providing better services for children and communities.

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت، د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسه د افغانستان ټولو هېوادوالو، شریکانو او بشردوستانه خدمت کوونکو...
27/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت، د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسه د افغانستان ټولو هېوادوالو، شریکانو او بشردوستانه خدمت کوونکو ته خپلې صمیمانه مبارکۍ وړاندې کوي.
اختر د سولې، قربانۍ، بخښنې او یووالي ورځې دي؛ هغه ورځې چې زړونه یو بل ته نږدې کوي او د مینې او مهربانۍ احساس پیاوړی کوي.
موږ هیله لرو چې دا اختر زموږ د خلکو لپاره د خوښۍ، امن، سوکالۍ او روښانه راتلونکي زیری له ځان سره ولري.
افغان ځوانانو خدماتي مؤسسه به د تل په څېر د بشري خدمتونو، عامه پوهاوي او ټولنیز ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د یوې سالمې او پیاوړې ټولنې په جوړولو کې خپل رول ادا کړي.
لوی اختر مو مبارک! Afghan Youth Services Organization (AYSO)

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مشرتابه د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) هڅې وستایلې.د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د AYSO هغه ن...
14/04/2026

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ مشرتابه د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) هڅې وستایلې.

د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د AYSO هغه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې چې د خلکو لپاره یې د کنډۍ د بنسټیز روغتیايي مرکز له لارې روغتیايي خدمات په پوره ژمنتیا او رښتینولۍ سره وړاندې کړي دي.

چارواکو دا خدمات د ستاینې او قدردانۍ وړ وبلل او د همدې له امله یې AYSO ته ستاینلیک ورکړ، او د راتلونکو لا زیاتو بریاوو هیله یې څرګنده کړه.

د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې لخوا د روانو پروژو د کیفیت، شفافیت او اغېزمنتیا د لا ښه والي او ارزونې په موخه یوه ځانګړې د...
13/04/2026

د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې لخوا د روانو پروژو د کیفیت، شفافیت او اغېزمنتیا د لا ښه والي او ارزونې په موخه یوه ځانګړې د همغږۍ غونډه د عمومي رئیس الحاج ډاکټر وحیدالله تړون په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د پروژو مسؤلینو خپلې لاسته راوړنې ، ننګونې او د حل لپاره یې خپل وړاندیزونه د مشرتابه سره شریک کړل.
په پای کې د عمومي رئیس لخوا ټولو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او خلکو ته د لا ښو، اغېزمنو او دوامداره خدماتو د اسانتیاؤ په برابرولو کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
🔗 د نورو معلوماتو لپاره زموږ وېب‌سایټ وګورئ.

د افغان ځوانانو خدماتي موسسې له لوري د خلکو ته د غوره، اغېزمنو او دوامدارو خدماتو د وړاندې کولو په موخه یوه مهمه همغږیزه او ارزونیزه غونډه ترسره شوه. دغه غونډه...

Two decades of experience dedicated to serving people.
09/04/2026

Two decades of experience dedicated to serving people.

18/03/2026

درنو هيوادوالو کوچنی اختر مو مبارک شه | Eid Mubarak

18/02/2026

Address

House #314, Ansari Street #3 Shahre Naw
Kabul
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AYSO posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to AYSO:

Shortcuts

Share