Mamozai Tribal Council دمموزیو قومي شورا

Call Directions Contact the organization

Mamozai Tribal Council دمموزیو قومي شورا هرکله راشې!
د مموزیو قومي شورا یوه اسلامي، علمي، ټولنیزه او کلتوري شورا ده.

The Mamozai Tribal Council was created to provide not only the Mamozai of Afghanistan a voice to be heard by the Afghan Government but also a voice for all those who believe in a united and just Afghanistan, filled with peace and equality.

كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْتِپه ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې لومړنی ...
21/06/2026

كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْتِ

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې لومړنی پښتو ویونکی، عبدالاحد مومند، د جرمني په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله نن له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
د هغه مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه ده. الله تعالی دې یې اروا ښاده، قبر دې یې روښانه او جنت الفردوس دې یې په نصیب کړي. کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوم. 🇦🇫

الله دې وبخښي او جنتونه دې ورپه برخه کړي.

آمین.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

18/06/2026

مشران، اتلان، پرمختګونه او د هیواد ابادۍ...

د سړک جوړونه!

په ډېر ویاړ او خوښۍ سره د بني حصار څخه تر شیوه کیو پورې د سړک جوړولو چارو مراسم د درانه قومي مشر الحاج محمد عالم خان مموزي او نورو مخورو مشرانو لخوا رسما پيل شوې.

دا سړک د سیمې د خلکو لپاره یو مهم او ګټور ګام دی، چې د تګ راتګ اسانتیاوې به زیاتې کړي، د سوداګرۍ او پرمختګ لپاره به نوې لارې پرانیزي او د خلکو ورځنی ژوند به لا ښه کړي.

د یادې پروژې په پرانیسته کې د سیمې مشرانو، ځوانانو او اوسېدونکو ګډون کړی و او د دې ستر خدمت هرکلی یې وکړ. د درانه مشر الحاج عالم خان مموزي دوامداره هڅې او د ولس خدمت ته ژمنتیا د ستاینې وړ ده.

موږ هیله لرو چې دا ډول پرمختیایي پروژې به د سیمې د لا پرمختګ او سوکالۍ لامل شي.

د بنی حصار څخه تر شیوه کیو پورې د سړک افتتاح دې ټولو اوسېدونکو ته مبارک وي. 🌹

#الحاج-محمدعالم-خان
#مموزی
#پرمختګ
#هیواد
#ابادي
#افغانستان

Address

Mamozai, Bagrami
Kabul

Telephone

+93786670120

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mamozai Tribal Council دمموزیو قومي شورا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Mamozai Tribal Council دمموزیو قومي شورا:

Shortcuts

Share