15/04/2024
د الحافظ خیریه بنسټ له لوري کابل ولایت کې اړمنو کسانو ته د اختر د خوشحالۍ په پار میوه ویشل شوې.
د الحافظ خیریه بنسټ کاري ټیم د روژې مبارکې میاشتي په ورستیو کې د کوچنې اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل ولایت په دوولسمه او یوويشتمه ناحیه کې اړمنو کسانو ته اختریزه میوه ووېشله.
د یادونې وړ ده چې الحافظ خیریه بنسټ د مظلومو هیوالو د لاسنیوي، او د هیواد د آبادۍ برخو کې فعالیتونه ترسره کوي.